کور / تازه خبرونه / ٢ وزيرانو مليونونه ډالر اختلاس كړي

٢ وزيرانو مليونونه ډالر اختلاس كړي

د افغانستان د فساد ضد مبارزې مشر عزيز الله لودين وايي چې په اوسنۍ كابينه كې دوو وزيرانو له ملي شتمنۍ څخه په مليونو ډالره اختلاص کړى دى.
نوموړي رويټرز خبري اژانس ته ويلي، د افغان دولت پخوانيو وزيرانو هم په مليونونو ډالر اختلاس كړي دي:(په اوسنۍ كابينه كې هم دوه درې وزيران شته چې په مليونو ډالره اختلاس يې كړى دى. دوسيې يې څارنوالۍ ته لېږل شوې دي او لويه څارنوالي به پرېكړه كوي چې دا دوسيې تعقيبوي او كه نه.)
د ولسي جرګې پخوانى غړى او سياسي كارپوه داود سلطانزوى وايي، د فساد ضد اداره يوازې په څرګندونو خپل مسووليت نه شي ادا كولاى بلكې ورته په كار دي چې په اداري فساد كې ككړو كسانو پرضد عملي ګامونه پورته كړي:( په دې خو ټول ملت پوهيږي چې په اختلاس او فساد كې څوك لاس لري، خو د فساد ضد ادارو دنده دا ده چې پرضد يې اقدام وكړي او خلکو ته يې ور وپېژني.)
نوموړي د هيواد اوسني اقتصادي وضعيت ته په اشارې سره وويل، كه د اختلاس كوونكو كسانو پرضد ګامونه پورته نه شي، په ګوته شمېر كسان به نور هم بډايه كيږي او افغان ولس به خواريږي.
د سياسي چارو بل كارپوه خليل رومان وايي، په افغان دولت كې له لوړ پوړ نه نيولې تر ټيټ پوړ پورې فساد شته او چارواكي په اختلاس كې لاس لري.
خليل رومان زياتوي، افغان دولت ته په كار دي اختلاس كوونكي چارواكي محاكمه كړي او كه داسې نه كوي نو له افغانستان سره به د نړيوالو مرستې نورې هم كمولاى شي:( افغان دولت په امنيتي او پوځي برخه كې لاسته رواړنې نه لري او نړيوال لويه هيله دا لري چې په دولت كې اداري فساد كم شي، اوس كه د اختلاس ضد اقدام نه كيږي، ممكن نړيواله ټولنه له افغان دولت سره خپلې مرستې نورې هم كمې كړي.)
د نوموړي په وينا پخوا هم په اداري فساد كې چارواكي ښكېل بلل شوي او مسوولو ادارو يې پرضد ګام نه دى پورته كړى، خو كه اوس هم د پخوا په څېر كوي دا په دې معنا ده چې خپلې دندې نه پېژني.
د يو زیات شمېر شنونکو په اند له دولت نه د خلکو د لريوالي او د ناامنيو د زیاتیدو يو لوی علت همدا اداري فساد دی چې دولت يې پر وړاندې د ټينګې مبارزې اراده نه لري