د کندهار ولايت د ٤٠٤ نمبر ميوند زون د ترافيکو د عمومي مديريت د دفتر آمر ښاغلى دويم څارن عتيق الله خان لراوبر ته د ټليفون پر کرښه وويل چي نن ورځ د کندهار او بولدک ولسوالۍ پر لويه لاره دوه موټرونه چي يو يې شخصي او بل يې ټکسي ؤ يو د بل سره ټکر سوي او په پايله کي يې يو سپين ږيرى ، يو ماشوم او دوې مېرمني وژل سوي او اووه تنه نور ژوبل سوي دي .
نوموړى وايي چي ژوبل کسان يې روغتون ته د درملني په موخه وړي او پېښي تر پلټنو لاندي ده .
ترافيکي مسئولين د ترافيکو پېښو د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو نه مسلکي توب او د هغوى زيات سرعت په ګوته کوي .