کور / سياسي / د افغانستان او هندوستان ترمینځ ستراتېژیک تړون

د افغانستان او هندوستان ترمینځ ستراتېژیک تړون

 هندوستان د نړۍ له مشهورو هېوادنو څخه یو دی چی د آسیا په جنوب کې موقېعت لري، او د نړۍ د مختلفو تمدنونو او پرمختګونو مرکز پاتی شوی دی. کله د مسلمانانو د سلطنت قلمرو او کله د مغلو یا چنګیزیانو. دغه خاوره د اسستعمارګرو قوتونو له ګواښونو هم پټه نه ده پاتې شوې. انګریزانو، فرانسویانو او هالېنډیانو هم د دې خاورې د نیولو لپاره هڅې کړې، او د سلو کلونو لپاره دغه کوچنی براعظم د انګریزانو مستعمره ؤ.


د ۱۹۴۷ م کال راورسته هندوستان د نړی په مخ یو مستقل هېواد را څرګند شو، او دېمکراتیک سیستم پکې پلی شو. اوس مونږ ګورو چې دغه هېواد د نړۍ د لویې دېمکراسۍ دعوه کوي. هندوستان د خپل نفوذ، وسایلو، جغرافیایي موقېعت له امله د سیاسي، اقتصادي، اجتماعي پرمختګ لپاره یو موزون هېواد ؤ او دی. خو بدبختانه چې د شلمې پېړۍ سیاست، ساړه جنګ، او ناخوښه همسایه له ګړندي پرمختګ څخه محروم وساته. هندوستان د کمونیزم د اغېز په وجه د اروپا او امریکا څخه لرې پاتې شوی ؤ، خو د شوري اتحاد له ټوټه کېدو څخه وروسته هندوستان او امریکا خپلې اړیکې سره ټینګې کړې، او نن ورځ مونږ ګورو چې امریکا هندوستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د مستقل غړیتوب وړاندیز کوي.


هندوستان او افغانستان    


لکه مخکې مو چې یادنه وکړه، هندوستان او امریکا په اوسني عصر کې ډېر نیږدې دوستان دي، دا ځکه چې د دغو دواړو ملکونو ګټې په ډېری نړیوالو قضایاوو لکه تروریزم، نړیوال چاپېریال، مخدره مواد، اقتصادي او تجارتي موضوعاتو کې مشترکې دي. البته د ترورېزم په حواله، افغانستان هم د امریکا او هندوستان د مشترکو ګټو مهمه او ستراتیژیکه نقطه ده.


لس ورځې وړاندې د کابل او ډهلي ترمنځ یو ستراتېژیک تړون لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې به دواړه هېوادونه په سیاسي، اقتصادي، امنیتي، او د ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کې یو د بل همکار وي. دا تړون د افغانستان د مظلوم ملت پر زخمونو د پټۍ لګولو په خاطر نه؛ بلکه د امریکا او هند د هغو مشترکو ګټو لپاره یو اکسیجن دی چې امریکا یې په افغانستان کې پلي کول غواړي. چې عبارت دي له:


·        د حزب اسلامي، طالبانو او نورو مخالفو ګروپونو مخه نیول، او په افغانستان کې جنګ او نا امنۍ ته لمن وهل.


·        په افغانستان کې د اسلامي فرهنګ له مینځه وړل، او خپل غربي او منفور کلتور خپرول.


·        په افغانستان کې د اسلامي اېدیالوژۍ ضعیفه کول، او تر څنګ یې د نوي نسل څخه د غربي افکارو او کلتور د پلي کولو لپاره استفاده کول.


·        د افغانستان د جیو پوکلېټیکل موقېعت څخه د آسیا د کنترول لپاره استفاده کول.


·        د پاکستان اتومي ټېکنالوژي تر خپل کنترول لاندې راوستل، او په دغه هېواد کې د هغو قوتونو له مینځه وړل، چی اسلامی اېدیالوژۍ ته معتقد وي.


که چېری مونږ د دغه تړون مسودې ته ځیر شو، دا به را ته په ډاګه شي، چی نوموړی تړون د افغانستان د هغې محدودی طبقې په ګټه تمامېږي، چې د تېرو لسو کلو را هیسې د بهرنیانو په غېږه کې ناست دي، او د افغانستان د مجاهد ولس هویت، ناموس او عزت یې په هر بازار کې په پیسو پلورلی، او لا یې په پلورلو اخته دي. دغه ډله چې په سر کې یې کرزی دي، نه په حکومت کولو پوهیږی، نه په اداره، نه په اقتصاد او نه په قانون.


تر څو چې د یوه هېواد دولتي ادارې د همغه هېواد د وولس په واسطه مضبوطې نشي، او عوام یې ملاتړ و نه کړي؛ نړیوال تړونونه ورته هېڅ ګټه نشي رسولی. که په نړیواله کچه د دولتونو ترمنځ تړونونو ته ځیر شو؛ دا به راته په ډاګه شي، چې د شلمې پېړۍ په پیل کی کله چې پرمختللو صنعتي اروپایي هېوادونو لکه انګلستان، فرانسې، هالېنډ او داسې نورو، د درېمې نړۍ یا نوي آزادي ورکړل شوو افریقایي او آسیایي هېوادونو سره اقتصادي، سیاسي او ستراتېژیک تړونونه لاسلیک کړل؛ دغه هېوادونه د تل لپاره د پرمختللو هېوادونو تر اغېز لاندې پاتې شول. نه د هغوی اقتصاد وده وکړه، نه یې سیاست او نه یې ټولنې د نور سیالې شوې.


د دغو هېوادونو له خامو موادو یې د خپلې اقتصادي ودې لپاره استفاده وکړه، او د همدوی خام مواد به یې د محصولاتو په ډول بېرته په دوی پلورل. همدغه حالت د افغانستان هم دی، ځکه هندوستان په صنعتي ډګر کې یو پرمختللی هېواد دي، او د افغانستان خام مواد لا په کانونو کی پاتې دي. افغانستان د دې تړون په واسطه، هندوستان په خپلې بادارۍ ونیو، او ځان یې د تل لپاره د هندوستان غلام کړ.


که مونږ افغانستان له هندوستان سره پرتله کړو، دا به راته څرګنده شي چې هندوستان د افغانستان په نسبت په هره برخه کې ډېر پرمختللی دی، او دا تناسب به تل په همدې ډول روان وي.


هندوستان غواړي چې په آسیا کې د خپل اقتصادي ځواک په ذرېعه پرمخ ولاړ شي، او د سیمې هېوادونه ځانته محتاج کړي. دوی د فوځي ځواک په واسطه دا کار نا شونی بولي، ځکه چې کشمیر یی یوه ژوندۍ بېلګه ده. د کشمیر په شخړه کې هندوستان د تېرو څلور شپېتو کلونو راهیسې مصروف دي. له اوو لکو زیات فوځ یې پکې مېشت دي، او د یو لک شااو خوا آزادي غوښتونکو کشمیریانو ژوند پکې له لاسه ورکړي دي. خو بیا هم دغه شخړه نه ده هواره شوې.


که مونږ په افغانستان کې د هندوستان همکارۍ ته په تېرو لسو کلونو کې ځیر شو، راته معلومه به شي، چې هندوستان هغه پروژې په مخ بېولې دي کوم چې د پاکستان د تشویش باعث ګرځېدلې، او پاکستان تل دا هېواد په بلوچستان کې د آزادي غوښتونکو په ملاتړ تورن کړی دي. د دې تړون په موجودیت کې به سيمییز امنیت ته ضرر ورسېږي، او هندوستان ته به په افغاننستان کې لا ډېر واک په لاس ورشي، چې ممکن هندوستان هغه د پاکستان په ضد وکاروي. دا ځکه چې هند نه غواړي له پاکستان سره په خپلو سرحداتو کې  په شخړو بوخت واوسي، چی دا کار بیا د هند په اقتصاد بد اثر پرېباسلي شي.


لنډه دا چې د داسې تړونونو لپاره مضبوطې ادارې، د ټولو سیاسي ګوندونو متفقه رایه، هر اړخیزه متوازنه وړتیا درلودل؛ که هغه اقتصاد وي، امنیت وي، که مواصلاتي لارې وي، که د ارتباط وسیلې وي او که داسې نور. تر څو دا ډول تړونونه کامیاب، او د ولس په ګټه تمام شي.