یوه ورځ می په د یوه نړیواله افغانی تلویزیونی شبکه کی لیدل چی دکابل ښار په یوه سیمه ګی چی شاته یی د شیرپور سیمی ډیر ښکلی او تازه اباد شوی بلډینګونه ښکاریدل ، یوه ډیره غریبه سپین سری ښځه ناسته ده او د ژمی په ریږدونکی ساړه موسم کی یوه واړه نیم لوڅ ماشوم ته د ډبری پشان وچه کلکه شوی ډوډی په یوه ګیلاس کی چی ښایی اوبه به ورپکښی وی ، غوټه او چی کله په لږ غوندی نرمه شوه ، هغه ماشوم ته به یی په خوله ورکوله . ماشوم به بیا دغه نرمه شوی ډوډی په ډیره مزه خوړل . میرمنی می بچیانو ته ناری کړی چی راشی و ګوری هلته هغه بیچاره ګان څه شی خوری او تاسی دلته په خوندور کباب خوله ولګوی ، یوه وړه ټوټه تری نه وخوری او نور ټول وغورځوی . اخر دغه ماشوم هم تاسی پشان پر مور او پلار باندی ګران دی خو هغوی دومره څه نلری چی د خوړلو دپاره یی دخپل زړه ټوټه ماشوم ته ورکړی . دخدای نه وډاریری ، کبر مه کوی او دخدای شکر پر ځای کړی . ماشومانو ته چی دلته په اروپا کی ستر شویدی ، دمور خبری بیخی بی مانا ښکاریدی ځکه هغه د وطن تنګدستی یی اوس اصلا له یاده وتلی او دلوږۍ په مفهوم بس دومره پوهیږی چی ګیډه می خالی شوه او باید یو خوندور شی ور واچوم . دوی دلته په اروپاکی دلوږۍ او تندی په هکله یوازی دومره پوهیږی او لدی نه پرته نه ورته په زړه پوری ده او نه یی هم ورباندی دپوهیدلو اړتیا وینی . زه ډیر وختونه د دوی پام هغو ستونزو ته را ګرځوم چی هیواد اوخلګ مو اوس هلته په وطن کی ورسره لاس او ګریوان دی . دوی یوازی پدی خاطر چی زه خفه او په قهر نشم ، ظاهرا یی غوږ نیولی وی مګر فکر او چرت یی بیخی بلی خواته وی ، داځکه چی دوی لوږه د یوی ټولنیزی زړه بوګنونکی پدیدی په توګه نه پیژنی . دا یوازی زما بچیان نه بلکه په اروپاکی دهری کورنی همدی ته ورته حال دی . داخبره تر یوی کچی دپوهیدو وړ ده ځکه چی د انسان ټول کړه وړه دچاپیریال تابع دی او دلته په اروپا کی واکمن چاپیریال داسی دی چی ماشومان دخپل پلرنی هیواد دټولنیزو ارزښتونو ، ستونزو او خوښیو څخه پردی لوئیږی . داکار دیوی خوا د چاپیریالی جبر له مخی تر سره کیږی او له بل لوری د ځینو نازی ډوله کړیو لخوا نه قصدا ورته دماشومتوب نه تبلیغ کیږی څو پلرنی وطن له یاده وباسی .
رابه شو دلته به د حاکم چاپیریال نه خبر واخلو چی هغه د لوږی د مفهوم سره څومره بلدیت لری او څه ډول چارچلند ورسره کوی :
یو وخت می دلته د ډنمارک په یوه موسسه کی پراکتیک کاوه . یوه ورځ لږ ناوخته کانتین ته راغلم چی نژدی ټولو کسانو ډوډی خوړلی وه او کارکوونکو یی غوښته چی پاک کاری وکړی . ما ولیدل چی په یوه زیات مقدار خوراکی مواد لکه سری کړی غوښی . ایشولی وریجی ، تازه پخه کړی ډوډی ، یو ښانک جوړه کړی سلاته ، سره کړی کچالو او نور ډیر شیان یی د کثافت په تورو غټو کڅوړو کی اچول چی و یی غورځوی . ماچی لومړی ځل دا کار ولید ، حیران پاته او پوښتنه می ورنه وکړه چی دا خو ټول د خوراک وړ شیان دی او تاسی یی ولی غورځوی ؟ دوی وویل چی اوس دکانتین د تړلو وخت دی ، نور دلته څوک نه راځی اوسباته یی د خرڅولو اجازه نلرو . ما وویل چی ولی یی کورو ته نه وړی او یا یی بل چاته نه ورکوی . دوی وویل چی ددی شیانو وړلو ته نه څوک اړتیالری او نه هم کورونو ته یی د وړلو اجازه شته ، مقررات داسی دی چی باید و غو ځول شی او موږ که ټاکلی مقررات عملی نکړو ، خپله دنده د لاسه ورکوو . دمقرراتو عملی کول دلته د حیرانتیا وړ خبره نده ځکه چی مقررات د همدی دپاره وضع کیږی چی باید حتما عملی شی . خوداخبره زما د پاره دحیرانتیا وړ خبره دا وه چی ولی باید داسی مقررات وضع شی د کومو له مخی چی دلوړ کیفیت لرونکی خوراکی شیان کثافتدانیو ته غورځول کیږی .
زما یوه ګاونډی افغان په یوه سوپرمارکیټ کی کارکاوه . کومه ورځ هلته دسودا پخاطر تللی وم ، و می لیده چی څو کریټه میوی او تور بادنجن چی دلته خوراګران هم دی د لاس په ګاډۍ کی بارکړی او دکثلفت بیلرو ته یی اچوی . کله چی می دعلت پوښتنه تری وکړه هغه وویل چی پدی کریټونو کی څو دانی خوسا شویدی او موږ باید ټول کریټ و غورځوو . دوی هم د وړلو یا چاته ورکولو اجازه ندرلوده .
یوه ورځ می په ورځپاڼه کی ولوستل چی ډنمارکیان په منځنی ډول دخپلو خوراکی توکو دریمه برخه خوشی غورځوی . زما د پراکتیک د ځای دهم هغه کانتین د کارکوونکوخبره را یاده شوه او ددی کار امکان می لیری و نه باله .
دادی تیره ورځ می د (24timer ) پنامه دډنمارکی ورځپاڼی په ۱۸ / ۵ / ۲۰۱۱ ګڼه کی تر لوړ سرلیک لاندی یوی لنډه کی غوندی لیکنی ته پام واوښت چی پښتو بڼه یی داده :
« په نړیواله کچه خورا ډیر خوراکی توکی ضایع کیږی او په ځانګړی توګه په لویدیز کی دا کار په ډیر ناوړه ډول ترسره کوی داځکه چی هرکال دلته د یوه نفر پر سر نژدی ۱۰۰ کیلوګرامه خوراکی مواد غورځول کیږی . داهغه څه دی چی د ملګرو ملتونو دخوراکی موادو دسازمان FAO)) په راپور کی چی په ۱۷ /۵ / ۲۰۱۱ نیټه د ( خوراکی مواد مه ضایع کوی ! ) تر شعار لاندی د نړیوال کانګرس په غونډه کی کوم چی د( Dusseldorf) ( جرمنی . ژباړ ) په ښارکی دایر شوی وو ، راغلی دی . راپور زیاتوی چی دنړی د ټولو خوراکی توکو دریمه برخه بیخی ضایع کیږی او ددغو ضایع شوو موادو کلنۍ کچه ۱،۳ میلیارد ټنو ته رسیږی . په ډنمارک کی د کرهنی او خوراکی موادو د چارو مشر سلاکار Klaus Jørgensen په راپور کی راغلی داخبره دحیرانتیا وړ نه بولی او دی پدی اند دی چی دضایع کیدونکو خوراکی توکو اندازه لدی نه هم زیاته ده او باید هرڅه ژر پدی اړوند اړین تدابیر ونیول شی . په نوموړی راپور کی دا یادوونه هم شویده چی دغه ضایع کیدل تر ډیره حده په لودیزه نړی کی تر سره کیږی او یو اړخ یی مصرف کوونکی خلګ دی چی همدارنګه دا بیځایه کار تر سره کوی » . د ژباړی پای .
یوه اړینه يادونه :
پدی کی هيڅ شک نشته چی دانرژۍ اوسنې سرچينې نه ختميونکې او لايزال ندی . په ځمکی کښي دتيلو او طبعی ګازو معد نونه دتل دپاره دانسانانو اړتياوو ته ځواب ويلای نشی ، ځکه نو انسانان مجبور دی دانرژی نور ډولونه او سرچينې پيداکړی . مګردا خبره هم ديادولو وړ ده چی تر اوسه لا دځمکی په ګيډه کی په ډير مقدارسره کشف شوی تيل او ګاز پراته دی چی دڅونوروډيرو نسلونو اړتياوی هم پوره کولای شی . لدی نه پرته هغه ذخيری چی لاتراوسه کشف شوی ندی هم په ډير مقدار سره داټکل وړ ګڼل شويدی . دتيلو اوګازو دزيرمو داډول ميدانونه نه يوازی په افغانستان بلکه دنړۍ په ډيرو هيوادونو او په ځانګړې توګه دځمکی په شمالی قطب کښی دپام وړ ارزښت لری . لدی نه چی هم تير شو، امريکا همدااوس په نړۍ کښی دتيلو ډيری ستری کشف شوی زیرمی لري چی اکثره ئی قصدا کنسرو کړيدی . ددی خبری معنا داده چی دوی دخپلو ذخيرو څخه کاراخيستل اوږدی راتلونکې ته ځنډولی او په حقيقت کی دامعدنونه دستراتيژيکو زيرمو په توګه ساتل کيږی . پخپله امريکايان داګړۍ دهغو تيلو څخه کاراخلی چی دبهر نه ئی رانيسی . ددی بر سيره دوی د جوارو ډيره برخه کومو ته چی دخوراکی توکو په موخه نړۍ اړه ده ، دبيوانرژی دلاسته راوړلو پخاطر پروسس او کاروی . بیو انرژی هغه انرژی ده چی د فوسیلی انرژی ( تر ځمکی لاندی زیرمی ) پر ځای ورنه کار اخلی ، د بیلګی په توګه د نباتی پیداوارو څخه دسوزلو وړ بنزین جوړول او په موټرانو کی ورڅخه د تیلو په توګه کار اخیستل . دا پلمه چی ګويا دبيوانرژی ( مثلا داګړۍ جواری چی ډوډۍ ده ) کارول دفوسيلې انرژی ( بنزين ) په پرتله د چاپيريال د ستره ساتلو دپاره ګټور کاردی ، دنړيوالو قناعت تر لاسه کولای نشی او ان داچی دبشر پرضد ئی دجنايت سره په يوه ترازو کی تلې . کله چی ټولې نړۍ په سترګو وليدل چی دځمکی د اقليم د ګرميدو دمخنيوی په چارو او د اټموسفير د کاربن ډای اکسايډ 2CO په کمولو کښی دامريکا دولت تر دا اوسه پوری لاهم دپام وړ مرستې نه ځان کاږی ، بيانو ډيره ګرانه خبره ده چی نړيوال به ئی نوموړی پلمې ته په درنه سترګه وګوری . دامريکا دولت که د سعدی عليه الرحمه ددی مقولې سره ځان همغاړی بولې چی :
بنی ادم اعضای يکد يګرند
چودرافرينش زيک جوهرند
ګرعضوی بدرد اورد روزګار
ديګر عضوهارا نماند قرار
نو بايد پدغه ناورين کښی دبيوانرژۍ دکارولو نه لاس واخلې اوددی خبری په پام کی نيولو سره چی يوازی په ٢٠٠٧ ميلادی کال کی پر وسلو او نورو نظامی چارو باندی دامريکا لګښتونه پنځه سوه او اوه څلويښت ميليارډه ( 000 000 000 547 ) ډالره وه ، چی دا ددوهمی نړيوالې جګړې راوروسته پدغه چارو کی د امريکا ترټولو زيات لګښت او دټولې نړۍ دنظامی بودجی نيمه برخه جوړوی ( د Nyhedsavisen ورځپاڼه ٢٠٠٨ جون ٢٠ ) ، نوبيا امريکا ته پکارده خپل دلګښت وړتيل دخپلو فوسیلی زيرمو څخه تر لاسه کړی . پدی کار سره به ديوی خوا په نړيواله کچه د بنزينو نرخونه را ټيټ او دبلی خوا به په سپما شوو جوارو باندی دډيرو خوارو وګړو ژوند وژغورل شی . داخبره هم په يادولو ارزی چی انسانان به يو وخت د ډيری ارزانی انرژۍ د ډولونو په موندلو بريالې شی ، بيا به نو دامريکا دتيلو پراخی زيرمی بيکاره پاتې او دهيچا په درد به و نخوری : سپمولې سپو خوړلې . والسلام