کور / تازه خبرونه / کندهار : ٢٠٩ تنو پوليسو ته فراغت ليکونه ورکړل سول

کندهار : ٢٠٩ تنو پوليسو ته فراغت ليکونه ورکړل سول

هغه مراسيم چي له همدي امله د کندهار په سپين بولدک والسوالۍ د پوليسو په روزنيز مرکز کښي جوړ سوي وه پکښي په سويل لويديځه حوزه کښي د ٤٠٤ ميوند زون د پوليسو د روزنيزو مرکزونو عمومي قومندان پوهنمل مل پاسوال نصرالله ظريفي د همدي روزنيز مرکز قومندان لومړي څارن محمد نعيم په سپين بولدک ولسوالۍ کښي د دريمي لوا د چټک غبر گون د قطعي قومندان سمونوال خليل الله او د نوموړي روزنيز مرکز يو شمير داخلي او بهرنيو جنرالانو او افسرانو او په سلگونو فارغيدونکو پوليسو گډون پکښي کړي وو.
د پوليسو د فراغت نوموړي مراسيم لومړي د قرآنکريم په څو مبارکو اياتونو سره پيل او ورپسي د نوموړي روزنيز مرکز قوماندان لومړي څارن محمد نعيم خان د غونډي برخوالو ته خبري وکړي او ويي ويل چي نوموړي ٢٠٩ تنه پوليس د شپږو اونيو موده کښي د ٤ تنو کورنيو او بهرنيو استادانو له لوري د جنگي تاکتيکونو نظامي، موټر چلوني، حياتي تر څنگ سيواد زده کړي هم ورکول سوي چي تر فراغت وروسته به د کندهار امنيه قومندانۍ ته وسپارل سي او د امنيه قومندانۍ په لارښوونه به په کندهار ښار او ځينو ولسواليو کښي ځاي پر ځاي سي نوموړي وويل چي فارغه سوي پوليس به د يادو زده کړو په تر لاسه کولو سره وکولاي سي د کندهار داوسيدونکو لپاره ډاډمن امنيت او د امنيت په لاښه کيدوکي مثبت بدلون را منځ ته کړي.
نوموړي همداراز د فارغه سوو پوليسو څخه وغوښتل تر څو هغه فاصله چي دامهال د دولت او عام ولس تر منځ ايجاد سوي له منځه يوسي او د خلکو باور او اعتماد لاسته راوړي.
ورپسي په سويل لويديځه خوزه کښي د ٤٠٤ ميوند زون د پوليسو د روزنيزو مرکزونو عمومي قومندان مل پاسوال نصرالله ظريفي خبري وکړي او دفارغه سوي پوليس يي خپلو دندو ته متوجه کړل ښاغلي ظريفي د فارغه سوو پوليسو څخه وغوښتل چي خپله دنده په پوره صداقت او ايماندارۍ سره تر سره کړي او هغه قوانين چي دوي ته د زده کړو پر مهال ښودل سوي عملي کړي.

نوموړي وويل چي پوليس د ټولني خدمت گاران دي نه باداران نو ستاسو کاميابي په دي که دي چي د خلکو سره ښه چال چلند او اخلاقي رويه وکړي او د خلکو د ازيت سبب ونه گرځي.

ديادوني وړ ده چي د مراسيموپه پاي کښي پر نوموړو فارغه سوو پوليسو باندي فراغت ليکونه او پرهغه کسانو باندي چي د زده کړو پر مهال يي د ځانه وړتيا ښودلي وه ستاينليکونه هم وويشل سول