د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ د باغ پل په سيمه کي د ارغنداؤ پر رود د پاسه جوړ سوى ٢٥ متره فلزي پل نن د يو لړ ځانګړو مراسمو پر مهال د ولسوال حاجي نياز محمد سرحدي لخوا پرانستل سو.
دغه پل د دوو اوونيو په اوږدو کي د ٦ زره امريکايي ډالرو په لګښت د جوړ سوى چي لګښت يې د امريکايي پوځ لخوا ورکول سوى دى.
ددې پله د پرانستني په مراسمو کي د ژړۍ د ولسوال ترڅنګ د ولسوالۍ د پرمختيايي شورا مشر، د کليو د پراختيا او بيارغوني مدير، هلته د ميشو بهرنيو او افغان ځواکونو قومندانانو او لسګونه نورو قومي مشرانو برخه اخستې وه.
د ژړۍ ولسوال حاجي نياز محمد سرحدي وويل چي ددې پله له جوړېدو سره د باغ پل سيمي څلور کلي له يو بل سره وصل سول او هغه ستونزي چي وړاندي په دې برخه کي موجودي وې حل سوي دي.
هغه زياته کړه چي دوى د ولسوالۍ د پرمختيايي پلان پر اساس يو په يوه د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب وايي او د ستونزو د حل لپاره يې اړين ګامونه اخلي چي د نني پل پرانستنه يې يو ښه مثال دئ.