د تاريخي، آريايي پلرني وطن افغانستان په باب د ځينو تاريخ پوهانو نظريات
د پکت – پاکتيا – پکتيکا– پارت – پارتیا – پارتیان – پکتیان (پښتانه) تاریخی آریائی اصل پلارنی وطن په هلکه د ځينو مورخینو او محقیقنو نظر وړاندی کېږي.
څنګه چی د پارتیانو، پکتیانو (پښتانه) د باختری آریائی دویدی د زمانو مشهوری قبیلی څخه دی. چی څه کم یا زیات پنځه زره کاله پخوا مخکی د میلاده دا پښتون الاصله قوم په بلخ (بخدي) ننی (افغانستان) ته د آریايانو په جامه کی د نورو آریائی او د خپلې اتحادیه قبیلی سره یو ځای داخل شوی دی.
نو موږ ته دا سوال پیدا کيږي چی د آریائیانو اصلی پلارنی وطن په کوم ځاي کی وو چی د پاکتیا یا پاکت یا د پکت تر نامه قبیله هم د هغوی آریائی قبلی ستره ګډ ژوندون کاوو.
د دی سوال د ځواب دپاره د ځینو تاریخی مورخینو او محقیقینو نظریات په لاندی ډول وړاندې کيږي.
– دځینو مؤرخینو په نظر چی منځنۍ اسيا د سیر او د آمو دریاب د منځ ځمکی د دوی اصل وطن ياد شوی.
د اسلامی نړۍ عربی مورخ احمد بن یعقوب (ابن واضح یعقوبی) په خپل لومړی جلد (ټوک) تاریخ کی ليکلي .
وروسته له طوفان نه نوح(ع) په خپلو دریو زامنو باندی (شام، حام او یافث) ځمکې پدی ډول و ویشلی:
1- د ځمکی وسط او حرمین شریف او د هغه د شاوخوا ځمکی، یمن، حضرالموت، ترعمانه، تر بحرین تر عاج سواحلو او ویبرون او نورې ننۍ عربی ځمکی شام (ع) ته ورکړل شوې.
2- د مصر اود نیل دریاب غربی څنډې ځمکی حام (ع) ته و رکړل شوې.
3- خپل دریم زوی یافث (ع) ته ېې د خاور او باختر ځمکی و رکړې.
په بل ځای کی واېې: کله چی په بابل کی (نمرود جبار) پادشاهی درلود ه پدی زمان کی فالغ بن عابر(ع).
چی د خدای(ج) په لاره کی د خلکو اطاعت او عبادت په غاړه درلوده پدی زمان کی د نوح (ع) اولاده په بابل کې ډیره شوی وه چی د دوی په منځ کی (72) ژبی منځ ته راغلی او په (72) فرقو باندې دوی ویشل شوی چی شپاړ س (16) ژبی د سام(ع) اولادی په منځ کی او (19) نولس ژبی د حام (ع) د اولادی په منځ کی او (37) او دیرش ژبی د یافث (ع) داولاد و په منځ کی منځ ته راغلي وې.
داپورتني پرگنی د فالغ بن عابر (ع) نه غوښتنه کړی چی ځمکی پر موږ باندی و ویشه فالغ (ع) پدوی باندی پدی ډول ځمکه ویشلی:
د سام او حام اولادی ته هغه ځمکه ورکړل شوی کوم چی نوح (ع) ورته په گوته کړی وه.
مگر یافث (ع) ته د چین، هند، سیند، ډهلی، خزر، ترک، تبت، بلغاریا او د خراسان (ننی افغانستان) ځمکی ورکړل شوی چی په خراسان ننی افغانستان)کی پرتابعینو جمشید پاچا هی درلوده. ددی پورتنی وینا څخه په څرگند ډول ثبوت ته رسیږی چی جمشید پاچا د (نمرود جبار) د زمان هم عصر پاچا وو.
چی په افغانستان کی آریائی او افغانی قبيلی وجود درلوده او خپل تمدنی مدنیت دوران ېې طی کاوه چی نني هند او ایران وجود نه در لوده.
په همدی تاریخ کې ېې د پارسیانو د پاچاهانو تر عنوان لاندی پارتیان = پکتیان (دی آمور) بن یافث بن نوح اولادی څخه گڼلی چی په هیڅ صورت دفارسی او مادی یعنی ایرانی قبيلی سره نه گډیده نه په دین اونه په مذهب او نه هم په خټه ژبه او نور خصوصیاتو کی.
ژبه ېې سریانی ویلی:
روم او یونان ئی هم د یافث د اولادی څخه گڼلې چی واېې فلیپ د سکندر پلار د یافث زوی وو. د نړیوال تياره دورو عمومی تاریخ د فیض محمد خان د اماني دورې د معارف وزیر قلمی تاریخ لیکنه کی راغلی: لوېې قبيلی د کاکسین Caucasian یا قفقازی تر نامه لاندی ژوند کاوه او دا لویی قبيلی په دوه لويوڅانگو ویشل شوی چی یوه لویه څانگه يي د سامیانو او حامیانو (د نوع (ع) اولادی) او بله لویه څانگه يي د آریایانو تر عنوان لاندی تری جلا شوی. او د کاکسین نوم هم د توری اوکسپین د بحيری د غرونو د منځ ځمکې نه نیول شوی دي د قفقاز د غرونو د منځ ځمکې.
پدی تاریخ کی راغلی: د آریایانو اصلی پلار نی وطن ویل گران کاردی، مگر ځینې مؤرخین خیال لری چی منځنۍ اسيا د دوی اصلی وطن دی.
او پدی ورستیو کی ځینی مغربی او اروپايي محققین د کارپات (کارپاتین ) د غرو اود والگا دریاب د منځ ځمکی د آریایانو اصلی وطن تصور کړي دي زموږ په خیال د مکس مولر Max Moler فکر به درست وی چی ټولې آریايي قبیلې د يوې لنډی قبيلی څخه شروع شوی چی ژبه ئی نه سنتسکریت نه جرمنی اونه هم یونانی و يلای شو بلکه دری واړه ژبې ویل به درست وی.
تاریخ اضافه کوی: یو زمان وو چی د سلیتیانو، جرمنانو، سلویانو، ايټالویانو، افغانانو، ایرانیانو، هندوانو پلرونو په یو ځای کې ژوند کاوه، او پدی آریايي څانگې کې یونانیان، لاتین یان، جرمنيان چی (انگلستان هم پکی شامل وو)، سلتيان، سلوانیان، سلاویان، افغانان، هندوان، ارمنیان او ایرانیانو قبیلی شاملی وی.
چی هند اوروپايي یا آریايي ورته ویل کیږی، او د اوروپايي 9پر١٠ وگړی آریايي دي نودلته موخه د پاکت، پکت، افغاني قبیله، یا د پښتنو قبیله ده چی دا قبیله حتماً د دی پورتنی قبیلی سره په هما غه سیمه کی ژوند کاوه چی پورتنۍ قبیلې ژوند کاوه نو څنگه چی زموږ په ادب کی (پاکت، پکت، په پشت، پښت، پخته، راغلی او ویل کیږی چی دا کلمی د غونډی یا د غره د اړخ یا ډډې څخه نیول شوی چې په هغه ځای کې پکت، پاکت قبیله ژوند کاوه او خپلی قبیلی نوم ېې د هغې ځمکې او ځای څخه نیول شوى دى.
همدا د پکت (پاکت) قبیله چی په اريايي جامه کې باختر ته داخل شوی (بخد) کلمه هم د پکت په نوم او بخدی نوم ئی هم د پکتی له ریښی نه د خپل قبیلی تر نامه لاندی یاد کړی لکه چی تاریخ وايي:
– د هندوکش په شمال کی (پکت) (پاکت) (پارت) (پارتی) (باختر) (باختریا) (باکترا) د (پاکت) له ریښی نه منځ ته راغلی او د خراسان نوم هم (پارتی) پکتی کلمه ده د دری پهلوی ژبه په بلخ کی هم د (پارتی) پکتی قبیلې لخوا منځ ته راغلې.
– (پارتي) (پاکتي) (پارتیا) (پکتیا) (پارتی) پکتی د کشف رود اترک په حوضه کی یعنی هیرو کانیا د آریانا په غربی ولایاتوکی د پښتنوولایات.
– د هندوګش په جنوب کې (پکت ) (پکتيا) (پکتيکا) ( پکتيس) پکتويس او پکتين په نامه راغلي دي .
-پکتويس (پکتین) او (پکتیا) د پکتیانو ځای په غربی ارمنستان کی په ډيرو ځایو کی يي خپل اثر پریښی او فقه اللغت دا ټول سره نښلوی او یو ځای کوي يي او د پکتیا پاچا نوم هم قبیلوی نوم دی چی زما په آند او د تیارې دورې د تاریخ په حواله په بلخ کې وروسته ياهم مخکی د اسپه د کورنی نه پاچاهی کړی دی چی دوهم پاچائی توره ویانا ووچی د ويدی په سرودوکی ئی ستاینه شوی دی.
– د پکت د قبيلې اتحاديه
– الینا قبیله، بهالانه قبیله، شیوائی، ویشانن، او بل د پنجه جانا قبیلی لکه د انو قبیله، دريوهو، تورواسا، یا دو او پورو قبیله چی د پورو قبیله هم ډیره لویه قبیله ویل شوی.
اود پکت په قبیله کی د گندهاری، اپاراتی، دادیکی، ستاکیدی، چې د هندوکش په جنوب کی ېې څنگ په څنگ ژوند کاوه او د دادیکی قبیله هم د (هروودت) په وينا د پکت د قبېلې يوه شاخه ويل شوي .
په درناوي