کور / تازه خبرونه / خوست : د عبدالباري جهاني په ياد غونډه جوړه سوه

خوست : د عبدالباري جهاني په ياد غونډه جوړه سوه

دغه مشاعره چې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي له نوښت او لګښت د جرګو کور کې جوړه شوي وه، د ماسپيښین په دریو بجو پيل او ترنیمي شپې پورې یې دوام وموند.
د اجنډا له مخې په پيل کې خوست والي عبدالجبارنعیمي او وتلي شاعر، لیکوال ، ادیب او څېړونکي ښاغلي عبدالباري جهاني لنډې خبرې وکړې .
خوست والي عبدالجبارنعیمي وویل ، دا ولایت په هره برخه کې لوړ روزل شوي کدرونه لري ، مدني او فرهنګي ټولنې، رسنۍ ټول په ګډه د خلکو د ذهنونو په روښانولو ګډکار کوي .
ده وویل اوس هم داسې ناوړه دودونه شتون لري، چې له امله یې په ټولنه کې نفاق او ناخوالې رامنځته کیږي .په کار ده، چې رسنۍ ، شاعران او لیکوالان یې په له منځه وړلو کې له خپل قلمي قوت څخه کار واخلي .
نوموړي په خپلو خبرو کې له شاعرانو او لیکوالو وغوښتل،چې د قلم پرمټ د سولې او یوالي په راوستو کې بې درېغه هلې ځلې وکړي او پرې نږدي، چې د هېواد دښمنان زموږ کدرونه او پرمختګ د بېلابېلو نومونو څخه په استفادې سره له منځه یوسي.
ستر شاعر، لیکوال او څېړونکي ښاغلي عبدالباري جهاني په خپلو خبرو کې په دې خوښي وښوده،چې په لومړي ځل خوست ولایت ته په داسې حال کې راغلی،چې د سولې او امن لپاره ډېر کار ترسره شوی .
نوموړي وویل ترڅو چې سوله نه وي، هېڅ نه لرو.خو یوازې زموږ ارادې دي، چې د سولې ترمنزله مورسولی شي .
ده وویل که زموږ ولسونه وغواړي، چې د بهرنیو له لاسوهنو په امن کې شي، باید د سولې لار غوره کړي، نو په همدې خاطر مې افغانستان او په ځانګړي ډول خوست ولایت ته د سولې په نوم سفر پیل کړی .
ورپسې دشعر لوستلو لړۍ پيل شوه ، عبدالباري جهاني او د خوست ګڼ شمېر شاعرانو د سولې، یوالي او مینې شعرونه د ناستې برخوالو ته په پرلپسې توګه واورول ، چې زیاتره یې د سولې په تړاو له ښو پيغامونو برخمن وو.
د پروګرام په وروستۍ برخه کې دخوست ټلوېزیون د تیاتر ډلې له خوا په زړه پورې تمثیلي ټوټې وړاندې شوې، چې د ناستې برخوالو له خوا د زیاتې خوښۍ وړ وګرځېدې .همداشان د شپې ترناوخته پورې د دې ولایت ځوانانو او مشرانو له خوا ملي اتڼونه ترسره شول .
دیادولو وړ ده،چې په دې مراسمو کې په خوست والي او راغلو مېلمنو سربېره د خوست نظامي چارواکو، د بېلابېلو ملکي ادارو مسوولینو، د ولایتي شورا غړو،قومي مخورو مشرانو،دیني علمااکرامو،شاوخوا زرو کسانو په شمېر سره لیکوالو او شاعرانو برخه اخېستي وه