کور / تازه خبرونه / کندهار : د ٣٩ دولتي بستونو له پاره ازموينه واخستل سوه

کندهار : د ٣٩ دولتي بستونو له پاره ازموينه واخستل سوه

په کندهار کي د حکومتدارۍ د پياوړتيا او کار و اهل کار ته د سپارلو په موخه د ٧ دولتي ادارو د ٣٩ خالي بستونو لپاره له نوماندانو څخه ازموينه واخستل سوه.
دولايت مقام په مطبوعاتي خبرپاڼه کي راغلي دي چي د يادو ٣٩ بستونو له ډلي ٢٦ يې د شهيدانو، معلولينو او کار و ټولنيزو چارو رياست، ٥ يې د معدن او صنايعو امريت، دوه دوه يې د نفوسو د ثبت او احوالو، د اقتصاد رياست او د امنيه قومندانۍ لپاره او يو-يو بست د راډيو ټلوېزون امريت او مخابراتو رياست لپاره وه چي له کانديدانو يې ازموينه واخستل سوه.
له دې کسانو څخه د ټاکلي کمېټې د غړو لخوا د کندهار په ولايت مقام او د شهيدانو، معلولينو او کار و ټولنيزو چارو په رياست کي ازموينه اخستل سوه.
له ننۍ ازمويني برياليو وتونکو کسانو ته به په پورته يادو سوو دولتي ادارو کي تر وظيفو ورکولو وروسته د تنخواګانو د نوي سستم سره سم لوړ معاشونه ورکول سي.
ددې کسانو د مقررۍ سره به سم په کندهار کي حکومتداري نوره هم پياوړي سي او خلکو ته به د خدمت کولو لپاره د دولت وړتيا نوره هم مخ پر وده سي.