د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت د ملي امنيت ښاري مدير د وسله والو په بريد کي ووژل سو .
د چارواکو په وينا چي نوموړى نن ورځ شاوخوا يوولس بجې د مستوفيت مخ ته ولاړ ؤ چي ناپېژاندو وسله والو ورباندي بريد وکړ او ژوبل يې کړ چي په وروسته يې د ور اوښتو ټپو له کبله په روغتون کي ساه ورکړه .
د دې ولايت دوالي مرستيال محمد جان رسوليار رسنيو ته د پېښي پخلى کوي او وايي چي دنوموړي سره يو ولسي وګړى او يو پوليس هم ژوبل سوي چي اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دئ .
په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي .