کور / راپور / فېسبوک کې ناديه ګل او اسماعيل شاهد اول نمبر

فېسبوک کې ناديه ګل او اسماعيل شاهد اول نمبر

د ټويټر او فېسبوک مقبوليت ته په کتلو سره د هالي ووډ او هندي سينما ممثيلو هم دې پاڼو ته مخه وکړه او د خوښونکو شمېر يې لکونو ته ورسېد. د يو نوي راپور له مخې پريانکه چوپړا تر ټولو زيات خوښونکي لري چې تعداد يې څوارلس لکهو ته رسېدلی دی.


په فېسبوک کې د پښتو ممثيلينو تر ټولو زيات مينه وال د اسماعيل شاهد او ناديه ګل دي. يو خوا د پښتنو بدحالي ده او بلخوا پرې وخت ډېر بد راغلی، خو بيا هم ځني کسان فېسبوک ګوري او خپل ممثيلان خوښوي، چې په دې کې د اسماعيل شاهد  د خوښونکو شمېر ٧١٤ دی، که څه هم دا ډېره کمه شمېره ده خو بيا هم د خوشحالۍ خبره ده او اميد کېدی شي چې په ائنده کې به دا شمېره ډېره لوړه شي. د اسماعيل شاهد نه وروسته د جهانګير خان خوښونکي ٤٣٢ دي، که څه هم په پښتو ممثيلينو کې خلک جهانګير خان ډېر خوښوي او د نوموړي ډرامې هم زياتې کتل کېږي، خو بيا هم په فېسبوک کې يې د خوښونکو شمېر تر اسماعيل شاهد کم دی. په پښتو سينما کې يواځينی جهانګير خان داسې ممثيل دی چې تر ټولو زيات کار کوي، ځکه چې په هره مياشت کې د نوموړي ډرامې هم زياتې راځي او په هر فلم کې هم نوموړی وي. په درېم نمبر ارباز خان دی چې د خوښونکو شمېر يې ٢٧٤ دی، که څه هم ارباز خان د پښتو سينما يو ښکلی ممثيل، لارښود دی او په هر اختر کې د هغه فلم کاميابي ترلاسه کوي، د هغه ډرامې هم ډېرې کاميابېږي خو بيا هم په فېسبوک کې د خوښونکو شمېر يې ډېر کم دی. په څلورم او اخري نمبر باندې عجب ګل دی، چې خوښونکي يې ٥٥ دي، دا ډېره د افسوس خبره ده چې نوموړی دومره په لږ شمېر خوښونکي لري، عجب ګل د “ما به څنګه هېروې”، “جال”، “زنځير”، “شريف بدمعاش” او “شغلې” په شان کامياب فلمونه جوړ کړي دي، خو بيا هم د هغه د خوښونکو شمېره کمه ده. له دوي پرته د شاهد خان، دلبر منېر، ببرک شاه، محمد حسېن سواتي او داسې نورو ممثيلو په نوم هيڅ کومه پاڼه په فېسبوک کې نشته.


د ښځينه ممثيلي په نومونو کې د ناديه ګل نوم په سر کې راځي، ځکه چې د نوموړې د خوښونکو شمېره ١٢٢١ ته رسي، ورپسې د پښتو فلمونو ښکلې، مسته، شوخه او د خوږ غږ خاونده عاصمه لتا ده چې د خوښونکو شمېر يې ٩٠٣ دی. بيا سلمى شاه (٨٥٧)، سحر خان (٦٦٢)، دعا قرېشي (٥٨٥)، سحر ملک (٥٥٧)، سدره نور (٣٣٢)، کرن (٢١٠)، نجيبه فيض (١٧٥)، سونو لعل (١١٢) سلمى ناز (٤٣) او سنبل ٣١ خوښونکي لري. يوه خبره خو په ډاګه ده چې د سړو په پرتله د ښځينه ممثيلو خوښونکي په فېسبوک کې ډېر دي. دا هغه پاڼې دي چې هم د دوي خوښونکو جوړې کړي دي او بيا يې وخت پر وخت اپډيټ کوي، خو زياتره پکې داسې هم دي چې يو ځل جوړې شوي دي خو بيا پکې چا څه نه دي اچولي، نو د دې وجه هم دا کېدی شي چې د دې ممثيلينو خوښونکي کم دي، د دې په پرتله د هند ممثيل د خپلو خوښونکو سره په خپله اړيکه نيسي او خپل خيالات خپلو خوښونکو ته رسوي.