دکندهار دعامی روغتيا رياست مسولين وايې،چي په دې وروستيو کي دځينو لاملونو له امله يوځل بيا دفلج يا ګوزڼ پيښي زياتي سوي دي.
دکندهار دعامي روغتيا رئيس ډآکټر عبدالقيوم پخلا نن د سهيلي حوزې په کچه دفلج ياګوزڼ ددرې ورځنى کمپاين دپيل پرمهال وويل،چي په سږ کال کي ددې پېښو ګراف د نورو کلنو په پرتله ډېر زيات سوى دى.
ددې درې ورځني کمپاين پرمهال به د سهيلي حوزې ١٣ لکه هغه ماشومان چي عمرونه يې له ٥ کلونو کم وي واکسين کړل سي.
هغه زياته کړه،چي په ټولنه کي د پوليو ضد کپماينرانو سره دځايي خلکو نه همکاري، درضاکارانو کمزورى فعاليت په هيواد کې روانه جنګ جګړه او د افغانستان او پاکستان د وګړو تګ راتګ هغه څه دي چي د پوليو د پيښو ګراف يې لوړ کړى دى.
د ښاغلې پخلا په وينا چي دکندهار ښار او ورسره په شپږو ولسواليو کې ٢٠ پيښي په هلمند کي ١٤ او زابل ولايت کې يوه پيښه ثبت سوې ده
ښاغلې پخلا همدا ډول وويل چې دا ځل به ټولو پر پنځو کالو کم عمره کوچنيانو ته د پوليو ضد واکسين د دوو څاڅکو ترڅنګ د A ويټامين لرونکي کپسولونه هم ورکړي څو د ماشتومتوب د دورې د نورو ناروغيو مخه هم ونيول سي.