کور / علمي / ښوونه او روزنه

ښوونه او روزنه

د ښووني او روزني ځیني تعریفونه :
په پیل کي غواړو چې د بیلابیلو پوهانو له نظره د ښووني او روزني په اړه ځیني تعریفونه ستاسو درانه حضورته وړاندي کړو او وروسته به د ښووني او روزني د موخو په اړه معلومات وړاندي شي .
• محمدباقر هوشیار : ښوونه او روزنه د کړنو او رفتارونو منظمه مجموعه ده ، یا په بل ډول : ښوونه او روزنه د دوو سیالو قطبونو ( ښوونکی او زده کوونکی )تر منځ فعل او انفعال دی چې هدف ، او پروګرام ته اړتیا لري .
• جان ډیوي :  ښوونه او روزنه د تجربي بیا سازمانول یا بیا جوړول دي ، ددې لپاره چې د تجربې مانا پراختیا پیدا کړي او د راتلوونکو تجربو د لارښووني او کنټرول لپاره له شخص سره ښه مرسته وکړي .
• ژان ژاک روسو : ښوونه او روزنه داسي فن یا هنر دی چې د زده کوونکي د استعدادونو او طبیعي قوو د لارښووني په صورت کي ، د طبیعي ودي د قوانینو په مراعات کولو سره او په خپله د هغه په همکاري سره د ژوند کولو لپاره ترسره کیږي .
• امیر حسین آریانپور : ښوونه او روزنه عبارت ده له : د انساني قصدي تجربو د لوري او جریان لارښوونه .
په قرانکریم کي د ښووني او روزني او د علم د خپرولو په اړه ډیر آیاتونه شتون لري چې هغه ټول په دې
ځای کي نه شو ځایولای خو د روښانه نموني په ډول به یې دلته څو را نقل کړو.
1ـ اللهُ الَّذى خَلَقَ سَبْعَ سَماوات وَ مِنَ الاَرْضِ مِثْلُهُنَّ یَتَنَزِّلُ الأَمْرُ بَیْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا اَنَّ اللهَ عَلى کُلِّ شَىء قَدیرٌ وَاَنَّ قَدْ اَحاطَ بِکُلِّ شَىء عِلْماً.
ژباړه : الله (ج) هغه ذات دی چې اووه آسمانونه او ځمکي یې پیدا کړل ، د الله (ج) فرمان او تدبیر په پرلپسې ډول په هغو کي راښکته کیږي تر څو پوه شي الله (ج) په ټولو څیزونو او د الله (ج) علم او پوهه پر ټولو شیانو باندي احاطه لري.
2ـ کَما اَرْسَلْنا فیکُمْ رَسُولا مِنْکُمْ یَتْلُو عَلَیْکُمْ آیاتِنا وَ یُزَکّیکُمْ وَ یُعَلِّمُکُمْ الْکِتابَ و الْحِکْمَةَ وَ یُعَلِّمُکُمْ مالَمْ تَکُونُوا تَعْلَمُونَ.
ژباړه :هماغه ډول لکه چې ستاسو د لارښووني لپاره مي له تاسو څخه ستاسو لپاره پیغمبر راولیږه ، تر څو زما آیاتونه تاسو ته ولولي ، او تاسو پاک کړي او تاسو ته حکمت او پوهه در زده کړي او په هغه څه چې پوهیده تاسو ته یې درزدکړي .
3ـ رَبَّنا وَابْعَثْ فیهِمْ رَسُولا مِنْهُمْ یَتْلُوا عَلَیْهِمْ آیاتِکَ وَ یُعَلِّمُهُمُ الْکِتابَ وَالْحِکْمَةَ وَ یُزَکّیهِمْ اِنَّکَ اَنْتَ العَزیزُ الْحَکیمُ.
ژباړه : اې پروردګاره ! دهغوي په منځ کي له هغوي څخه پیغمبر ورولیږه ، تر څو ستا آیاتونه ورته ولولي او هغوی ته کتاب او حکمت ورزده کړي او هغوی پاک کړي ځکه توانا او حکمت والا یې او په دې کار باندي قادر یې .
4ـ وَ ما اَرْسَلْنا مِنْ قَبلِکَ اِلاّ رِجالا نُوحى اِلَیْهِمْ فَاسْئَلُوا اَهْلَ الذِّکْرِ اِنْ کُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ.
ژباړه : او له تا څخه وړاندي مي نور څوک نه دې لیږلي پرته له هغو کسانو چې وحي مي ورته کوله ، که چیرته نه پوهیږي له پوهو کسانو پوښتنه وکړه .
 د ښووني او روزني په اړه په قرانکریم کي له لسو آیاتونو څخه مو دا آیاتونه ټاکلي چې غواړو  په هغو باندي یو اجمالي نظر وړاندي کړو:
لومړنی آیات نړۍ د یوه پوهنتون په څیر معرفي کوي چې ټول مخلوقات یې د انسانانو د ډ‌یری پوهي او علم لپاره پيدا شوي دي ، او هدف یې داده چې ددې پیښو د اسرار په اړه فکر وکړي او د الله (ج) له علم او قدر سره بلد شي ، په بل تعبیر سره : « د ټولي نړۍ له پیدا کیدو څخه هدف علم او پوهه ده » ؛ او فرمایې : الله (ج) هغه ذات دی چې اووه آسمانونه او ځمکي یې پیدا کړل ، د الله (ج) فرمان او تدبیر په پرلپسې ډول په هغو کي راښکته کیږي تر څو پوه شي الله (ج) په ټولو څیزونو او د الله (ج) علم او پوهه پر ټولو شیانو باندي احاطه لري.
دا په حقیقت کي ډیر په زړه پوري ټکی دی چې هم د آسمانونو او ځمکي پیدایښت او هم د هغوی دائمي تدبیر د بشر د ځیرکتیا د حس د تحریک لپاره یوه وسیله ده تر څو د نړۍ د اسرارو په اړه ډیر فکر وکړي، او په پایله کي د الله (ج) له علم او  قدرت څخه ځان خبر کړي ، نو دا ټول د انساني نفوسو د روزني لپاره یوه سریزه ده او ( قرب الی الله) ، او همدارنګه له دې څخه ځان خبرول چې د شریعت احکام د خلقت د احکامو په څیر دي نو معلومه شوه چې د نړۍ پیدایښت د علم لپاره دی .
دوهم آیات د اسلام د پیغمبر (ص) د بعثت په اړه بخث کوي او هغه د الهی آیاتونو تر سیوري لاندي ښوونه او روزنه ګڼي او فرمایې : هماغه ډول لکه چې ستاسو د لارښووني لپاره مي له تاسو څخه ستاسو لپاره پیغمبر راولیږه ، تر څو زما آیاتونه تاسو ته ولولي ، او تاسو پاک کړي او تاسو ته حکمت او پوهه در زده کړي او په هغه څه چې پوهیده تاسو ته یې درزدکړي .
په دې ځای کي د پیغمبر (ص)د بعثت د هدف په توګه یواځي د کتاب په ښوودلو او حکمت باندي تکیه نه ده شوي ، بلکه د هغو امورو په ښوودلو چې د وحي له لاري لیږل ممکن نه وو هم اشاره شوي ده ، دې برخي ته یې دقت وکړئ : « یُعَلِّمُکُمْ مالَم تَکُونُوا تَعْلَمونَ » .
په همدې ترتیب هم د نړۍ له پیدایښت څخه هدف د علم او پوهي پرمختګ دی او هم د پیغمبر (ص) د بعثت هدف د علم او پوهي پراختیا او د نفوس روزنه ده .
له دریم آیات څخه په ښه ډول سړی پوهیدای شي دا ستر او لوړ هدف یاني د ښووني او روزني حکمت د ابراهیم خلیل (ع) په دعا کي چې دې امت ته یې کړي راغلي دي :  له هغه ځایه چې له الله (ج) غوښتنه کوي او وایې : « اې پروردګاره ! دهغوي په منځ کي له هغوي څخه پیغمبر ورولیږه ، تر څو ستا آیاتونه ورته ولولي او هغوی ته کتاب او حکمت ورزده کړي او هغوی پاک کړي ځکه توانا او حکمت والا یې او په دې کار باندي قادر یې .
او دا داښکاره کوي چې همدا دوه هدفونه ( ښوونه او روزنه ) د مخکنیو امتونو په منځ کي هم له پیژندل شویو هدفونو څخه وو. د پاملرني وړ دا ده چې په دې آیاتونو او ځینو نورو آیاتونو کي چې په دې اړه راغلي دي هم د کتاب د ښوودلو او تزکیې په اړه خبري شوي او د حکمت د ښوودني په اړه ، دا چې په دې ځای کې د حکمت منظور څه شئ ده ؟ بېلابېل تفسیرونه ذکر شوي دي :
لومړی منظور دا چې له دیني معارفو او د دین له احکامو سره بلدتیا ده ، او دوهم دا چې د رسول الله (ص) سنت دي ځکه چې د الله (ج) د کتاب په څنګ کي ذکر شوي دي ، ځینو بیا ویلي چې له دې څخه مقصد هغه علامې او نښې دي چې حق له باطل څخه بېلوي ، او کله کله هم ویل شوي چې حکمت له هغو آیاتونو سره ورته والی لري چې پیغمبر(ص) په ځانګړي ډول ښوودلي دي . خو د حکمت معنوي ریښې ته په پاملرني سره له ناپوهي او خطاء څخه د خلاصون اوپه موضوع کي د هر شي په مناسب ځای ایښوودل له حکمت څخه عبارت دي . داسي ښکاري چې دلته له حکمت څخه مقصد د احکامو له اسرارو ، پایلو او لاملونو او همدارنګه د نړۍ ، انسان ، د هغه د راتلوونکي او د هغه د کار د اسرارو په اړه ځان خبرول دي.
په څلورم آیات کي کلي قاعدې ته چې د ښووني او روزني دمسألي اساس دی اشاره شوې ده او فرمایې چې له پوهانو څخه پوښتنه وکړئ که چیرته نه پوهیږئ : « فَاسْئَلُوا اَهْلَ الذِّکْرِ اِنْ کُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ » .
دا آیات که څه هم د پخوانیو انبیاؤ په اړه نازل شوی دی چې هغوی د بشر له جنسه وو او په ښکاره یې له نورو انسانانو سره توپیر نه درلوده خو پوهیږو چې دا مورد د آیات پراخ مفهوم نه محدودوي او پر عمومیت باندي حکم باقي پاتي دی .
ناپوهان یې باید له پوهانو څخه زده کړي ، ځکه علوم او پوهه په حقیقت کي دهغه فکر ، اندیښې او تجربې محصول ده چې پخوانیو کسب کړي او د راتلوونکي لپاره یې په کار اچولي ، هغوی هم پر هغه ورزیات کړي او راتلوونکو نسلونو ته یې لیږدولي دي . په دې ترتیب د بشرعلم او پوهه ورځ تر بلي د تکامل په حال کي ده او په همدې دلیل د ښووني او روزني مسأله په مادې او معنوي اړخ کي د بشر د ټولنیز پرمختګ او ترقي اصلي ستنيې ده.
په دې ځای کي یوه جمله له غزالي څخه رانقل شوي چې مطلب نور هم روښانه کوي؛ یو چا له هغه څخه وپوښتل : دا علمي احاطه چې پر اسلامي اصولو لرې له کومه ځایه دي پیدا کړي ؟ هغه پورتنی آیات تلاوت کړ : « فَاسْئَلُوا اَهْلَ الذِّکْرِ اِنْ کُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ »: یاني کلي علم له علماؤ او پوهانو څخه د پوښتنې کولو او زده کړي له لاري حاصلیږي .
د اسلامي ښوونې او روزني اصول او اساسات :
د اسلامي ښووني او روزني موضوع انسان دی ، د هغو اصولو او اساساتو د کشفولو لپاره چې انساني ښوونه او روزنه په ولاړه ده باید د انسان پیدایښت او د هغه ځانګړتیاوي وګوړو. له ځانګړتیاوو څخه یې اساس او اصل را استخراجوو ؛ په دې مقاله کي څو مهم اساسات چې د استاد شهید مطهري له اندیښې څخه را اخیستل شوي دي – مطرح کوو چې عبارت دي له : 
1- د نفس عزت او ځان ته راګرځیدل :
« نفس » او « ځان » چې په دې ځای کې مطرح شوي هماغه د الهی روح نسخه ده چې د بې روح انسان په کالب کي ځای شوي او دا نسخه که چیرته د انسان د پام وړ ونه ګرځي نو د وجود په غوښتنو او میلونو په دایره کي به بې خاصیته شي . ددې دوو نه بیلول « نفس او ځان » په ښوونه او روزنه کي د ډیرو انحرافاتو لامل کیږي :
الف ) وجود ( تن )  ،                        ب) روح


2 – په ښوونه باندي د تزکيې وړاندي والی :
یو ککړ لوښی نور لوښي ککړوي ، انسان هم که چیرته داخلي پاکي ونه لري نو د علم نورانیت به له منځه یوسي او علم ورته لوی حجاب ( حجاب اکبر ) کیږي
قرانکریم هم ددې مهم اصل په اړه ( یاني د کتاب له ښوودلو څخه وړاندي باید تزکیه وشي ) آیاتونه لري:
هُوَ الذي بَعَثَ فِي الاُمييّن رَسوُلاً مِنْهُمْ قيلوا عَلَيْهِم آياته و يُزَكّيهم و يعلمهم الكتاب و الحكمه … ژباړه : او هغه داسي رب دی چې د بیسوادانو په منځ کي له دوی څخه رسول را پیدا کړ تر څو ورته د الله (ج) آیاتونه تلاوت کړي ، پاک یې کړي او هغوی ته کتاب او حکمت ور زده کړي .
حضرت امام رضوان الله عليه فرمايي :  « تر هغه وخته چې تزکیه نه وي د کتاب او حکمت ښوودل ممکن نه دي نو باید چې له ټولو ککړتیاوو څخه نفسونه پاک شي او تر ټولو ستره ککړتیا د انسان د نفس او نفسانیه هواوو له ککړتیا څخه عبارت ده.
ځان ته میلان او ځان ښوونه د انسان د انحراف او ککړتیا ( آلودګي ) اصلي لامل دی ، ابلیس هم له همدي ځایه منحرف شو : قال ما مَنَعَكَ الّا تسجد اِذْ اَمَرتك قال اَنا خيرٌ مِنه . الله (ج) له شیطان څخه وپوښتل څه شئ ستا خنډ یا مانع شوو چې زما له امر څخه دي ادم ته له سجدې کولو څخه سرغړونه وکړه؟
شیطان وویل : زه له هغه څخه غوره یم ، د ټولو انحرافاتو « زه غوره یم » سرچینه ده او غوره تزکیه له منیّت څخه د وجود پاکول دي تر څو د هغه په وجود کي د الله (ج) کتاب او د الله (ج) کلام ځای ونیسي.
3- د استعدادونو همغږې وده :
که چیرته د بدن تعادل د بدن د غړیو په همغږې وده کي وي نو که چیرته د بدن په یوه غړي کي وزن نابرابر شي نو د بدن ټوله ښکلا له منځه وړي ، د روح تعادل په لومړنۍ طریقه سره د استعدادونو همغږي ودي ته اړتیا لري . کامل انسان هغه دی چې هم یې په ډګر کي جهاد کامل وي ، هم د کورنۍ ، ماشومانو، د یتیمانو په روزلو ، عبادت او سیاست کي مهربانه وي ، او هم له دوستانو سره مهربانه وي او هم په کورنۍ کي له خپلي میرمني او د کور په نورو داخلي کارونو کي مهربانه وي . انسان که چیرته کامل نه وي خو کولای شي چې یو متعادل او نمونه انسان شي او دې ته اجازه ورنکړي چې د روح او روان قامت یې له حد څخه زیات استعداد سره نابرابر شي .
4 – په مختلفو سنینو کي د روزنې توپير ته پاملرنه :
د ښووني او روزني له اصولو څخه یو اصل په روزنه کي د مکان او زمان دخالت دی .د  سني او ټولینز وضیعت له نظره بیلابیل موقیعتونه ددې وضیعتونو ځانګړی ظرفیت غواړي ، مختلف سني دورانونه د ښوونې او روزني په منلو کي پوره دخالت لري . د انسان د اسلامي ښووني او روزني غوره دوران له شپږ کلني څخه پیل کیږي او تر ځواني پورې دوام کوي . همدارنګه د ښځي او نارینه توپیر ، مجرد او متاهل ، شغلي او طبقاتي موقیعتونه او محیطونه باید په روزلو کي مراعات کړل شي . 
دا خبره چې ویل شوي په ماشومتوب کي علم دهغې نقشې په څير ده چې پر ډبره باندي وهل شوې وي نو دا یو حدیث او مسلم واقعیت دی . له حضرت علي (رض) څخه رانقل شوي چې فرمایلي یې دي : مَنْ لَم يجهد في صخره لم ينبل في كبره ؛ ژباړه : چا چې په ماشومتوب کي هڅه نه وي کړې په لویوالي کي شخصیت نه شي پیدا کولای.همدارنګه فرمایلي یې دي : من سئل في صخره اجاب في كبره ؛ ژباړه : هر څه چې په ماشومتوب کي ترینه وپوښتي په لویوالي کي ورته ځواب ورکوي . او همدارنګه فرمایلي یې دي : مَنْ لم يتعلم في الصّغَر لم يتقدم في الكبر؛ ژباړه : څوک چې په ماشومتوب کي زده کړه ونه کړي نو په لویوالي کي په نورو باندي وړاندي والی نه شي کولای .
د اسلام له نظره د ښووني او روزني هدفونه :
غواړو په دې برخه کي د روزني اهداف ، د روزني اړخونه ، روزني وسایل ، د  روزني خنډونه او ځیني نور مسایل بیان کړو ، لنډه دا په دې اړه خبري کوو چې د روزنې هدفونه څه شئ دي؟ روزنه د غوره ژوند ، سوکالي ، آرامتیا ، د نظم تأمین ، پروګرام او داسي نورو لپاره دی خو یواځي اویواځي دا نه دي ، انسان هم مادي او هم معنوي موجود دی نو په روزنه کي مو دا ډول یو څه ولیکل :


1 – په روزنه کي مادي او بدني هدفونه .
2 – په روزنه کي ټولنیز او سیاسي هدفونه .
3 – مادي او جسمي اړتیاوو ته د اسلام پاملرنه .
4 – په روزنه کي د نیّت رول ( نقش ).
5 –  په مادي اهدافو کي له باطل څخه لري والی.
6 – د رشد او کمال لپاره دوامداره هڅه او همت کول.
د اسلام له نظره د ښووني او زوزني موخي :
د انسان پیژندني اسلامي اصولو ته په پاملرني سره لكه : الهي فطرت ، کولای شو د ښوونې او روزني موخي په دریو طبقو وویشو چې لومړی یې وروستني هدفونه ، دوهم یې منځني یا متوسط هدفونه او دریم یې جزئي یا او رفتاري هدفونه دي .
البته ددې طبقو شتون په دې مانا ده چې وروستنی هدف مطلوب ټکی دی او هغه ته د لاسرسي لپاره باید له منځنیو هدفونه څخه تیر شو. لومړی به وروستني ( غایې ) هدفونه او له هغه وروسته به منځني هدفونه وڅیړو.
۱ – وروستني یا نهایې هدفونه :
د اسلام له نظره د ښووني او روزني وروستني یا نهایې هدفونه دادي چې شخص خپل وروستني کمال ته چې هغه هم الله (ج) ته نژدیوالی دی ورسیږي ، یا په بل ډول : نهایې هدف هغه ذات ته نژدې کیدل دي چې د کمال او جمال د ټولو صفتونو درلودونکی دی . بي نهایته ، پوره او مطلق حقیقت کي چې وړ ده د انسانانو د ژوند په متن کي حضور پیدا کړي او د هغوی ټول فعالیتونه د هغه په لوري وروګرځي او د ټولو فعلونو محور یې باید جوړ شي . په اسلامي ښوونه او روزنه کي د شخص حرکت او هدایت د لوړ خیر ، وروستني مقصد او په صراط مستقیم باندي د حق بنده ګي آسانه کیږي ، تر څو شخص د ایمان په پایله کي په حق سره نصیحت او په صبر سره نصیحت او همدارنګه نیک او صالح عمل ترسره کړي . د قرانکریم له آیاتونو څخه په روښانه ډول معلومیږي چې د شخص د حرکت مرجع او وروستنی ټکی د الله (ج) په لوري دی ؛ دا دی ځیني هغه آیاتونه چې په دې حقیقت باندي دلالت کوي بیانوو :
1-و الي الله ترجع الامور (بقره / 210) ؛ ژباړه : ټول امور د الله (ج) په لوري بیرته ورګرځي.
2-ان الي ربک الرجعي (علق / 8) ؛ ژباړه : حقیقتاً بیرته ګرځیدل د الله (ج) په لوري دي .
3-و ان الي ربک المنتهي (نجم / 42) ؛ ژباړه : د خلکو کارونه د الله (ج) په لوري منتهي کیږي ( چې د عارفانو د مالونو او د اړو کسانو د اړتیا منتهي دی ) .
4-و اليه يرجع الأمر کله (هود / 123) ؛ ژباړه : او د ټول عالم کارونه بیرته د الله (ج) لوري ته روګرځي .
د نهايي یا وروستني هدف ځانګړتیاوي :
د اسلام له نظره د ښووني او روزني د وروستني یا نهايي هدف ځانګړتیاوي چې هغه ته یې ځانګړي ماهیت ورکړی عبارت دي له :
۱ – له فطرت او د انسان له وجودي جوړښت سره برابریدل ( سازګاري ) : د ښووني او روزني په اهدافو کي یو له اړینو اصولو څخه د انسان له الهي فطرت سره برابریدل دي . په اسلامي ښوونه او روزنه کي نهايي هدف د شخص له وجودي جوړښت او فطرت سره همغږی دی .
۲ – د ټولو انساني ارزښتونو په نسبت جامعیت او ګډون ( شمول) : په اسلامي ښوونه او روزنه کي نهايي هدف د ټولو الهي او انساني ارزښتونو چې د انسان د ژوند د لاري یا مسیر ټاکوونکي دي – لري .
۳ – هغوهدفونو ته د لاسرسي ممکن کیدل : شخص په هغه صورت کي د کړنو لپاره راپارول کیږي چې د امکان پایلي ته یې لاسرسی ولري . د یوې کړني ترسره کول په داسي حال کي چې پایلي ته یې لاسرسی درلودل ممکن نه وي د شخص مینه ، علاقه ، شوق او انګیزه  د هغي کړني له ترسره کولو څخه کموي .نو د روزني هرې یوې موخي ته لاسرسی د ښووني او روزني د پروګرام د دوام ضمانت کوي .
2 – منځني یا متوسط هدفونه :
له منځنیو ، واسط اي یا زمینه جوړونکو هدفونو څخه مقصد هغه هدفونه دي چې نسبت نهايي هدفونو ته له کمي پراختیا او کمي محدودې څخه برخمن دي او د نهايي او جزئي یا رفتاري هدفونو په منځ کي وسطي حد دی. ځینو معاصرو څیړونکو منځني یا زمینه جوړونکي روزنیزهدفونه په څلورو ګيډیو ویشلي دي :
الف) هغه روزنیز هدفونه چې په هغو کي د روزنیزو فعالیتونو او پاملرني محور الله (ج) وي.
ب) هغه روزنیز هدفونه چې په هغو کي د روزنیزو فعالیتونو او پاملرني محور په خپله انسان وي.
ج) هغه روزنیز هدفونه چې په هغو کي د روزنیزو فعالیتونو او پاملرني محور نور خلک وي.
د) هغه روزنیز هدفونه چې په هغو کي د روزنیزو فعالیتونو او پاملرني محور طبیعت وي.
البته هر یو له دې منځنیو هدفونو څخه په خپل وار په نورو منځنیو یا واسط ای هدفونو بدلیږي چې هغه هم په یوه نه یوه ډول له کلیت او شمول څخه برخمن دي .
1 – له الله (ج) سره په اړیکه کي کیدل :
له الله (ج) سره په اړیکه د شخص په ښوونه او روزنه کي روزنیز هدفونه د پیدایښت له مبدأ څخه د شخص د نظري او عملي ارتباط د ډول بیانوونکي دي. په دې صورت کي باید ښوونه او روزنه د الله (ج) په پيژندلو او پر هغه باندي ایمان ، د پوره او بریالي دین په توګه د اسلام منل او د قرانکریم منل د انسان د لارښووني د یوه پوره او کامل کتاب په توګه او د همدي معرفت او ایمان پر بنسټ په هغو باندي په عمل کولو باندي ولاړ دي . باوري دین د الله (ج) په شناخت او پیژندلو سره پیل کیږي : ( اول الدین معرفته )؛ او د الله (ج) پیژندل له خورا لوړو شناختونو او پيژندګلویو څخه دی : ( معرفة الله سبحانه اعلی المعارف).
امام صادق (رح) د حدیث اړوند ویلي دي : که چیرته خلکو د الله (ج) شناخت کولای نور به یې د الله (ج) د دښمنانو په لاسونو د نړۍ په ښکلاګانو باندي سترګي نه ګنډلې او د نړۍ د ژوند له غوټیو سره به يې ( چې ژر مړاوي کیږي او له منځه ځي ) زړونه نه تړل او له دنیا څخه به په ډیر کم څه قانع کیدل او د الله (ج) له معرفت څخه به یې خوند اخیسته.
انسان په معرفت سره کولای شي خپله ژبه کنټرول کړي ، د ګیډي او شهوت په  لومو کي راګیر نه شي، په روژه او عبادت سره د نفس عفت او صیانت وکړي . په لاندنيو روایتونو کي له رسول الله (ج) څخه لولو چې : من عرف الله و عظمه منع فاه من الکلام و بطنه من الطعام ، و عفي نفسه بالصيام و القيام.
هر څوک چې الله (ج) وپيژني او لوي یې وګڼې نو خوله به له خبرو خلاصه ولري او ګیډه به له خوړو ، او په روژه او لمانځه سره به د خپل نفس صیانت وکړي .
( لو عرفتم الله حق معرفته لزالت بدعائکم الجبال )؛ که چیرته مو الله (ج) په هغه ډول چې وړ یې دی پيژندلای نو ستاسو په دعاګانو سره به غرونه پريکیدل.
( عرفتم الله حق معرفته لمشيتم علي البحور ، و لزالت بدعائکم الجبال )؛ که چیرته مو الله (ج) هغه ډول چې د هغه د معرفت وړ ده پیژندلای نو په دریابونو به لاري پیدا کولې او ستاسو په دعاګانو سره به غرونه پریکیدل . نو پر همدي بنسټ د اسلامي ښووني او روزني له منځنیو هدفونو څخه یو هم د الله (ج) معرفت دی . که چیرته زموږ د ښووني او روزني نظام د ښووني او روزنیزو په اړوندو کسانو کي د الله (ج) پیژندني او معرفت مثبت تحول رامنځته نه کړي نو له واسط ای خورا کلیدي هدفونه څخه به برخي او بې نصیبه وي.
انسان د خداجويي او خداګرايي په فطرت سره زیږول شوی او د خداجويي حس او پوښتنه په انسان کي د خورا مهمو پيژندل شوی حسونوڅخه ده ، یاني هر انسان فطرتاً د الله (ج) په لوري میل لري ، دهغه پلټوونکی او د هغه د په لوري په لټه کي دی، کله چې په قرانکریم کي لولو : (يا أيها الانسان انک کادح الي ربک کدحا فملاقيه (انشقاق/ 6))؛ اې انسانه ! په حقیقي ډول چې ته د خپل پروردګار په لوري په سختي سره په لټه کي یې او کیدای شي له هغه سره به ملاقات وکړې، او الله (ج) د هغه شخص ورک شوی څه دی چې ناخبره شخص ددې ورک څه په لټه او پلټولو کي دي. امام صادق وایي : له الله (ج) مینه او انس د شخص د آرامښت یواځنی لامل دی او هیڅ شئ هم د هغه ځای ناستی نه شي کیدلای لکه چې په قرانکریم کي لولو :  الا بذکر الله تطمئن القلوب (رعد / 28).
2 – له خپل ځان سره په اړیکه کي کیدل :
په دې برخه کي باید د شخص د نفس کتاب تر مطالعي لاندي ونیول شي او د نفس بیلابیل اړخونه باید وپيژندل شي. دا پیژندنه یا شناخت د الله (ج) د معرفت کیلي ده، شخص باید باور وکړي چې کولای شي له د الله (ج) په عبودیت ، اخلاص او قرب کي له فریښتو څخه لوړ تللای شي او هغه مقام ته ځان رسولای شي چې له الله (ج) څخه پرته بل څوک یې نه ویني .انسان د ځمکي پر مخ د الله (ج) خلیفه ، د فريښتو مسجود او له ابلیس سره حسد کوونکی دی. که چیرته شخص په سمه توګه وروزل شي نو ژوند بیا بله مانا او مفهوم پیدا کوي ، روزنه د ژوند د وني بیخ دی چې میوه یې سوکالي او خپلواکي ده او ستنيي یې په مینه (( شول )) باندي ولاړي دي ، له افراط او تفریط څخه لریوالی چې روزنه روحاني لمر دی او سرچینه یې سبحاني علم دی.
ښوونه او روزنه باید خام احساسات او حیواني غرایز تعدیل او د انسان په ذهن باندي حاکم افکار او اندیښې صحیح کړي او واقیعتونه ، هیلي او د انسان لوړ ارزښتونه د روزني په وړ شخص باندي تلقین او ومني . که چیرته خام احساسات او حیواني غوښتني تعدیل نه شي او د انسان ذهني غلطۍ اصلاح نه شي نو د انسان لوړ ارزښتونه او هیلي به د منلو وړ نه شي . ښوونه او روزنه باید له قدرت څخه د ګټي اخیستلو څرنګوالی مشخص کړي او دا امر هغه وخت څیړل کیږي چې شخص هغه څه چې د خپل ځان لپاره نه خوښوي نو نورو ته یې هم باید خوښ نه کړي . بله دنده چې ښوونه او روزنه په دې برخه کي په غاړه لري دا ده چې انسانان باید له خپل ځان او خپلو وجداني غږونو سره په سوله کي کړي ، له هغو ارزښتناکو غږونو سره چې انسان په خپل ځان کي غلي کړي او عقل او انديښه یې د انحراف په لوري کش کړي ده او خپل لوړ انساني احساسات يې مختل او ګډوډ کړي دي .
3 – له بشري ټولني سره په اړیکه کي کیدل :
په دې مقام کي باید ښوونه او روزنه په شخص کي انساني عواطف وروزي ، له انساني عواطفو څخه مقصد دادی چې انسان د خپل ځان له حوزي څخه ووځي او نورو ته میل او علاقه پیدا کړي . غرایز شخص د ځان غوښتني او د نفس دحب په لوري لارښوونه کوي خو انساني عواطف شخص د خپل ځان له محور څخه د نورو په خوا او د نورو د غوښتني په لوري وړي او شخص د روحي لطافت وربخښي.ځیني اخلاقي ښوونځي ( مکاتب ) افراط ته میلان لري او د اخلاقي فعل معیار یې « د نورو غوښتنه » بللې ده ، خو اسلام چې د اعتدال قانون دی د انسان د جوړولو لپاره یې هم د شخص د نفس پاکوالي ته ده او هم یې ټولني ته پاملرنه کړي ده چې ډیری جوړونکي کړني ( سازنده اعمال ) ټولنیز اړخ لري . ددي لپاره چې د کمال پوړیو ته ورسیږو نو یواځي د عبادتونو او شخصي کړنو ترسره کول بسنه نه کوي بلکه ټولنیز کارونه هم په اسلامي پروګرام کي د انسان جوړوني یوه برخه ده. نو په دې برخه کي باید متربي ( زده کوونکی ) ټولینزو ارزښتونو ، قانون او د ټولنیزو محدودیتونو او مقرراتو ګټو ته واقف واوسي او په دې پوه شي چې اسلام د رهبانیت ( ویرولو) او ګوښه غوښتني قانون نه دی او د شخص ډیری فضایل او کمالات د ټولنیزو کړنو په ترسره کیدو کي لاسته راځي .
4- له طبیعت سره په اړیکه کي کیدل :
طبیعت یو د معرفت له سرچینو او د الهي روښانه او لارښوودو آیاتونو له ډلي څخه دی. د طبیعت د عالم او په هغه باندي د حاکمه قوانینو پيژندل ، د نړۍ په هدفمندکیدلو باندي ایمان او د دې علم پر بنسټ د وړ کړنو ترسره کول ، پر هغو باندي ایمان او سمه ګټه ترینه اخیستل د قرانکریم مؤکد دستور دی . قرانکریم هغه کسان چې په سطحي ډول د طبیعت عالم ته ګوري ترټي ، او هغه چې په دقت او ښه فکرکولو سره یې ګوري ستایي ، لکه چې د قرانکریم په دې آیات کي یي لولو: ( أفلا ينظرون الي الابل کيف خلقت و الي السماء کيف رفعت و الي الجبال کيف نصبت و الي الأرض کيف سطحت (غاشيه/ 17-20)؛ آیا اوښ ته نه ګورئ چې څه ډول جوړ شوی دی؟ او آسمان ته چې څه ډول لوړ کړل شوی دی؟ او غرونو ته چې څه ډول په پښو درول شوي دي؟ او ځمکي ته چې څه ډول غوړیدلې ده؟
(ان في خلق السموات و الأرض و اختلاف الليل و النهار لآيات لاولي الألباب – الذين يذکرون الله قياما و قعودا و علي جنوبهم و يتفکرون في خلق السموات و الأرض ربنا ما خلقت هذا باطلا سبحانک فقنا عذاب النار (آل عمران / 190- 191)؛ واقیعاً د آسمانو او ځمکي په جوړولو کي ، په یو او بل پسې د شپې او ورځي راتلل – د عاقلانو لپاره قانع کوونکې نښي دي .هغه چې په ټولو حالاتو ( ناسته ، ولاړه ، په څنګ غزیدلي ) کي الله (ج) یادوي او د آسمانونو او ځمکي د جوړښت په اړه فکر کوي چې : پرورګاره! دا هر څه دې چټي نه دي پیدا کړي ، ته پاک یې ! نو موږ د دوزخ له اور څخه په امن کي وساتې.