افغان ادبي بهير خپله اوونيزه غونډه د يکشنبې په ورځ د ٢٠١١ء کال د اکتوبر د مياشتې په ١٦مه نېټه وکړه. د غونډې رئيس ښاغلى انعام الله ګوهر او مشر مېلمه محمد الياس فاتح وو. د وياندوۍ چارې عماد الدين دوران ترسره کولې. د غونډې پېل قاري محمد اياز جانباز د قرآن پاک تلاوت نه وکړ. د تېرې غونډې ګزارش رحمت ديوان واورولو چې ټولو ملګرو خوښ کړو. د پرېکړې سره سم ښاغلي حمزه خاکسار ځدراڼ خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ چې ګټورې خبرې پرې وشوې. په دويمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه، په غونډه او مشاعره کې د رحمت ديوان سره دې ښاغليو هم برخه واخسته، قاري محمد اياز جانباز، رياض الله زغم، تحسين الله تحسين، محسن صديقي، محمد الياس فاتح، فضل مولا توره کي، عارف همدرد، ذبيح الله، حمزه خاکسار ځدراڼ، فاتح بلال، محمد يوسف، شاکر، بهادر خان، انعام الله ګوهر، عماد الدين دوران، محمد موسى او مفتون. راروانې غونډې له به ښاغلى محمد الياس فاتح خپل غزل د کره کتنې لپاره راوړي.