کور / تازه خبرونه / کندهار : ملي اردو چاودېدونکي توکي نيولي

کندهار : ملي اردو چاودېدونکي توکي نيولي

د کندهار ولايت ٢٠٥ اتل قول اردو خبر ورکړ چي نن ورځ يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کي يوشمېر چاودېدونکي توکي نيولي . نوموړي چارواکي وايي چي ياد عمليات يې د دې ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کي کړي چي په پايله کي يې ١٦ کړۍ پرسونل ضد ماينونه ، څلور کلاشنکوفونه ، د چاودېدونکو توکو ډکي ډبي او يوشمېر د ځانمرګو بريدو له پاره واسکټونه نيولي .
چارواکو د دې توکو سره د کوم کس د نيولو خبره نه دي کړې .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .