شاعر : محمد يار يار
د انکار کتاب څخه
خپرونکى : لراوبر ټکى کام کندهار
زما د ځوانۍ او مستۍ د اور پراندو شېبو مل !
يار او نګار اور ژبي پتيال ته !
راځه ګناه ته اوږې ورکړو مجرمان سو دواړه
نوره د خلکو لاره پرېږدو ګمراهان سو دواړه
دا خلک مينه ، بغاوت او غرور نه پېژني
راسه د دغو ټمبلانو استادان سو دواړه
دا د مخلوق په کور کي ګرانه ګزاره سوه ياره
راځه په لټه د خالق د کور روان سو دواړه
ښه دئ چي څنګ په څنګ يو وخت کي دار وننګوو
راځه د ښار د لوى قاضي غبرګ قاتلان سو دواړه
د مرګ په مخ کي د ژوندون خبري غواړي زړونه
چاره به څه وي بېله دې چي پايلوچان سو دواړه
د لوچګۍ په زور به وکاږو نفس د آسمان
داسي اصيل رښتيني کنداريان سو دواړه
منم ياغي وجود مو دلته د زغمو نه دئ
نو زه او ته به هم د ټولو غليمان سو دواړه