کور / تازه خبرونه / په پاکستان کې به افغان کډوالو لپاره د حج د ادا کولو زمینه برابره شي.

په پاکستان کې به افغان کډوالو لپاره د حج د ادا کولو زمینه برابره شي.

اسلام اباد: په اسلام اباد کې له افغان سفارت څخه په خپره شوي اعلامیه کې څرگنده شوې چې : ـ د ۲۰۱۱ د اکتوبر۱۳ مه . څرنګه چې محترمو مهاجرینو ته معلومه ده چې په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوى سفارت په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو لپاره د حج د فریضې ادا کولو زمینې برابرولو په موخه څه موده وړاندې خپلې هلې ځلې پيل کړې او په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوى سفیر محمد عمر داودزي د پاکستان د مهاجرینو او د سرحدي چارو (SAFRON) او د مذهبي چارو وزیرانو سره د همدې مقصد لپاره لیدنې ترسره کړې. نوموړو هم د خپلو همکاریو او هم یې د سعودي مقاماتو سره د موضوع د مطرح کولو ژمنه وکړه افغان سفیر داودزي د پاکستان د مهاجرینو او د سرحدي چارو (SAFRON) وزیر انجینر شوکت الله خان سره د یادې موضوع په موخه لیدنه ترسره کړه. انجینر شوکت الله خان وویل چې د حج پروسه باید حد اقل شپږ میاشتې مخکې پيل شوې واې . په دې اساس سعودي مقاماتو ونشو کولاې چې یادې غوښتنې ته په وخت رسیدګي وکړي .هیله ده چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو لپاره راتلونکې کال کې د حج د فریضې ادا کولو زمینه برابره شي.