کور / تازه خبرونه / د اوبو رسولو د رياست له پاره ودانۍ جوړېږي

د اوبو رسولو د رياست له پاره ودانۍ جوړېږي

دكندهار ولايت د اوبو رسولو او کاناليزاسيون درياست په انګړكي د امريکا د متحده ايالاتو په مالي لګښت يوه درې پوړيزه ودانۍ جوړېږي چي تېره ورځ يې د نوموړي رياست د رئېس له لوري د بنسټ ډبره کښېښودل سوه .
دكندهار داوبو رسولو او کاناليزاسيون رئېس عبدالوهاب ترابي د رسنيو سره په خپلو خبرو كي وويل چي ياده ودانۍ اته كاري خوني او يو د غونډو او وركشاپو لپاره تالارلري او لګښت به يې ٧٠ زره امريکايي ډالره وي او د د وانېدو کار به يې ٦ مياشتي دوام وکړي .