کور / هراړخیز / د افغانستان بندیخانو کې شکنجې

د افغانستان بندیخانو کې شکنجې

شپیګل انلاین ویبپاڼه



لیکوال : یوهانس کورګه


ژباړه : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ


نوییم بلاک کې دوز خ


د بندیان سره مرکې داښیي چې بندیان سخت وهول ، ټکول او کړول شوي ،بریښنایي شوکونه او جټکې ورکړل شوي او د مرګ ګواښونه ورته شوي دي . دافغانستان په اړه د ملګروملتو م م دغه رپوټ د بشر د حقوقو فعالین ډیر خواشیني کړل، خو لږ حیران کړل . ځکه خلکو له کلونو څخه د دغو ناوړه اعمالو په اړه شکایتونه کړي وو،خوهیڅ څه کم بدلون په کې رانه غلي . د هیواد د کورنیو چارو وزارت دغه رپوټونه منلي او په اړه یي څیړني پیل کړي دي .


کابل : دا ډیرې زړه بوګنوونکې پیښې او صحنې دي، کوم چې افغان بندیان دافغاني بندیخانو څخه بیانوي . په بریښنايي کیبلونو باندې وهل ،بریښنایي شوکونه یا جټکې، په مرګ ګواښل او داسي نور ناوړه چلندونه . د م م یوځانګړي رپوټ دغه شوکورکونکې ، ربړونکې حالات او شکنجې را بیرسیره کړي .



 دافغانستان د کندهار په زندان کې شکنجه یوه نورماله خبره ده .


حقوقي دعوا


د بشر د حقوقو سازمانو د دغې زړبوګنوونکې څیړني په اړه سخت غبرګون وښود . دوی په هیواد کې د بهرنیو پوځې ځواکونو په وړاندې سختي ګوټ نیوکې راپورته کړي . دعفي او بښنې نړیوال سازمان وایي ،زموږله خوا د نړیوالي ټولنې سوله ساتونکې ځواکونه ،، ایساف،، ته د هیواد په بندیخانو کې د ناوړو حالاتو په اړه خبر داري ورکړل شوي وو . د دې په ځاې چې دوی غبرګون وښایي ، د ایساف څخه حالات بلکل له کنټروله وتلي وو . په سیمه کې دعفي او بښنې نړیوال سازمان غړي سم ظریفي وايي .


اوس حکومتونه مسوول دي چې توضیح کړي ،څنګه د دوی په شتون کې داسي ناړوه چلند او پیښي ترسره شوي دي . دعفي او بښني نړیوال سازمان د سپټمبر په میاشت کې د دغې څیړني دټولو جزیاتو له کنتي څخه ورسته غبرګون هم ښودلي وو .


م م خپل ۸۴ مخیزه رپوټ په ډیرو سختو او حیرانوونکو ټکو کې لیکلي دي، چې د افغان د بندیخا نو د ډیوالونو تر شا له بندیانو سره څنګه بد چلند کیږي او څه تیریږي .


دغه ۳۷۱ میړه بندیان د م م د غږولو او مرکو پر مهال بې نامه وو او یواځې یو نمبر یا شمیره يي درلوده . مستنتقینو له بریښنایي کیبلونو څخه استفاده کړي ده . يو بندي وايي ، زه په کیبلونو باندې لاسو نو ته وهلي شوي یم ، هر ځل به يي راته ویل، موږ به تا ووژنو که ته په جرم اقرار او اعتراف و نه کړي . یوبل بندي وايي ، دوی ما ته په ساعتونو ساعتونو شکنجه را کړي ده . دوی زه په لاسونوباندې پر سپنیزه دوروازه ځوړنډ ولم . زما مخ په یوه کڅوړه کې پټ وو. ډیر ځنډ ورسته بیا دوی پیل کاوه او زه به يي په پلاستیکې ډنډو پښو ته وهلم . ۲۴۳ تم بندې په دغه رپوټ کې وايي ، زه يي په تناسلي اله کې هم ډیر سخت وهلي یم . دغه مرکې او خبري ټولو په یو ډول کړي دي .



دغه رپوټ د بندیانو سره د بد او ناوړه چلند کچه ورښیي .


د غه رپوټ په ډیر پاڼو کې لیکل شوي دی . د م م د پلټنې پر بنسټ په ډیرو بندیان کې د شکنجې نښې نښاني له ورایه لیدل کیږي . ددوی ټپونه د دوی د ځورولو شکنجو کیسو سره سمون خوري . دغه رپوټ نه یواځې په خپلو جزیاتو کې دقیق دی، بلکې دغه رپوټ یوه جوته شمیره د بندیانود ځورولو، ربړولو او شکنجې ور ښيي .


د م م په چوکاټ کې د دوی سیمیزه چارواکې تر فشار لاندې دي . د م م د قوانینو پربنسټ شکنچه د بشري حقوقو څخه په ښکاره سر غړونه او ستر جرم ګڼل کیږي . دغه عمل په نړیوالو قوانینو او د افغانستان په قوانینو کې جرم دی . له همدې امله د دغو پیښو مسوولین باید مجازات شي ،د افغانستان لپاره د م م د بشر د حقوقو مسوول او د م م د مرستو دانسجام ادارې يا یوناما مشر وویل . ده دا هم وویل چې سیمیزه دولتي چارواکو د پلټنو پر مهال له یوناما سره ښه همکاري کړي ده .


اټکل یو کال له بندیاتو سره مرکې ، پوښتنې او پلټنې شوي دي .


د م م چارواکو ددې رپوټ دبرابرلو لپاره ډير مصارف تر سره کړي هم دي ، تر څو دوی له ۳۰۰ میړه بندیانو چې په وسله والو نښتو کې نیول شي وو، خپلواکې خبري اترې او مرکې وکړي . م م په ټول هیواد کې ۴۷ بندیخانو کې له بندیانو څخه لیدنه کړي ده . د پلټنو ،پوښتنو او مرکو پرمهال هېڅ دپولیسو ساتونکې شتون نه درلود. مرکې اوخبرې اترې د بندیانو په مورني ژبه کې ترسره شوي دي . دافغان بندیانو سره دغه پلټنې او پښتنې په نهو میاشتو کې د ۲۰۱۰ اوکتوبر څخه تر ۲۰۱۱ اګست میاشت پوري په پرلپسي توګه تر سره شوي دي . م م وايي، پلټنې ښايي چې یواځې د افغانستان د ملي پولیسو په بندیخانو کې دبندیانوسره ددریمې برخي څخه ډیر شکنجه او ناوړه چلند شوي دی .


حقوقي دعوا


د م م رپوټ پر بنسټ حالات د ملي امنیت یا استخباراتو په بندیخانو کې تر دې هم بد تره وو . دلته د ټولو پوښتل شویو بندیانو څخه ۴۶ سلنې د بند په موده کې لږ تر لږه یو وار د دوی په وړاندې د درندو شکنجې له میتودونو څخه کار اخیستل شوي . په دولت باندې د م م رپوټ تورنه ښیي چې دا کوم خل خل پیښې نه دي، بلکې په سیستماتیک ډول په بندیخانو کې شکنجې تر سره شوي دي .


نوییم بلاک کې ځورول او رټل


رپوټ په ځانګړي ډول په نوییم ګوښمناکه بلاک کې ساتل شویو بندیانوله ځورولو څخه خبر ورکوي . دلته دملي امنیت په ریاست کې په ترهګریو جرمونو تورنوکسان او نور د دولت دښمنان بندیان دي . شکجه او ځورول په ډلیزه ډول او په لیکو کې هم تر سره شوي دي . د ۲۸ بندیانو څخه دوو کسانو وویل چې دوی د خپل بند په موده کې له شکنجوڅخه بچ پاتي شوي دي . د دولت د دښمنانوپه منځ کې تنکې ځوانانو هم شتون درلود . دوی هر ځل په مرکو کې بندیخانه د دوزخ سره پرتله کوله .


د افغانستان دولت غبرګون په دې اړه ډیر پڅ وو، په کابل کې د کورنیو چارو وزارت وویل ،موږ به دا رپوټ واخلو او په راتلوونکې څو ورځو کې به خپل غبرګون څرګند کړو . چارواکو و منله چې ځینې تیروتنې تر سره شوي دي او وعده يي وکړه چې د دغې پرابلم د حل په برخه کې به کار وکړي .


پای