کور / تازه خبرونه / واشنګټن پاكستان ته دوې لاري وټاكلې

واشنګټن پاكستان ته دوې لاري وټاكلې

د پاكستان پخوانى ولسمشر او د پوځ لوى درستيز پروېز مشرف وايي، پاكستان او امريكا په يوازې سر وسله والو ته ماتې نه شي وركولاى او كه امريكايي پوځيان پر قبايلي سيمه يرغل وكړي، ځان به د سريښو ډنډ ته واچوي.
نوموړي وړمه ورځ د امريكا متحده ايالتونو په اركېنساس كې يوې غونډې ته په وينا كې زياته كړه، د پاكستان پوځ د حقاني شبكې پرضد ډېر څه نه دي كړي، همدا وجه ده چې د اسلام اباد او واشنګټن اړيكي په خورا بد حالت كې دي او يو مخ له بې باورۍ ډكې دي.
د هغه دا خبرې په داسې حال كې وې چې د امريكا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيره هېلري كلېنټن، د دغه هيواد څارګرې ادارې مشر ډيويډ پټريوس او د پوځ لوى درستيز مارټن اي ډيمپسي له افغانستان وروسته پاكستان ته لاړل او د اسلام اباد چارواكو ته يې خبردارى وركړ چې د ترهګرۍ ضد جګړه كې دې له دوه مخې لوبې لاس واخلي. د دوی په وينا، د وسله والو پرضد مبارزه كې د اوونيو او مياشتو پر ځاى ورځو ته وخت راغلى او پاکستان بايد ژر ګام پورته كړي.
نيويارك ټايمز ته يوه امريكايي چارواكي ويلي، د مېرمن كلېنټن په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د پاكستان چارواكي په دې هم وپوهول كه اړتيا راپېښه شي واشنګټن به د هغو وسله والو او توندلارو ډلو پرضد يولوريز عملیات وكړي چې د دغه هيواد تر كنټرول لاندې سيمه د امريكايي او ناټو پوځيانو د وژلو لپاره كاروي:( امريكايي پلاوي پر پاكستان فشار واچاوه چې خپله لار معلومه كړي او هغه دا چې د ترهګرو ملاتړ كوي او كه پرضد يې عمليات كوي.)
نيويارك ټايمز ليكي، امريكايي پلاوي د صدراعظم يوسف رضا ګيلاني په استوګنځي كې پاكستاني چارواكو ته وويل، كه د حقاني شبكې پرضد عمليات نه كوئ، واشګنټن اړ دى چې پخپله دا كار وكړي.
د مېرمن كلېنټن په مشرۍ امريكايي پلاوي وړمه ورځ د پاكستان له صدراعظم يوسف رضا ګيلاني، د پوځ لوى درستيز اشفاق كياني او د څارګرې ادارې د مشر شجاع پاشا او نور چارواكو سره وليدل، خو هندي رسنۍ وايي چې په دغو خبرو كې دواړو لورو لږ پرمختګ درلود او د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير اېس اېم كرشنا د ټايمز اف انډيا ورځپاڼې ته ويلي، واشنګټن او اسلام اباد بايد د ترهګرۍ ضد روانه كشاله كې خپلمنځي اختلافونه هوار كړي او په دې ډول د هغو ناوړه پېښو مخنيوى وكړي چې نورو هيوادونو ته يې نتيجه ورانوونكې ده.
هغه زياتوي، واشنګټن او اسلام اباد د خپلمنځي ستونزو په هوارولو د سيمې له پرمختګ سره مرسته كولاى شي