کور / کره کتنه / کرکټ بورډ د شخصي تربګنۍ له مخې ملي لوبډله له پښو وغورځوله

کرکټ بورډ د شخصي تربګنۍ له مخې ملي لوبډله له پښو وغورځوله

کرکټ بورډ د شخصي تربګنۍ له مخې ملي لوبډله له پښو وغورځوله
کرکټ هغه لوبه ده، چې زما او زما په شان د ډېرو افغانانو وروڼو نه خوښېده، ځکه چې د کرکټ سپورټ زموږ په هېواد کې مروج نه ؤ،نو همدا وجه وه،چې افغانانو ورسره علاقه نه درلوده  او  حتا د کرکټ په اصولو او کړنو هم نه پوهېدل .خو د افغان ځوانانو کلک هوډ ، ملي غرور او لوړ افغاني استعداد، نه یوازې کرکټ مروج کړ، بلکې ټولې نړۍ ته یې وښوده،چې افغانان د هر ډګر اتلان دي او هېڅوک به یې په آسانۍ سره مات نه کړي .بلکې همېش به په ټولو ډګرونو کې له هر مقابل لوري مخ په وړاندې روان وي .
چې ښې بېلګې یې په نړیواله کچه هغه لوبې وې، چې د ټلوېزیون پرمخ یې د نړۍ خلکو ننداره کوله .چې له شک پرته په لومړي ځل د هندوستان له پياوړي او ډېرې سابقه لرونکي لوبډلې سره په پوره مېړانه او قوت سره ولوبېدل او په زړه پورې لوبه یې وکړه .دغه راز همدا ځوانان ول، چې ډېرې مشرې لوبډلې او مشران هېوادونه یې له سترې نه هېرېدونکي ماتي سره مخامخ کړل  او داسې ماتي یې ورکړې ، چې په  پرلپسې توګه یې جریان درلود.
خو بدبختانه د کرکټ بورډ په اجراییوي برخه کې ادلون بدلون دې ته لار پرانېستله ، چې په هغه ملي لوبډله کې د مور او میرې توپير رامنځته کړي، چې دنړۍ په ډېرو معتبرو هېوادونو کې یې په ناچیزو امکاناتو سره په ملي احساس ولاړو ولولو یې ، پرته له امتیازاتو  د افغانستان ملي ویاړمن بیرغ په رپ رپو کړ او د افغانانو وړتیاوې یې نړیوالو ته روښانه او  وښودې .
موږ په دې بشپړ باور لرو، که چېرې زموږ دکرکټ اتلان په پخواني ډول یو ځای له پوره تشویق سره ملګري پاتې وای، نو نن به دغه ځلانده ستوري له مایوسۍ او ناکامیو سره ، نه یوازې مخامخ نه وای، بلکې نور به یې هم دبریالیتوب ستر پړاوونه وهلي وای .ځکه دغه ویاړمنه لوبډله ورځ تر بلې د ځواکمنېدو په لور روانه وه .اوس حال دا چې له بده مرغه د اماراتو په شان لوبډلې ، چې د افغان ځوانانو له بال څخه به دومره په وېره کې ول، چې خپلې ویکټې به یې پرېښودې او یوازې به یې ځانونه بچ کول .د اماراتو هغو لوبغاړو چې د افغان بېټسمېنانو په وړاندې به یې له ډېرې وارخطایۍ وایټ بالونه ویشتل، چې هسې نه ، پرلپسې شپږیزې او څلوریزې ووهي . ولې نن ورځ بدبختانه، بدبختانه په کرکټ ملي لوبډله کې د شخصي تربګنیو، قومپالنې ، شخصي اړیکو پاللو او دغه راز د کرکټ بورډ اجراییوي ریاست ته د بې تجربه اواحساساتي مسوول ټاکلوله امله  هغه څه وشول، چې نن یې موږ افغانان او ټول نړیوال په سترګو ویني .
زه نه وایم ، چې همېش باید بریاوې  وي، نه په هېڅ صورت نه . خو ولې دومره ماتي هم نه ، چې د دوبۍ اماراتو هغه لوبډله چې ما وړاندې څه نه څه تشریح کړه ،په پرلپسې دې زموږ ملي لوبډله په لویو توپیرونو سره تر پښو راوغورځوي .زه دا ملامتیا په لوبغاړو نه وراچوم ، زموږ لوبغاړو اوس هم له پوره غیرت، بشپړهمت او مېړانې کار اخېستی ،ځانونه یې تر دې کچې ژوبل کړي، چې اوس یې عملیاتو ته اړتیا پېښه شوي .  خو د ناکامیو اصلي سرچینه د کرکټ بورډ اجراییوي ریاست دی ، چې ولې یې په کرکټ کې دومره نیمګړي پرېکړې وکړې .په ډېرو عادي مسایلو یې تېز بالر شاپورځدراڼ ، خالېقداد، شبیرنوري، شفق الله شفق ، ریس احمدزی او ځينې نور ملګري یې څوک استفا کولو ته اړ کړل او ځينې یې په دې بهانه چې د کرکټ له قوانینو یې سرغړونه کړي، له څوکالونو او څو میاشتو لپاره له لوبډلې وویستل .خو دلته هدف له قوانینو څخه سرغړونه ، نه وه ،بلکې شخصي اغراض ول، دلته د پیاوړي بېټسمېن او کمزوري بېټسمېن موضوع مطرح نه وه، بلکې د اړیکو پالل او قوم پالنې وې. چې د کرکټ نامتو لوبډله یې له پښو راوغورځوله .
خو په هر صورت متل دی (( اوبه چې له ورخ تېرې شي، بیا نه راګرځي )).خو اوس اساسي خبره داده،چې تېرې اوبه خو ولاړې، خو  راروانې اوبو ته باید مخکې له مخکې بندونه جوړ او ټينګ کړو، چې هسې نه ، هغه هم راڅخه ولاړې شي .منظور مې دادی،چې نورد کرکټ بورډ په اجراییوي ریاست کې قومپالنه ، شخصي اړیکې او خپلمنځي ناچیزه اختلافات بس دي ، کرکټ بورډ دې له سره په پخوانیو لوبغاړو غور وکړي او بې له ځنډه دې پورتني یاد شوي ستوري لوبغاړي بېرته لوبډلې ته راولي .څو بیا هم نه یوازې کرکټ بورډ ، بلکې ټول هېوادوال له نویو ویاړونو برخمن شو.
یو ځل بیا وایم ، که چېرې پورتني هغه  یاد شوي لوبغاړي، چې د نړۍ په کچه ځلېدلي، لوبډلې او ټول هېواد ته یې ویاړونه ور په برخه کړي، بېرته لوبډلې ته رانشي، نو ناشوني ده،چې موږ افغانان دې په پخواني شکل بریاوې ولرو.