مرګيه!
مرګيه تاخوناځواني کړې ده
زماپه زړه دې بربادي کړې ده
تا زمافن زماشعور وژلی
تاپه تياروکې زمانور وژلی
ددې وطن دې لوی باتور وژلی
چاچې په نره سربازي کړې ده
« « «
هغه زمادزړه تسکين ملګری
هغه نعمت په خوی سنګين ملګری
زماشرين زما نيازبين ملګری
چاچې زماسره ياري کړې ده
« « «
څومره ښه وخت ووښوونځي ته به تلو
دواړه جوړه چې ساعت تيري ته به تلو
د درس لپاره شنه پټي ته به تلو
زما په زړه یې پاچاهي کړې ده
« « «
پخوا وو څومره قيمتي وختونه
بيانه راګرځي نه راځي وختونه
لکه ګړۍ ستن داسې ځي وختونه
وخت خوپه هرچا باداري کړې ده
۱۳۹۰/۷/۲۵ پکتيا