کراچۍ : د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس رسنيو ته څرگنده کړې ده چې په افغانستان کې د افغان او ايتلافي ځواکونه د هغو طالبانو مخنيوى وکړي، چې په پوله پاکستان ته رااوړي. د يو بهرني خبري رسنۍ له مخې د پاکستان د پوځ وياند څرگنده کړې چې د فضل الله طالبان په اوسنيو يو څو مياشتو کې پرسرحدي سيمو بريدونه کوي او د هغوى پر خلاف عمليات نه کيږي. نوموړي دا هم ويلي دي چې د فضل الله په بريدونو کې نږدې سل پاکستاني امنيتي سرتيري وژل شوي دي.