کور / تازه خبرونه / روزګان : نشيي توکي نيول سوي

روزګان : نشيي توکي نيول سوي

د روزګان ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي يې د يولړ پلټنو پر مهال شاوخوا ٣٠٠ کېلوګرامه نشيي توکي نيولي .
د دې ولايت دامنيې قوماندانۍ دنشيي توکو پر خلاف د مبارزې مدير ښاغلى نور الله خان وايي چي يادتوکي يې په دهراود ولسوالي کي نيولي .
نوموړى وايي چي په نيول سوو توکو کي ٣٨ کېلوګرامه چرس دي او ٢٨٤ کېلوګرامه اپين دي ، او په دې اړه يې دوه تنه نيولي هم دي چي اوس مهال داړوندو ادارو تر پوښتنو او ګروېږونو لاندي دي .