د سرمايه دارو دا اوسنۍ دنيا ډېره په تندۍ سره بدلون پلو تا روانه ده . په تېرو دوه سوه کالو کې دا د دې غېر عادلانه او ظالمانه سستم څلورم کړکېج دی خو دا روان بحران د هغه تېرو په پرتله ډېر ژور او فېصله کن برېښي. د کال ۱۸۹۰ سوړ بازارۍ په زمانه کې سرمايه داري ساده سوده صنعتي سرمايه داري وه او نوخېزه هم وه . دغسې د ۱۹۳۰ يخ بازاري هم وه او دغه وختونو کې د دې سستم مخې تا د پرمختګ ډېر پراخه امکانات پراته وو . البته د کال ۱۹۷۰ اقتصادي بحران په ډېرو بدلو حالاتو کې راغلی وو خو بيا هم په دغه وخت کې مالياتي سرماداري په اولنو پړاونو کې وه او د کمونيکېشن تېکنالوجۍ هم له دومره غېر معمولي ترقي نه وه کړې .
د پانګه واله دا روان کړکېچ چې د ۲۰۰۸ نه شورو شوی دی او هره ورځ نوې نوې مسلې راوړي ، په ډېرو حوالو د تېرو نه بدل دی . په نن زمانه کې حقيقي صنعتي پېداواري سرمايه داري وروستو پاتي شوې ده او د دې ځای غېر حقيقي مالياتي سرمايه دارۍ نيولی دی. په نورو مانو کې په ننۍ زمانه کې که صنعتي پانګه په سلو کې يو پېدا کېږي نو غېرحقيقي سرمايه په سلو کې لس پېدا کېږي يعنې د دنيا غېر حقيقي دولت د حقيقي نه لس ګونه زيات دی او دا ټول د سود نه پېدا شوی دولت دی .
خو د دې غېر حقيقي سرمايه دارۍ يو بل ډېر ناوړه اړخ هم دی . د تېرې زمانې د صنعت يا څه کاروبار سرمايه به حقيقي وه خو اوس دا په غېر حقيقي کې بدله شوې ده. که څوک چرې څه صنعت لګول غواړي نو هغه به د دغو مالياتي ادارو نه پور سرمايه اخلي . خو دې سره دا شرط تړلی دی که څوک په پانګه واله سستم کې څه کاروبار کول غواړي نو دا لازمي ده چې اول دې هغه ځان د دغو ادارو د پور لاندې راولي . صنعتونه لګول او کاروبارونه کول خو لويه خبره ده نن خو په اروپايي دنيا کې هر وګړی د دغو قرضو او د کرېډټ کارډ د سستم لاندې ژوند تېروي .
نو سوال دا پېدا کېږي چې دا دومره ډېره سرمايه چرته لاړه او کومې بلا اوخوړه؟ دا سرمايه څه د حکومتي چارواکو نظر شوه څه په سامراجي جنګونو کې اور او لوګې شوه، څه د مالياتي ادارو په غېر ضروري اخراجاتو خرڅ شو، د دې يو غټه برخه د مالياتي ادارو لويو لويو چارواکو خپلو جېبونو کې واچوله او په دې غېر حقيقي سرمايه چې کوم باپارونه روان کړې شوي وو هغه د مارکيټ په سيالۍ کې پاتې راغلل او ديواليه شول .
دا دسرماې داستان دلته د رسېدو نه دی خو د دې خبرې جاج اخلو چې د دې اثرات څه دي!
٭………دې روان اقتصادي بحران سره امريکايي او اروپايي سرمايه دار سستم مخ په زوال شو. ډېر بېنکونه او مالياتي ادارې دېواليه شوې . دا عمل يو مخې روان دی او دغسې د نورو ادارو د ديواليه کېدو قوي امکانات مخې ته پراته دي .
٭………په اروپا کې ارلېنډ، يونان، پرتګال، اسپانيه، اتاليه او ورپسې نور هېوادونه هم په اقتصادي توګه د نسکورېدو پلو تا روان دي . د دغو ملکونو اقتصادي حېشيت له د مخکې نه مشکوک ګرزولی شوی دی او کرېډت رېټ يې په ښکته راګوزار شوی دی .
٭………د امريکا اقتصادي دريځ هم روبه زوال دی. د نن زمانی د امريکا بجټ ټول د اولس په سرمايه چلېږي او په سرکار باندې دا قرضه نزدې څوارلس زره اربه ډالره ده او دا پور د دې ملک د سالانه امدن برابرده . په امريکايي حکومت باندې له د مخکې نه د چين او جاپان دوه زره اربه ډالره قرضه پورې ده . د سرکاري معاملاتو چلولو دپاره امريکا د چين نه نوره قرضه واغسته او د دې قرضې حاصلولو دپاره د امريکا نايب صدر په ځانګړې دوره چين تا راغلی وو .
٭……….امريکا به په راتلونکو لسو کالو کې د اولسي ښېګړو په پېسو کې څوارلس زره اربه ډالره کټوټي کوي . د دې مانه دا شوه چې د دغو خلکو د ژوند معيار به ورځ تر ورځه په ښکته راځي او دې سره دا خبره هم ثابته شوه چې په سرمايه دارۍ کې د خلکو د مسلو هوارولو صلاحيت نشته هرڅو که دا ډېره زياته ترقي ولې او نه کړي . دې سره د خلکو دا تمه هم اوشلېده چې هغه ورځ به چرې رانشي چې د سرمايه دار ملکونو لارې کوڅې به د ډالرو او پونډونو نه پرېمانه شي . داسې ورځ چرې د راتلو واله نه ده او اوس خو دا سستم خپل طبعي عمر تا هم رسېدلی دی . د امريکا او اروپا نه به لا زياته ترقي سرمايه داري بل کوم ځای او کله کوي .
٭……….د دې اقتصادي مسلو سره د امريکا کرنسي هم بې باوره شوه . د روس او چين حکومتونو په خپلو کرنسو کې تجارت شورو کړو چې داسې کولو سره ډالر نور په ښکته راغلو . د دې نقصان د مخ نيوي دپاره د امريکا حکومت شپږ سوه اربه ډالره مصنوعي نوټونه چاپ کړل چې هغې سره ګراني نوره هم په بره لاړه . دغسې د برتانيه حکومت هم پنځه اويه اربه پونډه کرنسي نوټونه چاپ کړل .
٭……….. د سووېت يونين د ړنګېدو نه وروستو په د نيا کې نوي اقتصادي طاقتونه پېدا شول . د طاقت دا مرکزونه د دوديز اقتصادي طاقتونو نه بدل دي او دويۍ د دنيا د ترقۍ دپاره د نيو ورلډ ارډر په ځای انټر نېشنل ارډر لري . د دې نوي اقتصادي طاقتونو پس منظر سامراجي نه دی بلکې د روس نه علاوه چين ، هندوستان ، برازيل او جنوبي افريقه پخپله سامراجي کلونۍ پاتې شوې دي . دې ملکونو تا برېکس هم وايي .
٭………..د تېرو دريو هفتو نه د امريکا په رياستونو کې د کارپورېټ سرمايې خلاف مظاهرې کېږي . دا مظاهره چې د وال سټريټ نه شورو شوی وه تر ننه پورې د دنيا زرو ښارونو تا رسېدلی ده او ورځ تر ورځه غځېږي . دې مظاهرو ته بيل بيل نوم ورکولی کېږي لکه امرېکن سپرنګ(پاڅون)، متبادل(سوشلزم) او داسې نور خو د ټولو هنګامو او مظاهره وجه يو ده او دا اقتصادي ده . دې روانو مظاهرو سره عرب پاڅون تا هم ډېرتقويت رسېږي.
٭……… د روانې مياشتې په دېرشمه نېټه په ټول انګلستان کې د ټرېډ يونين عام هړتال کېدونکی دی . په انګلستان کې هم د مخکې نه مظاهرې کېږي .
٭………. کله چې په ۲۰۰۸ کې سوړبازاري شورو شوه نو د برتانيه ټايمز اخبار دا خبر خپور کړو چې مارکس بيا راتلو واله دی او هم دا خبره رښتيا شوه . نن بيا مارکس او مارکسزم د مخکې غوندې د بحث يو ګرمه موضوع ګرځېدلی ده .
٭……….د اوسنۍ دنيا نه په رښتيا چې يو کلی جوړ شوی دی. د کميونيکېشن تېکنالوجۍ دومره ترقي کړې ده چې درسته دنيا د تيلي ويژن او موبايل په وجه د هرچا په کور او لاسو کې ده . که د افريکا چرته بېرته او پسمانده کلي کې يو واقع اوشي نو د سترګو په رپ کې درسته نړۍ د هغې نه خبر وي . دغسې دا دنيا اوس په هر لحاظ سره د يو بل سره تړلې شوې ده او دا تصور کول نه دي پکار چې د اسيا د مسلونه به اروپا او يا افريکا بې اثره پاتې کېږي.
دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې د دويم سوړبازارۍ نه پسته هم په اروپا کې د انقلاب حالات پېدا شوي وو خو د هاغه حالاتو نه مزدورانو او د هغوۍ پارټو څه فايده وانغسته او دا تشيال(خلاء) فسطايي قوتونو ډک کړوچې هاغه قوتونو اول د کارګرانو تحريکونو باندې ګوتې پورې کړې او ورپسې خپله هم تباه شو او دنيا د مخکې پشان بيا د سرمايه دارو لاسو تا راغله . که په نن حالاتو کې کمونسټ پارټو د يو والي او بېدارۍ مظاهره او نه کړه نو دا وار به تباهي د مخکې نه څو ګونه زياته وي او که چرې کډوال خلک د بربادۍ نه ځان ساتل غواړي نو دويۍ له پکار دي چې د اولسه سره راپاسي .