د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په ملګروملتونو کي د افغانستان پخوانى استازى فريد ظريف کوسوو ته د ځانګړي استازي په حيث ټاکلى دئ.
بانکي مومن ويلي ښاغلى ظريف يې د هغه ډيپلوماتيکي تجربې ته په پام سره د اېټالوي لېمبرتو زانيير پر ځاى پر دې دنده ګومارلى دئ، چي هلته به د سولي او ثبات د ټينګښت دپاره هلي ځلي کوي.
د ملګرو ملتونو يوه خبر پاڼه وايي ښاغلى ظريف په ډيپلوماسي، نړۍ والو اړيکو او د ملګرومتلونو سازمان په چارو کي د ښې تجربې خاوند دئ.
فريد ظريف له ١٩٨١ څخه تر ١٩٨٧ کال پوري په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د استازي، له ١٩٨٧ څخه تر ١٩٨٩ پوري د بهرنيو چارو د مرستيال وزير او وروسته يې تر ١٩٩١ کال پوري په نړۍ والو چارو کي د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټرنجيب الله د مشاور په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړي له ١٩٩٣ کال راهيسي د ملګروملتونو په سازمان کي بېلابېلي دندي ترسره کړي، چي اوسنۍ يې تر ټولو غټه وظيفه ده.
فريد ظريف په ١٩٥١ کال په کابل کي ږېږېدلى، د کابل پوهنتون د سياسي علومو ليسانس او د اکسفورډ پوهنتون د نړۍ والو اړيکو څخه د ماسټرۍ سندونه لري.