د تخار ولايت امنيتي چارواکي خبر ورکوي چي د دې ولايت په روستاق ولسوالۍ کي يې يو ډليز قبر موندلى چي د چارواکو په وينا شاوخوا ١٥٠ کاله زوړ معلومېږي .
د دې ولسوالۍ ولسوال حاجي معلم حسين رسنيو ته ويلي چي تر اوسه يې د ياد قبر څخه ٢٠ مړي راکښلي او نور کار هم ورباندي روان دئ چي کېداى سي نور مړي ورڅخه راوکښل سي .