کور / سياسي / سیاسي ګوند څنګه جوړېدلای شي؟

سیاسي ګوند څنګه جوړېدلای شي؟

د ۲۰۱۱ز کال د اکتوبر پېنځمه


په هالنډ کې د افغاني کلتوري ټولنې سیمینار لپاره؛


 اوس په دې خبره ګرده افغانان پوهيږي چې افغانستان د نړۍ په يو حساس ستراتېژیک کنډو کې پروت دی، له دې امله ټولې اړونده چارې يې پېچلې او حساسي دي. سیاسي چارې او خوځښتونه يې هم همداسې درواخله. هېښنده خو دا ده چې سره له دې چې د نړۍ پرمختللې او غښتلې هېوادونه او ځواکونه ورسره په اړو پېچ کې دي، خو نه یوازې يې کوم د پام وړ پرمختګ او هوساینه په برخه نه شوه، بلکې لاپسې خوار وزار، کچکول په لاس، پېړۍ پېړۍ وروسته پاتې ساتل کیږي. په سیاست او ټولنیز ژوند کې هغه چارې چې موږ يې اوس تر سره کول غواړو، هغوی څو پېړۍ تر مخه ترسره کړيدي. ډېر څه چې زموږ سره نه ښایي هغه راپورې تپي. او هغه څه چې راته اړین دي، له هغو موبچ ساتي. د ساري په توګه: د يوې ټولنې د پرمختیا لپاره د مدني او ولسواکې ټولنې جوړول اړین دي، او د مدني ټولنې د جوړېدو لپاره سیاسي ګوندونه اړین دي او د سیاسي ګوندو د جوړېدو لپاره ازادي او ډموکراسي اړينې چارې ګڼل کیږي. او د ډموکراسۍ لپاره قانون او د قانون حاکمیت بنسټيزې چارې جوړوي. د دغه څلور واړه نومونو په تړاو د تاریخ په اوږدو کې ژورې لیکنې او شننې شویدي. خو زموږ په ټولنه کې څنګه چې ښايي هغسې پام ورته نه دی شوی. دلته يې د سکالو په تړاو دسیاسي ګوند او د قانون واک د لنډ پېژند، یادونه کوو:


لومړی ـ سیاسی ګوند Political Party: د سیاسی ګوند پېژند داسې شوی چې:


·         د يوې ټولنې د ښارونډو هغه ډله چې ګډې موخې او ګډې سیاسي ګټې ولري او د دغه ګډو موخو او ګټو لپاره هاندو هڅې وکړي او هغه کړنلارې چې د بنسټوالو لارښودو او پاخه مشرتابه لخوا د ګوندي بنسټيزې له مخې جوړې شوې وي، تر سره کړي.


·         ګوند د ښارونډو هغه ډله ده چې د ګډو موخو او ارمانو لپاره پېيلي او اوډلي جوړښتونه (منظم تشکیلات) ولري او د خلکو پر ملاتړ د دولتي واک ترلاسه کولو او یا په واک کې د ګډون لپاره هاندو هڅې کوي.


·         سیاسي ګوند د یوې ټولنې د یوه پاړکي پرمخیونې او پوهې برخې ته وايي چې د پاړکيزو ګټو د ترلاسه کولو په موخه ټاکل شوې واکمنۍ ته د رسېدو لپاره هاندو هڅې کوي، او دغه ډله د هغه ټولنیز پاړکي استازي وي چې په ټولنيزو کشالو کې لارښوونه کوي.


·         ګوند، هغه سیاسي سازمان دی چې روښانه سیاسي کړنلاره او موخې ولري او تر ډېره په هېواد کې د سیاسي واک د ترلاسه کولو پسې اخته وي. ګوند د يوې نوې پرمخیونې ټولنې لاسته راوړنه ده او یو نه بېلېدونکی ټوک يې بلل کیږي.


د قانون له مخې ګوندونه پر دریو ډلو وېشل کیږي:


۱ـ قانوني ګوند: هغه ګوند ته ویل کيږي چې یا د واکمنۍ له منځه او یا يې تر څنګ راټوکېدلی او جوړ شوی وي، او په ټوله کې د واکمنۍ بنسټيز قانون يې منلی وي، او د واکمنۍ په قانوني اورګان کې راجستر شوی وي چې زموږ په هېواد کې داسې چارې د نیاو (عدل) وزارت سرته رسوي.


۲ـ ناقانونه ګوندونه: دا ډول ګوندونونه پر دوه برخو وېشل کیږي: الپ ـ هغه ګوندونه چې په یوه واکمنۍ کې قانوني وي خو د واکمنۍ د بدلون له امله، نوې واکمني يې نا قانونه وګرځوي. لکه د سردار محمد داود په جمهوریت کې د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند او یا د افغانستان ټولنپال ولسواک ګوند (افغان ملت). ب ـ هغه ګوند چې د واک په جوړېدو کې ګډون کړی وي خو د ګوند د پالېسیو د بدلون له امله او یا د نورو لاملونو له کبله له واکمنۍ ووځي او د ناباندې (مخالف) ګوند دريځ غوره کړي.


۳ـ دولتي ګوندونه: دا هغه ډله ګوندونو دي چې د واکمنۍ پر مهال د واکمنۍ د پايښت لپاره جوړيږي. لکه د سردار محمد داود د جمهوریت پر مهال د «ملي انقلاب ګوند». د یادونې وړ ده چې جنګي ډلې، سره له دې چې دوی خپل ځانونه ګوند بولي، خو د سیاسي ګوندونو په لیکه کې نه راځي.


د یادولو وړ ده چې د سیاسي ګوند لومړنی څرک، په انګلستان کې د کورني جګړې (۱۶۴۲ ـ ۱۶۵۱ ز) په پای کې لګيږي. دغه کورنۍ جګړې د پاچا پلوو او پارلمان پلو ترمنځ تر سره شوې دې په پاي کې پارلمان پلوي د «کرومول» په مشرۍ واک ونیو او پاچا «لومړۍ چارلز» يې په ۱۶۴۰ ز کې اعدام کړ. اوجمهوري واکمني يې جوړه کړه. په ۱۶۶۰ز کې «دویم چارلز» پاچا شو، او په انګلستان کې پاچايي واکمني بیا ټېنګه شوه. له دې سره سم «ویګانو» او توریانو» خپلې هاندو هڅې پیل کړې او په دې توګه لومړني سیاسي ګوندونه (توري او ویګ) رامنځ ته شول. پاچا پلوي وګړي د «ويګ» (Whig) په نامه یادیدل. ویګ په انګرېزۍکې «تروو شودو» ته وايي. او د ګوند له نامه سره يې تړاو داسې وو چې: د ۱۷ مې پېړۍ په وروستۍ څلورمه کې د دویم چارلز پر مهال، دوه ګوندونه چې یو يې د پاچا پر وړاندې اوبل يې د پلويانو لخوا جوړ شوي ول. له دربارسره ټکروالو به، دربار پلوو ته د سپکاوي په توګه، د «ويګ» نوم کارولو. خو دربار پلوو به هم پر دوی د غچ اخستو په پلمه د«توري» (Tory) نوم، چې مانا يې (د څار لاندې غل او یاغي) ده، اېښی وو. او بیا دا دواړه نومونه د انګرېزانو د پارلمان د دوه وتلو ګوندونو (توري، د محافظه کار ګوند او ویګ، د لېبرال ګوند او له ۱۹۲۰ ز نه د کارګر ګوند) نومونه شول. او د وخت په تېرېدو سره يې په موخو او تګلارو کې ډېر بدلونونه راغلل.


ویګېزم (Vhiggism) «ویګ»، د انګلستان د ازاديپاله (لېبرال) ګوند پېژندل شوی نوم دی چې د ۱۹ مې پېړۍ تر نیمايي پورې په همدې نامه سره یادېدو. او د امریکا د اوښتون پر مهال هم یوه ډله هېواد پال په همدې نوم سره يادېدل.


دویم ـ همدا راز د یوه سیاسي ګوند او د فشار ډلو تر منځ هم غوڅ او څرګند توپېر ته باید پاملرنه وشي. د فشار ډله څه ته وايي؟


فشار ډله Groups Pressure: هغه سازمانونه او جوړښتونه چې رسمي تشکیلات لري او هڅه کوي چې دولتي او حکومتي کړۍ او یا د خپلو ګټو په موخه، ځينې برخې يې تر اغیز او فشار لاندې راولي. دغه ډلې د خپلو بریاو لپاره اړ دي چې ولسي او ټولنيز ملاتړ راخپل کړي. دا ډلې د ټولنې په ټولو اړخونو کې خپل خوځښتونه تر سره کوي. ځينې يې په سیمه ییزو کارځایونو او سوداګریزو سیمو کې د ټولنو په بڼه او ځينې يې په سیمه ییزو او یا منځیزو (مرکزي) حکومتونو خپل اغیز شیندي.


د فشار ډلو خوځښتونه، د ګوندونو په څېر، د سیاسي واک لپاره نه تر سره کيږي. خو هرې خواته چې وغواړي، واک اړولی شي. سیاسی ګوندونه د واک تر لاسه کولو او پر چارو د ټوليزکنترول لپاره هاندو هڅې کوي، خو د فشار ډلې د ځينې افرادو او کړیو کنترول او پر چارو خپل اغیز ساتي. لکه د سوداګرو خونه او ټولنه او داسې نور.


دریم ـ قانون Law: دا یو معرب (یانې هغه ويي چې له نورو ژبو عربي ته راغلي وي) ویی دی، او له آره د يوناني د «kavov» او «canon»نه عربي ته او بیا زموږ ژبو ته راګډ شویدی. په پرانسوی ژبه کې«  la loi» (للوا) او په انګريزۍ کې «law» ژباړل شویدی. قانون په ټولنپوهنه كې د هغه حكم يا حکومونه ټولګه ده چې د ټولنې د ټولنېزو او سياسي اړيكو د برابرولو په موخه، ټولنه خپل وګړي د هغو په منلو او غاړه اېښودلو پازوال (مسول) بولي. یانې قانون په ټولنېزو اړیکو کې د خلکو تر مینځ د یو منځګړي په توګه چارې سر ته رسوي.


څلورم ـ د قانون حاکمیت Rule of Law: د بشري ټولنې د تاريخ په اوږده موده کې قانون او واکمنان سره همغاړي ول، قانون هغه وو چې واکمنو غوښتلو. لکه چې اپلاتون پخپل خیالي ښار کې پوهان له قانون نه لوړ بلل. خو په ورستیو پېړیو کې قانون تر واکمنانو او د ټولنې تر ټولو وګړو لوړ وبلل شو. او د قانون واکمني داسې مانا شوه چې: د ټولنې یوتن هم که ولسمشر وي او که ساده وګړی وي له قانون نه لوړ نه دی. د بشر د تاریخ په اوږده موده کې قانون او واکمنان په یوه لیکه کې ول، قانون هغه توکي ول چې واکمنو غوښتل. او په وګړواکو ټولنو کې حکومتونو، د قانون د واکمنۍ په راپنځېدو سره د خلکو له سیاسي، ټولنيزو او اقتصادي حقونو ملاتړ وکړ. د قانون په واکمنۍ کې د پام وړ ټکی د قانون سرچينه ده. ولسواکه واکمني د قانون له لارې واک تر لاسه کوي او پخپله قانون ته غاړه ږدي. او په دې توګه نیاو (عدالت) رامنځ ته کېدای شي. د قانون د واکمنۍ لپاره خپلواکه ځواکمنه قضایي اداره، چې وکولای شي د واکمنۍ لوړ پوړي چارواکي تر پوښتنې لاندې راولي، اړینه ده. او قاضیانو باید پخه ښوونه او روزنه لېدلې وې، په پوهنه کې لوی لاس ولري او خپلواک او بې پرې وي، او په قانوني او قضايي چارو کې وګړواکۍ ته ګروهن وي. د وګړواکۍ حکومت د قانونو سر چېنه کېدای شي، لیکلی بنسټيز قانون، منښتې (مصوبې) او پرېکړې، مذهبي او اخلاقي لارښوونې، فرهنګي دود و دستور (جرګې) ، وي. د قانون یوازینی اغیزمن آړ (شرط) ، له ټولو يو ډول ملا تړ دی، نشي کېدای چې پر يوه یا څوتنو تر سره شي.


پایلې:


۱ـ غوره به وي چې د یو سیاسي سرتر سري یانې د ګرده افغانانو په ګډون د سیاسي ګوند د جوړولو چارې خپله لومړنۍ دنده وبولو. داسې یو ګوند چې روښانه دريځ ولري او د واک د تر لاسه کولو لپاره شونې او رښتینې چارې پیل کړی. د ګوند د واکمنۍ لاره بايد په څرګنده توګه د «ټاکنو» لاره (ټوليزې، مخامخ، پټې او ازادې) وي. او د ټاکنو ګټل لوی کمیت ته اړتیا لري. له دې امله د ګوند موخې او تګلارې باید دومره پراخه او په زړه پورې وي چې ډېره کي افغانان ځانونه پکې وویني.


۲ـ یو رښتونی افغان سیاسي ګوند خپله دنده بولي چې خپل هېوادوال پوه او ګډو لارو چارو ته وهڅوي. او له دې لارې د نړیوالو سره اړیکی وساتل شي. یو سیاسي ګوند باید د افغاني ټولنې د ځانګړتیاوو له مخې د ټاکنو له لارې ځان واکمنۍ ته ورسوي. او د واکمنۍ د شتو خنډونو او تاو تريخوالي پر وړاندې د بېتاوه پاڅون (عدم تشدد)، رغنده او خوځنده لارې نږدې دوه سوه رودې (طریقې) غوره کړي، او هره یوه يې د خپل مهال او ځای سره سمه وکاروي.


۳ـ نږدې ګرده پخوانۍ او اوسنۍ اندپوهنې (ايډیالوژۍ) [ټولنواله (سوسیالېزم)، پرګڼواله (کمونېزم)، ازاديواله (لېبرالېزم)، ولسپاله (نشنلېزم)، توکېزواله (مټریالېزم)، انګيرواله (ايډیالېزم) او …] په اوسمهاله سیاسي ډګر او د ګوندونو په اډانه کې، تتې او خوارې ښکاري. مانا دا چې اندپوهنه نوره د سیاسي ګوندونو اړينې او بنسټيزې چارې نه شي جوړولی. سیاسي ګوند د خلکو او دولت ترمنځ یو تړون دی. نه یوه اندپوهنېزه او سپېڅلې ژمنه. په تړون کې دخوځښت مهال، د ټولنې، ټولنيز- سیاسي او اقتصادي خوځښت پاړکی او ځانګړتیاوې په پام کې نیول کیږي. د خوځښت له هر ګام سره بدلونې او اړول – راوړل شوني او ان اړینې چارې دي. ګوندونه او سیاسي جوړښتونه کوم سپېڅلی ارمان نه بلل کیږي، بلکې اړینې ورځنۍ چارې دي چې باید تر سره شي یانې سیاسي ګوندونه باید د ټولنې ورځنۍ چارو او ورپېښو ستونځو ته په ځير سره وګوري. مانا دا چې ستراتېژۍ په داسې، واټن کې نه دي چې د چا له سترګو پناه او ارماني وي.


۴ـ افغان سیاستپوهان او ټولنپوهان باید د افغاني ټولنې د جوړښت او ځانګړتیاوو له مخې د خپلو څېړنو، سپړنو او لېکنو له لارې د «افغان سیاسي» فلسفې د پنځېدو لپاره په پرله پسې توګه هاندو هڅې تر سره کړي، تر څو د عقلي بېخبنايي پوښتنو د څرګندولو له مخې: د افغاني ټولنې، دولت، هېواد چارې، ټولنیز ژوند، د وګړي حقونه، د وګړي او ټولنو یو تر بله پرتله چې دافغاني سیاسي فلسفې سکالو جوړوي، په ګوتو شي. او همدا ډول دغه سیاسي افغاني فلسفه به د نورو مسلو لکه قانون، نیاو یا عدالت، د شتمنۍ او واک وځواک په تړاو څرګندونې وکړي او په دې توګه به افغاني سیاست او افغاني سیاسي ګوندونو جوړېدو ته، پوهنيزه بېخبنا او اسانه او هواره لاره برابره شي.


۵ـ د جرګو له لارې د سیاسي ګوندونو جوړېدل ډېر پخوانۍ سوچ دی. سیاسي ګوندونه د د ولت او خلکو تر منځ يو منځمهاله تړون دی چې د ټولنې د وګړو د خپلخوښې ګډون سره د ګوندي جوړښتونو له آرونو سره سم جوړيږي او پایښت لري. جرګه ییز جوړښتونه ډېر ژر په جرګو ورانېدای شي.


۶ ـ د لږکیو او ډېرکیو ځانګړنه او سکالو رابرسېره کول مو د ډېرکیو د استبداد په لور ټېلوهي، چې په وړاندې يې د لږکیو خوځښتونه په پرله پسې توګه کشالې جوړوي او پردیو ته د لاسوهنو موکه په لاس ورکوي. د داسې چارو هواری هغه مهال شونی دی چې د هېواد بشپړه او کره سره شمېرنه تر سره او د قانون له مخې هر چا ته د۰خوځښت خپله پوله په ګوته کړی. د سیاسي ګوندونو په تګلورو کې دا ډول کېسې، کرکنډې او خنډونه جوړوي.


۷ـ په ګوندي تګلورو کې د ژبې د غوړېدو، وچې او بې ګټې سیاسي او نا کره هڅې رانغښتل او شاربل مو لوړپالنې ته هڅوي، چې پایلې يې ژبنی تاوترېخوالی او استبداد جوړوي. په کار ده چې د قانون او د خپلې ژبې د پوهنيزه کولو له لارې، د ژبې د پرمختګ بنسټونه غښتلي شي. د جرمني ژبې د جوړېدو لپاره «لوتر»، انجیل په ساده او ولسي ژبه له لاتین نه جرمني ژبې ته وژباړلو. په دې توګه جرمني ژبه، د جرمنانو د ملي او رسمي ژبې په توګه، د منلو لپاره سیاله شوه. پښتانه باید د پښتنو د لېوالتیا سره سم پوهنيز نامتو اثار وژباړي او وپنځوي. او تر هر څه د مخه د قانوني لارو نه «قانون» ته بدلون ورکړي او بیایې له مخې د خپلې ژبې د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره لاره هواره کړي. مانا دا چې ژبه د زور له لارې نه ژبه کیږي.


۸ـ هر ډول سیاسي اوسمهاله منل شوې تګلارې یوازې د ګډو هڅو له لارې د منلو وړ دي. په یوازې سر چارې سر ته رسول، ځانګړوالې (انډيويدوالېزم) او اتلولۍ (هېروييزم) او اوتوکراسۍ (ځانګړوالې) ته لاره هواروي چې د ګردو د چارو پايلې ګرګري او استبدادي واکمنۍ دي. اوسمهال دا ډول چارې نه ولس راسره مني او نه نړيواله ټولنه. دا ځکه چې اوسني حالات داسې دي چې: که غواړو او که نه، باید له نړيوالې ټولنې سره په همغږۍ کې خپلې چارې سرته ورسوو.


۹ـ بله د ګلوبال خبره ده، د اوسمهالې پېر سره څوک نه شي کولای د پخوانیو وختونو لاپې شاپې او غورزې پرزې تر سره کړي. اوسمهال د ژوند ټول اړخونه د پرمختللې تکنالوژۍ پر مټ د نړۍ د اړیکو او راشه درشه مزي دومره رالنډ کړې چې بویه نړۍ په یوه کلي کې راګيره شویده. چې دا چاري پر ټولنيزو او سیاسي جوړښتونو او په ځانګړې توګه په سیاسي ګوندونو مخامخ اغیز شیندي.


۱۰ـ دا به هم یو ډول استبداد او نا دوده وي چې د خپل آند له مخې په نا ازبات شوو لاملونو سره ووایو چې: دا ډله او یا دا وګړی دې په واکمنۍ کې وي او دا دې نه وي. دا خاین دی، او دا رښتونی. دا هېواد پلوری دی او دا هېوادپاله. دا چارې هم باید قانون او قضا وټاکي. محکمه باید د قانون له مخې پرېکړه وکړي چې څوک، څوک دی. په دې توګه د هر چا د خوځښت او شتون ځای او برید څرګندیږي.


۱۱ـ د سیاسي ګوند د جوړېدو په چارو کې تر ټولو ارزښتمنه خبر د مذهب او سیاست (جومات او دېره) جلا ساتل دي. مانا دا چې د هر یوه شتون، په یوه ټولنه کې په تېره په افغاني ټولنه کې اړينې چارې دي. پکار ده چې د هر یوه درناوی او پرمختګ يې په خپله اډانه کې تر سره شي. انګریز پوه «جان لاک» ، له دغه دواړو ځواکونو نه هر یو يې، یوه همګټې ټولنه (کامنویلت) بللې. چې هره يوه يې باید پر خپله برخه کې خپلې چارې تر سره کړي، یانې لومړنۍ دې، د دونیايي (سیاسي) چارې سمبال کړي او دویمه دې د وګړو د اروايي هوساینې لپاره، هاندو هڅې وکړي.


۱۲ـ د سیاسي ګوند په جوړولو کې د ځوانانو ونډې ته، زموږ د هېواد د ځانګړتیاو په پام کې نېولو سره، پوره پاملرنه پکار ده. دا ځکه چې د تېرو څلوېښتو کالو په اوږدو کې د ټوپک له لارې یو پر بل پسې له بد نه بدتره اورپکو واکمنیو تل راتل او اوږدو کورنیو جګړو زموږد هېواد روښانده پاړکی دومره ځپلی، زورولي او کړولي دي چې د جوړونکو لارو چارو سپړلو د سمو پايلو تر لاسه کولو چارې يې له ستونځو سره مخ کړيدی. د پخوانیو ګوندونو پاته شونو او له ګوندونو بهر، روښاندو په پرله پسې توګه هاندو هڅې تر سره کړې تر څو نوي ګوندونه راجوړ کړي. خو له بده مرغه دا چارې څنګه چې ښايي هغسې تر سره شوې نه دي. د تاریخپوه حسن کاکړ په وینا: «..دوی خپلو اندپوهنو «ايډیالوژیو» ته بدلون نه ورکوي بلکې بڼه يې بدلول غواړي» . رښتیا خو دا ده چې وي به داسې کسان او وړې وړې ډلې، خو ډېره کۍ برخه يې د زړه له کومي نوي بدلونونوته لېواله دي. دا ځکه چې له يوې خوايې اندپوهنې (ايډیالوژۍ) د سیستم په توګه له منځه تللې او د یوې نوې اندپوهنې منځ ته راتلل لسګونه کالونه غواړي، له بلې خوا پر هېواد واکمنې جنګي ډلې، لوټتالان او واک چلول خپله الهې «موندنه!» بولې، او د ټولو پرمختیا غوښتونکو هېوادپالو پر مخ خنډونه او کرکنډې جوړوي. له دې امله د یو نوي سیاسي ګوند د جوړېدو لپاره ګرده هېوادپاله او ولسپاله او منځلارې اسلامي ډلې اوجوړښتونه کولای شي د دوه یا درې ګډو موخو په لرلو سره، ګډې هڅې د سیاسي منل شوو آرونو (ټلواله «جبهه»، یووالی «اتحاد»، یوموټی «متحد» ) او جوړښتونو په اډانه کې تر سره کړي.


۱۳ـ د سیاسي ګوند د جوړېدو لپاره د يوې روښانه او ټولېزې موخې ټاکل، یانې څرګند دريځ لرل، تر ټولو ارزښتمنې او اړينې چارې بلل کیږی. دا موخې او دريځ باید د ټولنې جوړښت، د خلکو غوښتې او د ټولنې د خوځښت د پاړکي د مهال له مخې غوره شی. کله ناکله داسې هم پېښيږي چې یوه روغه او منلې لاره یا موخه یا ناره (شعار)، د یولړ اورپکو او ناپوهنيزه سیاستونو له امله، ناسپېڅلې او ناوړه وګرځي. د ساري په توګه: مات صلیب (په سانسګرت کې «سواستیکا» ) د هندو اروپاي وګړو ته، له زرګونو کالونو راهيسې، سپېڅلې او د نیکمرغۍ او ښېګڼې نښه وه. خو هټلر د «نازیانو» ګوند لپاره د سمبول په توګه وکاروله، نن دغه نښه په دغه سیمه او د نړۍ په ځېنې نورو برخو کې ناکاره او ناوړه شوه، ان تر دې چې په جرمني کې يې کارول جرمانه هم لري. همدا راز په ځينې ټولنو کې دموکراسي، ولسپاله او یو شمېر مذهبي لارې او نارې همداسي درواخله.


۱۴ـ هر سیاسي ګوندته پکار ده چې په ټوله کې د شرایطو له غوښتنو سره سم یوه ناره یا شعار ولري، د ساري په توګه په پخوا کې د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د «کورـ کالي – ډوډوۍ» وګړپوهه ناره وه. اوسمهال کېدای شي د بې تاوه پاڅون له لارې، د «یو افغانستان» یا «تاريخي افغانستان» د جوړولو ناره د یوه سیاسي ګوند او سازمان لپاره په زړه پورې وي.


د پښتنو متل دی چې وايې: «اور سوی په اور جوړيږي» که افغانان امریکايي ډموکراسۍ ځپلي، خو غښتلي، منلي او ملي ولسواک سیاسي ګوندونه يې يوازينۍ درملنه ده. مانا دا چې د سیاسي بې وسي، درملنه، سیاسي ګوندونه دي. پرته له سیاسي ګوندونو نه د ازادې، او پرمختللې ټولنې جوړېدل ناشوني چارې دي.


مننه


اخځلیک: سیاسي لارې (لیکوال؛ سعادت ملوک ازاد)