په دې کي هیڅ شک نسته،چي ټول پښتون دي په اتفاق وي . داځکه چي دډېرو لیکوالانو دقلم دڅوکي څخه داخبره راوځې اوما هم دغه لوستلې؛ خو زې هم ناچاردغه دلته لیکم . اوداخبره سیدجمال الدین افغاني هم کړې ده : « پښتنو اتفاق کړی دی.چي بې اتفاق وي .» دغه بې اتفاقي یوحداوحدود لري مګر دپښتنو دابې اتفاقي بې حده اوبې حدودده،چي دغه یوه لویه غمیزه ده . نور قومونه د افغانانو هم پخپلو کي دومري اتفاق نه لري؛خوبیا هم ترپښتنو ښه دي . دوی په ځینوځایو کي سره متفق وي . دساري په توګه پاړسي ژبه په هرات کي (هراتي) په بدخشان کي (بدخشي) په هزارجات کي (هزارګي) اودغسي نور خبري کيږي؛ خوهیڅ یوه دعوه ونګړه، چي لیکنه دي زموږ په دیالکت (Dialect) وسي ټولو پر یوې معیار دري لیکنه باندي اتفاق کړی،چي موږ بې اتفاقولاهم ورسره منلې ده . که څه هم داټول لږیکي چي سره یواځای کړي دوی په سلو کي څلوېښت کېږي . موږ په سلوکي شپېته یو؛ خولا هم زموږ معتبره اوبډایه ژبه زموږ خپل سرۍ بې اتفاقۍ په خپلو کي نه سره جوړېده ترخپلو بدو اوناوړو اغيزو لاندی راوستې ده . زه چي لیکني لولم اوشعرونه ګورم ؛ نوکولایې سم چي دقیق ووایم دغه پښتون لیکوال دکوم ولایت،دکوم ولسوالۍ او دکوم کلي دی . دا به اړینه نه وي،چي دلیک له لاري څوک څوک وپېژني . داپه ځانګړې توګه خپل سري اوبېباکي اوګناه له خپلي ژبي سره ده . دداسو لیکنو سم تیا اوناسمتوب هم نه ښکاري؛داځګه هرڅوک هرډول یې چي ولیکي هغه ورته سم وي . دغه حالت ته دلیکني انارشي (Anarchy) وایي .
داسي هم نه ده خدای مکړه،چي دپښتو ژبه بې پښویه اوګرامره(grammar) وي . پښتوژبه پراخ ګرامر او په جهاني سوه د ژبي اصول لري؛ خو له بده مرغه موږ پښتنو بې مسؤلیته دپښتولیک له نظره غورځولی دی .
ګرانوليکوالانو،ادیبانو،شاعرانو،ژورنالستانو!
قسم کړم چي ستاسوزړه هم پر دې ګډوډۍ دردکوي اوپه خوږېږۍ؛ولي دپښتویوې سمي واحدي لیکني چي په سلو کي شپېته دپښتنو بری دی،غم یې نه خورۍ؟ دکرزي یوه غیري پښتون وزیر راته ویل : ( پښتانه پخپله «موږ»څو ډوله لیکي بیا زموږ څخه تقضالري،چي ولي پښتو نه وایو.لومړی دي پښتانه خپله ژبه پخپله سمه کي بیادي په نورو پښتو ووايي .)
زما ځواب : ( وزیر صاحب ښه وایې،خوموږ دري ژبه بېله کومه زور اوزیاتي وایو.) ده راته وویل هو: ( پښتانه دژبي په زده کړکي لایق دي خو خپله ژبه یې هېره کړې ده .) نوراسۍ ،چي خپله ژبه هېره نه کړو د دغو ډول ډول لیکني څخه لاس په سر سو یوه خوږه معیاري لیکنه ولرو،چي ټول پښتون په هغه لیکنه وکړ ي نو ښه به وي . دګډوډۍ (Anarchy)دلیکني څخه به خلاس سو. اوس خو هرڅوک چي شی لیکي وایي،چي دغه سمه لیکنه ده .
اوس دم درهاله دغیرپښتون افغان څخه هم ګیله نه کیږي،چي دې ولي پښتو نه زده ؟ دی یادا به راته ووایي،چي کومه پښتو؟ (کندهاري،ننګرهاري،پېښاوري،پکتیایي،پکتکایي یا کومه ژبه!) که موږ خپله لیکنه واحده اومعیاري کړو ډېري ستونزي به موحل کړي وي .
زه لیکني ته نه ورځم، چي دغه وېګړه دي دغسي یاهغه دي هغسي ولیکل سي؛ ولي پوهېږم ،سمدلاسه پر ځینولوستونکوناوړه اغېزه کوي نو ترلیکني تېرېږم . پخپله به انصاف وکو سمي لیکني ته به راسو. چي خپله کليوالي ژبه پرېږدوترهغه ځایه چي ژبه معیاري سوې ده قبوله یې کړو. ددغو څو معیاري سووګړویوڅو بېلګي دلته لیکم : ترمخ « ستونزه» په «ځې» ليکل کېده خو اوس یې چي لولم ټول یې په «زې» ليکي یاني « ستونزه » . بل « ځای » ترمخ به (ځائ) یا (ځاي) لیکل کېده خو اوس یې چي وینم ټول یې «ځای » لیکي . « وو» ترمخ به په یوه «واو» ليکل کېده یاني «و» خواوس ترډېره حده «وو» لیکل کېږي . د «ځني » او «ځیني» توپير په لیکنه کي سوی دی . دغه راز پرمختک ډېر سوکه دی .
په څلورو او پنځو کلونو کي درې یا څلور ګړي معیاري سي داستونزه نه حلوي . دپښتوګرامر ډېر پوخ او بشپړ دی . په داوروستیو کي ډېري په زړه پوري لیکني سوي او ډېر ښه ارزښتناکه کتابونه دلوړو شخصیتونو له خوالیکل سوي .
دپښتو دمعیاري کېدو خبره چي منځ ته راسې په لوړه کچه دپښتو ژبي پوهان يې یوخواته او بلي خواته کشوي،چي په پای کي موضوع داسي وېجاړه او شوپه شو سي،چي هغه اصلي خبره ورکه سي .
په معیار کي کېدای سي،چي يوه ګړه دوه ډوله ولیکل سي او دواړه معیاري وي . خونوم باید دختیز اوسهیل پر کښېنږدواو وویل سي، چي دغه دواړي لیکني سمي دي . دساري په توګه : د( چي اوچې ) لیکنه یوشی ده . د( کي اوکې ) لیکنه یوشی ده . د ( مي اومې ) لیکنه یوشی ده . د (سي او شي ) لیکنه یوشی ده . د (سو او شو ) لیکنه یوشی ده . خودضمیر متکلم جمع چي « موږ » ده باید « موږ » ولیکل سي . که چیري چا بل ډول ليکه هغه به دیالکت وي او په (dictation)لیکدود که باید ناسم وبلل سي . زه چي ګورم ددغه موضوع څخه ليکوالان هم څه ستړي سوي اوبې علاقې ښکاري .
موږ مجبور یو،چي دغه موضوع وڅېړوداځکه له اسمان څوک نه راځي،چي زموږ ژبه دي راته معیاري کړي . تر نووګړو جوړول، لومړی باید دغه ګړې چي اوس په پښتوژبه کي سته معیاري کړو ښه به وي تردې چي یو پردی لغت تحت الفظ زباړه کړو او دهغه په بدل کي يې وکاره وو. خبري بېخي ډېري دي خو زې دلته بسوم . که دغه لنډه خبره چي دلته وسوه ومنل شي اوکار پر وشي اوپوهانو لره سردرد نسي ؛نوښه به وي . پښتوژبه به پښتانه معیاري کوي .