اسلام اباد:په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي محمد عمر داودزي د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیرې آغلې فردوس عاشق اعوان سره لیدنه وکړه. دواړو خواوو د دواړو هیوادونو ترمنځ د مطبوعاتي اوکلتوري اړیکو پر اغیزمنتوب او لاپراختیا ټينگار وکړ.
په دغه لیدنه کې د يو شمیر مهمو موضوعاتو ترڅنګ چې پرې خبرې وشوې افغان سفیر د آغلې اعوان څخه غوښتنه وکړه چې پاکستان کې د افغاني تلویزوني چینلونو د کیبل له لارې د نشر اسانتیاوې برابرې شي چې فعلاً دغه اسانتیاوې نلري. همدا راز ښاغلي داودزي وغوښتل چې د مطبوعاتو او کلتور برخه کې د تفاهم لیک کومه مسوده چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د بهرنیو چارو وزارت له لارې دوئ ته استول شوې خپل لازم اجراات پرې وکړي تر څو په یو مناسب فرصت کې د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک شي.
د افغاني تلویزوني چینلونو د نشر په برخه کې آغلې اعوان ژمنه وکړه چې د حل لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي او د نوموړي بخش مسئولینو ته یی وظیفه ورکړه چې د يادې موضوع د څيړنې وروسته حل لاره ورته وړاندیزکړي. همدارنګه آغلې اعوان وویل چې غواړي د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د لاپياوړتیا لپاره د یوې فرهنګي او مطبوعاتي ډلې سره افغانستان ته په نږدې راتلونکې کې سفر وکړي آغلې اعوان د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ته هم پاکستان ته د راتلو بلنه ورکړ.