د اېران سرحدي پوځيانو د افغانستان پر نيمروز ولايت باندي راکټي حمله کړې، چي د مرګ ژوبلي په باب يې تر اوسه راپور نه دئ ورکړل سوى.
د آزادۍ راډيو له سيمي څخه په يوه تازه راپور کي وويل چي دغه راکټونه له نن ماپښين راهيسي پرله پسې د نيمروز ولايت پر مرکز باندي راغورځول کېږي، چي مالي تاوانونه يې رسولي دي.
د نيمروز د ولايتي شورا رمرستيال ويلي د افغان او ايراني سرحدي ځواکونو ترمنځ شخړه پر دې رامنځته سوې چي له څو ورځو راهيسي ايراني ځواکونه هڅه کوي د افغانستان په خاوره کي دننه امنيتي پوستې جوړي کړي، خو افغان ځواکونه يې مخنيوى کوي.
تر دې دمخه پاکستاني پوځيانو هم له څو مياشتي راهيسي له وزيرستان څخه د افغانستان پر کونړ، نورستان، ننګرهار او خوست ولايتونو باندي په سوونو راکټونو راغورځولي چي د سلو په شاوخوا کي کسان يې وژلي او په سوونو کورونه يې وران کړي دي.