لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ يې په هلمند ولايت کي د وسله والو پر خلاف يو لړ فوځي عمليات کړي چي په پايله کي يې يو وسله وال قوماندان نيولى . چي په دې ولايت کي به يې چاودېدونکي توکي وسله والو ته چمتو کول .
خبرپاڼه همدا ډول ليکي چي ياد عمليات د دې ولايت په موسى کلا ولسوالي کي ترسره سوي او د ياد وسله وال قوماندان تر څنک يوشمېر نور شکمن کسان هم نيول سوي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو خپله څه نه دي ويلي .