سرحدي پوليسو د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کي د پلټنو پرمهال يو مازدا موټر چي پکښي زرګونه کيلو ګرامه امونيم نايټرېټ بار ول نيولى .
د سرحدي پوليسو په وينا چي ياد موټر يې د سپين بولدک ولسوالۍ د وېش په سيمه کي د سهيلي پښتونخوا پر پوله نيولى .
په موټر کي د پيدا سوو امونيم نايټريټ موادو دقيق تعداد ٢٢٦٨ کيلو ګرامه دئ چي په ډېر مهارت سره په کوچنيو بوريو کي ځاى پر ځاى سوي ول.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه