کور / تازه خبرونه / په خيبر ايجنسۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جگړه شوې.

په خيبر ايجنسۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جگړه شوې.

لنډيکوتل : د خيبر ايجنسۍ په باړه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ په جگړه کې نهه امنيتي ځواکونه وژل شوي دي او څلور ټپيان دي او د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې څوارلس طالبان وژل شوي دي. ويل کيږي چې د خيبر ايجنسۍ د اکا خېلو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د عملياتو پر مهال جگړه شوې، چې په ترڅ کې يې ديارلس امنيتي ځواکونه ټپيان شوي، له ژوبلې څخه يې نهه امنيتي عسکر د ټپونو له لامله مړه شوي دي. او د نورو ټپيانو درملنه روانه ده. بلخوا د لښکر اسلام تنظيم يوازې د خپل يو پلوي د ټپي کېدو تصديق کړى دى او د نورو طالبانو وژنه نه مني.