لومړی خو به داووایو چې صالح څوک دی ، او څنګه ترې غربي رسنیو چیګوارا جوړکړی ، درګرده ورسره مرکې کوي ، او دمطبوعاتوپه صفحو یې نېغ نېغ کوي .
دمعلوماتو له مخې امرالله صالح دنظار په شورا کې دټيټې پایې ګډونوال وه ، خو دا چې له لویديځو استخباراتي ادارو سره یې ژورې اړیکې او دښې کارکردګۍ ریکاډ درلود ، نو ځکه یې اوس لویديځوال سازمانونه ، چارواکي او مطبوعات دفهیم ، قانوني او نورو په پرتله په درانه کاڼي تلي ، او ډير ناز پرې کوي .
دپیریانو دجګړې نومې کتاب لیکوال ( سټیو کول ) لیکي چې امرالله دطالبانو د واک په مهال په منځنی اسیا کې د CIA یو ډالرخور اجیر و ، چې دلانګلي او پنجشیر ترمنځ یې اړیکې تنظیمولې ، دغه راز یې په افغانستان دامریکایي برید دپیل په مهال او ترهغه وړاندې افغانستان ته دسي آی اې دڅارګرو او جاسوسي پلاوو د لېږد او رهنمایي په چاره کې هم مرسته کوله .
په افغانستان دامریکایي برید په مهال چې دهیواد په شمال او مرکزي سیمو کې امریکایي الوتکو هوایي بمباردونه کول ، دکواردیناتو او ترصُد چارې یې دشمال ټلوالې دمنسوبینو په لاس کې وې ، په دې شپو ورځو کې د ټلوالې لخوا دسي ای اې چوپړ دومره لوڅ او رسوا وه چې دټلوالې ترټولو لوړپوړي مشر ( رباني ) دبي بي سی له لارې په امریکایي استخباراتو غږ کړی وه ، چې ( واړه بمونه کار نه کوي ، غت غت بمونه پر راووروئ )
په همدې مهال کې صالح هم خپل ټول دجاسوسۍ مهارت په کار اچولی وه ، نوموړي په کولاب کې د CIA په سیمیز برانچ کې په دنده ګومارل شوی وه ، او دیوه مخابره چی په دود یې دافغانستان معلومات او کواردینات تر لانګلي پورې رسول .
کله چې په کابل کې دکرزي ادارې واک په لاس کې اخیست صالح په هغو کسانو کې وه ، چې دخپلو ترسره کړي کردار له امله یې بیډۍ تر نورو ښه وار ته سیخه وه ، په همدې وخت کې دسي ای اې په تشکیلاتو کې دنوموړي دنده له کولاب څخه کابل ته را نقل شوه ، او دملي امنیت دریاست په ګدۍ مقرر شو .
داچې په تېرو لسوکلونو کې دسي ای اې دې کرایي جاسوس دکرزي درژیم امنیت څومره وساته ، په دې اړه دعیان دبیانولو اړتیا نه وینو ، دلته دمطلب ټکي ته راځو او یوه شیبه دامرالله په نویو او ترپخوا نابلده خیزکو باندې رڼا اچوو .
وروسته له کلونو خوارۍ چې امریکایي یرغل دافغانستان اولس دارادې په وړاندې له ماتې او شرمندګۍ سره مخامخ شو، امریکایي فریبکارانو حس کړه چې په دې ولس دمخامخ یرغل له لارې بریالیتوب نه شي موندلای ، نوځکه یې په نویو دسیسو او پلان ګزاریو لاس پورې کړ ، په دې لړ کې دښمن دافغانستان دوروڼو قومونو ترمنځ د خپل منځي نفاق دپیدا کولو او ژبنيو حساسیتونو دپارولو لپاره هم په سیستماتیکه توګه هڅې پیل کړې ، او دافغانستان دویش او تجزیې لپاره یې په تبلیغاتو او مقدماتي کړنو پیل وکړ .
په دې لړ کې امریکایي استخباراتو په ځانګړي توګه په خپلو هغو کسانو سرمایه ګذاري پیل کړه چې ترنورو ډیردوی ته اخلاصمن او له افغاني ارزښتونو سره جفا کوونکي وه ، په دې لړ کې یو دیادونې وړ شخص امرالله صالح وه ، چې دسي ای اې په لارښونه له پخوانۍ دولتي بې نتیجې دندې څخه مستعفي شو، او په نویو پلانونو یې کار شروع کړ ،
امرالله داځل خورا خطرناکه لوبه پیل کړه ، نوموړي په پوره بې پروایۍ دافغانستان مسئلې ته قومي رنګ ورکړ ، او په دې توګه یې هڅه پیل کړه ، ترڅو دافغانستان وروڼه اولسونه په قومي لیکو سره وویشي ، داسې ویل کیږي چې نوموړي دافغانستان ددښمنانو په مستقیمه مشوره او ملاتړ دمقاومت نوین په نامه یوه ډله هم جوړه کړې ده ، چې درګرده په مطبوعاتو ، غونډو او عامه مجالسو کې نفاق خپرونکی کمپاین چلوي ، دغه راز نوموړی په خپله په فیسبوک کې په مستعارو نومونو بیلابیل اکاونټونه او انټرنیټي پاڼې لري ، چې دمتحد افغانستان د داعیې په ضد خورا له زهرو ډکې لیکنې کوي .
غربي رسنۍ هم اوس امرالله ته د پخوا په نسبت توجه زیاته کړې ده ، او نوموړی دافغانستان په تړاو په هره موضوع کې نېغ نېغ کوي ، دبي بي سي له ټیلویزونی چینل سره امرالله په وروستۍ مرکه یوځل بیا هماغه داستخباراتي چوپړ دتېر مهال خبرې تکرار کړي دي ، نوموړي ویلي چې غربیان باید دجنوبي سیمو دټکولو له لارې طالبانو ته ستراتیژیکې ماتې ورکړې ، نوموړي دافغانستان په ځینو سیمو دامریکایانو داضافه بمبارۍ غوښتنه کړې ده ، دغه راز یې امریکایانو ته ویلي دي چې جنوبي او شمالي وزیرستان هم له یاده ونه باسي ځکه هلته دطالبانو او القاعده مراکز شتون لري ، نوموړي ویلي دي که امریکایان دطالبانو په وړاندې خپل زورزیاتی تشدید او بې رحمه نه کړي نو دده په وینا دتروریزم او طالبانو سره دمبارزې غربي اراده به ترشک لاندې واقع شي .
نوموړی چې طالبان په ډیر بدو نومونو مسمي کوي ، تل افسوس کوي او وایي چې دناټو اوامریکایي یرغلګرو له لس کلونو قربانیو سره سره بیا هم په افغانستان کې دطالبانو موازي تشکیلات په ځای پاته دي ، اوکوم اساسي آسېب یې نه دی لیدلی .
په ټوله کې امرالله ته حتی دخپلې ډلې ( نظار شورا ) په منځ کې هم دیوه سپک او ټیټ فطرته کس په سترګه کتل کیږي ، دغه راز په تیرو څو میاشتو کې چې دنوموړي منډې ترړې مطالعه شوي دي نوموړی یو احساساتي او رواني رنځور سړی پیژندل شوی دی ، چې دخپلې داعیې لپاره دعملي کړنو په ځای یوازې په عمومي غونډو او مظاهرو کې زنده او مرده بادوي او له خپل شعارونو سره دسم عمل څرک یې به دوربین هم نه لیدل کیږي .
زموږ باور دی چې امرالله صالح به هم دافغانستان او دې مؤمن اولس دنورو دښمنانو غوندې بالاخره داولس دارادې په وړاندې په سرټیټی کیږي ، اوله دنیاوي او اخروي خسران پرته به هیڅ هم په لاس ورنشي .