کور / تازه خبرونه / طنزيه ډرامې “توبه خدايه توبه” ريکارډنګ پيل شو

طنزيه ډرامې “توبه خدايه توبه” ريکارډنګ پيل شو

پېښور: د ژوندون تلويزيون افغانستان نوې اوطنزيه سريال ډرامې “توبه خدايه توبه” ريکارډنګ د پېښور په بېلا بېلو ځايونو کې پيل شو. د دې ډرامې پروډيوسر او هدايتکار اشفاق طورو دى ، دچې نوم يې د ګارنټۍ ضمانت دى ، د نوموړي په کاميابو ډرامو کې “درد، سلمى اور سليم، دوران، نيمګړى تصوير، کونډه جينۍ او پړاؤ” وغېره شامل دي. ممثل عمر ګل په ځانګړو خبرو اترو کې وويل چې اشفاق طورو يو منلى شوى هدايتکار دى او هغه د ممثلينو نه د کار په اخستلو ښه پوهېږي. نوموړي زياته کړه چې په دې ډرامې مونږ ډېره خواري کړې ده او د به د اولس ډېره خوښه شي. د “توبه خدايه توبه” په ستورو کې عمر ګل، سيد رحمان شينو، مهناز، سدره، نادره، طارق، مشال، نوران شاه طوفان، رحمان سيد، صبا خان او فضلي رازق شامل دي. د دې ډرامې ليکوال پروفېسر فرمان علي دى ، دا ډرامه به په راروانې مياشت کې د ژوندون تلويزيون نه خپرېږي.