کور / تازه خبرونه / کندهار : ٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار : ٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره شپه ناوخته د کندهار ولايت د ژړۍ په ولسوالي کي د ګډو ځواکونو د عملياتو پرمهال څلور تنه وسله وال وژل سوي او درې نور ژوبل سوي دي.
عمليات تېره شپه د ژړۍ ولسوالۍ د پاشمول په کلي کي د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ سوي دي چي پکښي د وسله والو يو ځايي قومندان ملا شمس الله او د هغه درې ملګري وژل سوي او درې نور ژوبل دي.
په دې عملياتو کي د وسلو يوه زېرمه هم د ګډو ځواکونو لخوا کشف او له منځه وړل سوې ده.
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي .