هغه بله ورځ د ښاغلي کرزي له پاکستاني تلويزون سره مرکه وه، هر څه چې وو خو يوه خبره چې له هغې مرکې رااخيستل شوې او ټول پرې غږيږي، پر پاکستان د بريد خبره ده. لومړی خو دا له امکانه ډېره ليرې ده چې امريکا دې پر پاکستان بريد وکړي، خو بيا هم راځئ چې پر همدې مفکورې او پايلو يو څه سره وغږيږو.
که چيرې امريکا پر پاکستان بريد کوي، نو د هغې د برید هدف به کوم ځای وي، يا به قبايلي سيمې وي او يا به د کويټې ښار وي، چې په دواړو ساحو کې پښتانه اوسيږي. له افغانانو سره د هجرت پر مهال زموږ پښتنو ورونو ډېر ښه کړي دي، او که نن هغوی زموږ مرستې او وروۍ ته اړتيا لري، نو زه فکر نه کوم چې هيڅ افغان به هم لدوی د مرستې دا لاس راغونډ کړي.
دوهم ښاغلي کرزي په خپله وينا کې د پاکستان ولس ياد کړ، نه د پاکستان حکومت يا اردو، او د دواړو تر منځ بايد توپير وشي، زموږ له هغوی سره ولسي اړيکې دي او دا اړيکې له سلګونو کلونو راروانې دي او همداسې به دوام هم ومومي، او د ولسونو تر منځ دا اړيکې هيڅکله هم د حکومتونو د سياستونو او کړو وړو محتاجې نه وی.
درېيم ځه راځئ دا ومنو چې کرزی به له پاکستان سره ودريږي، دا ښاغلی څه لري چې په هغې له پاکستان سره دريږي، چوکۍ ورته امريکايان ساتي، ملي اردو او پوليسو بودجه نړيواله ټولنه ورکوي، او نن چې افغانستان کې څه کيږي يوازينې او اساسي دليل يې د امريکا موجوديت دی، که امريکا نه وي نو دا نړېواله ټولنه به دې هم نه وي او افغانستان به هم له جدي خطر سره مخ وي.
څلورم که دا امريکا پر دې پاکستان وردانګي نو له کومه ځايه به بريد کوي، افغانستان!، نو دلته چې زموږ له خاورې بريد کيږي عسکر ور اوړي، نو په کومه خوله بيا ښاغلی کرزی له پاکستان سره دريږي يا څرنګه مرسته ورسره کوي، هو که پاکستاني مهاجرين راځي يا جنګ ځپلی ولس رااوړي، نو هغه خو اوس هم په کونړونو، سپين بولدک او د افغانستان نورو سرحدي ولاياتو کې پراته دي.
په پای کې يوازې دومره وايم چې دا ښاغلي کرزي يوازې يوه سياسي لوبه وه، چې پیغام يې پاکستاني ولس غوږونو ته ورسيږي، او نن که ان د پاکستان رسنۍ پرې ملنډې وهي نو هغه هم لدې ويريږي چې ولس يې دا فکر ونه کړي چې پاکستان له افغانانو سره څه کړي او کوي، او دوی اوس هم له موږ سره خواخوږي لري.
سره لدې چې زه د يو عادي افغان په حيث زه د دې حکومت له غلو او ښاغلي کرزي له کړنلارو سره څه دومره جوړ نه يم، خو دا ځل مې رايه ښاغلي کرزي ته ځي.