په غربی نړی کی د حیواناتو د حقوقو د پلویانو له خوا له دی امله تر سختو نیوکو لاندی راغلی دی چی په هغه هیواد کی یی د سپیانو حقوق تر پښو لاندی کړی دی .
په نړی کی د شوروی اتحاد له را نسکوریدو ورسته چی دطراحی ویاړ یی لندن– واشنګتن او ځانی تاوان یی افغان مجاهدینو په غاړه درلود دوه ډلی ډیری زیانمنی کړی ، لمړی خپله د افغان مجاهدینو جنګیالیان او دوهم د شرقی اروپا ښکلی نجونی . په دی لړ کی افغان مجاهدین تروریستان وبلل شول او د اوکراین او نوری شرقی اروپا ښکلی نجونی په لویدیځی اروپا کی د بد لمنی لپاره په کارونو وګمارل شوی .
په دی ورستیو ورځو کی د لویدیځی نړی د حیواناتو د حقوقو فعالو ډلو له اوکراین څخه داسی راپورونه راغونډ کړی چی وایی په لس ګونو زره سپی د اوکراین په سړکونو پراته دی او د اوکراین د حکومت لخوا له ډیری بی رحمی سره مخامخ دی ،خو د اوکراین چارواکی وایی چی دغه سپی په اوکراین کی د سوسیالیستی حکومت له را نسکوریدو وروسته چی په کورنیو کی د اقتصادی وضع د خرابی له امله له کورونو وشړل شول اوس په سړکونو پاتی دی او هر کال په زرګونو تنه اوکراینیان داړی نو ځکه د اوکراین چارواکو داسی تصمیم نیولی چی دغه سپی له سړکونو راټول او په سیارو خاصو موټرونو کی یی چی په همدی منظور جوړ شوی دی وسوځوی تر څو یی د جسدونو بقا کاملا له مینځه لاړه شی .
داوکراین دغه عمل د لویدیځو هیوادونو د حیوانی حقوقو د پلویانو لخوا تر سختو نیوکو لاندی راغلی او غواړی چی د اوکراین د ۲۰۱۲ کال د فټبال دلوبو د کوربه توب مخه ونیسی .
اصلی خبره خو دا ده چی همدا اوس چی تقریبا له دریو اونیو را پدیخوا د لبیا د ( سرت ) په سیمه کی د برطانیه ،فرانسه ، ناتو او همداراز خپله په اصطلاح د لبیا نوی حکومت له خوا د دغی سیمی په شاه او ګدا ، شپه او ورځ پوځی عملیات روان دی په لویدیځو مطبوعاتو کی یی د راپورونو په خپرولو باندی مطبوعاتی بندیزونه لګول شوی دی .