کور / تازه خبرونه / قاضي محمد عمر د كندهار سرپرست ښاروال وټاكل سو

قاضي محمد عمر د كندهار سرپرست ښاروال وټاكل سو

قاضي محمد عمر د کندهار د نوي سرپرست ښاروال په توګه نن د کندهار ولايت مقام د مالي او اداري رئيس لخوا کندهار ښاريانو او د ښاروالۍ کارمندانو ته ور وپېژندل سو.
قاضي عمر له دې وړاندي دوه کاله د کندهار د مخکيني ښاروال ارواښاد غلام حيدر حميدي سره دوه کاله د همکار په توګه کار کړى دى.
هغه د شريعاتو د پوهنځۍ فارغ او په بيلا بيلو دولتي او ملکي ادارو کي د کافي تجربي خاوند دى.
د قاضي عمر د معرفۍ په موخه نن د کندهار ښاروالۍ د غونډو په سالون کي پراخه غونډه جوړه سوې وه چي پکښي د کندهار د زياتو دولتي ادارو رئيسانو، دولايتي شورا استازو، د ښاروالۍ کارمندانو، دکندهار ښار د ناحيو استازو او ګڼ شمېر نورو کندهار ښاريانو او د رسنيو استازو برخه اخستې وه.
د کندهار ولايت مالي او اداري رئيس غونډي ته په وينا کي قاضي عمر يو په کار پوه او تکړه کس ياد کړى او له خلکو يې غوښتنه وکړه چي د هغه د برلاسۍ لپاره د مخکيني ښاروال په شان له نوي سرپرست ښاروال سره هم خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي.
همداراز د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي اغا لالي دستګيري هم دې غونډي ته وينا وکړه او له خپل لوري يې د هر راز همکارۍ او مرستي ژمنه وکړه.
هغه په عين حال کي غوښتنه وکړه چي نوى ښاروال دي د مخکيني ښاروال په شان جدي و اوسي او تر ډېره دي د هغه پلانونه او طرحي پر مخ پوځي څو کندهار سمسور او ښکلى سي.
د کندهار د اطلاعاتو و فرهنګ رئيس عبدالقديم پتيال له نوي ښارواله وغوښتل څو په ښار کي د تاريخي سيمو ساتني خپله پاملرنه زياته کړي او د احمدشاهي ښار مخکينۍمعماري او جوړښت وساتي.
خپله نوي سرپرست ښاروال هم غونډي ته وينا وکړه او د خبرو پرمهال يې د ښاريانو مرسته طلب کړه، د هغه په وينا چي د ښاريانو او ولسي استازو د مرستي پرته هيڅ يو ښاروال او دولتي مامور په دې نسي بريالى کېداى څو ماموريت په سم ډول سرته ورسوي.
هغه ښاريانو ته د اړينو خدماتو وړاندي کول او د مخکيني ښاروال لخوا د پيل سوو پلانونو او ماسټر پلان تطبيقول د خپلو لومړيتوبونو په توګه ياد کړل او په دې برخه کي يې د هري ممکنه هڅي د کولو ژمنه وکړه.
د نوي معرفي سوي سرپرست ښاروال د وينا ټول متن به څو شېبې وروسته درته خپور سي .