د روم قیصر
قاسم یی دنیولو وروسته د شاهی زندان د زمکی لاندی تیاره کوټه کی ور واچاوو . سلطان محمد خان ته د قاسم اخری لیک همدا ور رسیدلی و چی په کی یی لیکلی و چی ددواړو کلیساو تر منځ اتحاد می سبوتاژ کړی دی . او دا چی سپه سالار نورټاس د رومی کلیسا په خلاف سخت قهریدلی دی . قاسم سلطان ته دا هم ښکلی وو چی (جان حسټیانی ) به ډیر ژر دفاسفورس ابنا ته را ورسیږی . ددی ترڅنګ په ښار کی د کلونو کلونو محاصری په خاطر په ټنونو مواد راټول کړل شوی دی . سلطان دتیرو څو میاشتو راهیسی د قاسم دغه ډول لیکونه تر لاسه کول ، چی په دی کی یی تر ټولو مهم لیک د ښار ددیوالونو او د « ګولډن هارن » په اړه وو . خو نن سلطان ته خبر ورغلی و چی قاسم یی د بطریق ډیمونان په وژلو باندی نیولی دی . او ډیر ژر به ورته شهنشاه دمرګ سزا ورکړي . سلطان په لوړ اواز …..مرحبا وویله اوقاسم بن هشام یی ډیر و ستایه . ترڅنګ یی دخپلو سالارانو سره دقاسم بن هشام په اړه خبری اتری پیل کړی .
لا تر اوسه قاسم ته دمرګ سزا نه وه ورکړل شوی ، پخپله شهنشاه خپل محل ته د راتلو وروسته دغه سزا ځنډولی وه هغه یی یوازی په یوی تیاری خونه کی ور غورځولی و . شهنشاه فکر کاوه چی هغه به دقاسم څخه د سلطان محمد د ځواکونو په اړه ډیر څه را وکاږي ، په قسطنطنیه کی دقاسم هغه دوستان چی د قاسم سره یی اړیکی وو هم دخپلو کورو څخه پټو ځایو ته ولاړل . دا خبر په ډیره بیړه د رومیل کورته هم ورسید . او بریټا هم واوریدل چی د فادر ډیمونان قاتل چی یو مسلمان جاسوس و ….د ایاصوفیا څخه و نیول شو .
مارسی لا تر اوسه هم بی هوشه پرته وه . اوځان یی د بی وسه مرغۍ په څیر بند احساساوو . داسی مرغۍ چی په یوی اوسپنیزی پنجره کی بنده کړل شوی وی، هغه به ښکته پورته کیده او دقاسم د ازادیدو په اړه یی فکرونه کول خوهیڅ ممکن لاره یی مخی ته نه راتله . دا د مارسي حال و ، اخوا « سونیا» چی قاسم به د لیونۍ پیغلی په نامه یادوله ، د قاسم د نیولو وروسته په خپله کوچنۍ کوټه کی بی سده پرته وه . هغی ته د قاسم د مسلمان په څیر ډاګیزه کیدل هم یو شوک وو . که څه هم هغه ډیره مذهبی پیغله نه وه خوبیا هم په دی ویریده او فکر یی کاوه چی ، ښه نو، یومسلمان جاسوس د یوی عیسوی خادمی سره ولی دومره مخلص و . ورځی په چټکۍ سره تیریدی .
په «اورنه » کی د سلطان قصر دخلکو دګڼی ګوڼی څخه خوزیده ، نن سلطان محمد دخپلی بحری بیړۍ د کتلو له پاره د «بحر اسود» په لور ور روان وو. دهغه تر ټولو غوره سالار احمدکدک پاشا ، او محمود پاشا هم دهغه سره یو ځای تلل . دسلطان دتلو سپرلۍ تیاره وه چی په همدی وخت کی دسلطان یو قاصد ورته رامخته شو . قاصد ورته پیغام ورکړ چی د رومیلی کلا تیاره شوی ده ، یوازی یوه میاشت معمولی کار ته اړتیا لري . اوډیر ژر به دکلا برجونه د توپونو د نصبولو له پاره تیار کړل شي
دسلطان له پاره دا تر ټولو ښه خبرو . د بله اړخه دهغه بحری بیړه هم د تیارۍ په حال کی وه . ستر ستر بحری جهازونه تیارکړل شوی و و او نن سلطان دهمدی جهازونو دمعاینه کولو له پاره دتوری بحیری په لور ور روان وو . سلطان لکه د نورو پادشاهانو په څیر د بګیو په کتارونو کی د تګ عادی نه و . دهغه سپرلۍ یوازی یو عربی نسله « ابلخ» اسپ و ، سلطان دخپلو ملګرو سره دلمر د راختلو سره سم هغه لوری ته وخوزید، دا دعثمانی سلطنت لمړنی سلطان و چی په طبیعت کی یی د فنون لطیفه سره محبت او دلچسپی وه . « محمودپاشا» هم یو شاعر و. نوکله به چی هغه د سلطان سره یو ځای کومی لوری ته ورته نوپه ټوله لاره به یی زعفرانو په څیر محفل جوړ کړی و . سلطان محمد خان ته په زرګونو فارسی اشعار په یاد وو . هغه په فارسی او ترکی دواړو ژبو باندی ډیر شه شعرونه ویل ، په دی اساس تر توری بحیری پوری دغه اوږود سفر په ټوکو ټکالو اوشاعرۍ کی په خندا اوخوشالۍ تر سره شو . سلطان محمد دبحری فوځ څنګ ته راغی ، دا یو ستر او پراخه ساحل وو ، دسلطان بحری بیړۍ په ازادو اوبو کی ولاړی وی او هری لوری ته یی د زانګو په څیر موجونه خوړل . ګڼ شمیر سپاهیانو هلته تګ راتګ کاوه ، یوه ملاح چی کله سلطانی ډله وکتله نو سمدلاسه یی منډه کړه او امیر البحر ته یی ځان خبر ورکړ ، په دی وخت کی امیر البحر « بلوط اغلن» د یوه بحری جهاز په چت ولاړ و او د سمندر په لور یی دخپلو ځواکونو ننداره کوله . کله چی امیر البحر ته څرګنده شوه چی سلطان دخپلو دوو سوو کسانو سره یو ځای دلته رارسیدلی دی نو ډیر وارخطا شو او دلیونو په څیر یی لاندی را و دانګل ، کله چی هغه ساحل ته را ورسید نو ویی کتل چی سلطان د یوه زوړ ملاح سره په خبرو بوخت دی . هغه وکتل چی ګڼ شمیر سپاهیانو اوملاحانو د سلطان دروند استقبال کړی دی ، امیرالبحر هم دسلطان خواته راغی ، هغه ته یی په ډیر ادب سره سلام وکړ او هلته توری بحیری ته یی دهغه د راتګ له پاره ښه راغلاست ووایه .
زوړ کپتان «عباس » هم دسلطان سره یوځای روان و . د ساحل هوا د سلطان توره لونګۍ په هوا کی الوزوله . دغه زوړ ملاح د یونانی جهازونو پخوانی کیپتان ( بارټا کوزین) وو چی د مسلمانیدو وروسته همدلته اورنه ته راغلی و . او بیا سلطان ورته همدلته په توره بحیره کی د دبحری فوځونو د تیارولو حکم ورکړی و . اصل مسؤلیت خو د امیرالبحر و خو زوړ عباس دهغه دمعاون په څیر دهغه سره یو ځای و . سلطان دخپلو معاوینینو او نورو ملګرو سره یو ځای د یوه ستر جهاز په چت ور وخوت ، دا د بحری بیړۍ بیرغ وړونکی جهاز و . دغه ډول بیرغ وړونکی جهازونه څلور و ، سلطان د جهاز د چت نه لمړۍ خپله بحری بیړه وکتله چی دهغوی په کتلو یی سینه دخوشحالۍ نه خلاصه شوه او د بحر دمستی هوا په لګیدو سره یی خوله دخندا نه وازه شوه ، په دی وخت کی یی دمحمود پاشا په لور مخ کړ او ورته یی وویل :
« محمود پاشا ! وینی یی ، د دانیال هوا زمونږ دبللو له پاره دلته را رسیدلی ده . د فاسفورس نیلا اوبه زمونږ د جهازونو د استقبال له پاره نا ارامه دي ….. محمود پاشا ! نن درته یوه خاصه خبره کوم …»
ټول خلک دسلطان لوری ته متوجه شول . سلطان د جنوب غرب ساحل لوری ته چیری چی قسطنطین پادشاهی کوله مخ کړ او ویی ویل :
« محمود پاشا! مونږ کوچنیان وو چی د قسطنطنیی په اړه به قصی اوریدلی اوبیا مو کله چی دروم د قیصر ، دقسطنطنیی دپادشاه د سازشونو په اړه خبری اوریدی نو زمونږ د زړونو څخه به یوازی یوه خبره را وتله چی کله چی زه سلطان شم نو د کفر دغه ستر مرکز قسطنطنیه به حتما داسلامی سلطنت یوه برخه ګرځوم .» سلطان ددی خبری سره سم دعربی ژبی یو شعر ووایه چی په کی راغلی وو: ای دقسطنطنیی لوړو دیوالونو ! ته به د لیونیانو په لاره کی خنډ نه شی ،مونږ خو لیونیان یو اودخپل محبوب په عشق کی لیونیان .»
محمود پاشا د سلطانی ذوق ډیره ستاینه وکړه او په خند کی یی ورته وویل : درونده سلطانه ! ستا د احساساتو په کتلوسره ددی وړاند وینی له پاره د هیڅ ډول بصیرت اړتیا نه شته چی ووایو د قسطنطنیی ورځی شمیرل شوی دی او ډیر ژر به دا ښار قسطنطنیه نه بلکه « اسلام بول » وګرځی .
د سلطان د محمود پاشا د خولی څخه د قسطنطنیی نوی نوم واورید . او ډیر زیات یی خوښ شو، سلطان پریکړه وکړه چی هغه به د «رومیلی کلا» او د « اناضول کلا» په لور د څو جهازونو او کشتیو یوه ډله ور استوي . په همدی خاطر یی زوړ عباس د څلورو جهازونو د ډلی مشر وټاکه او هغه ته یی هدایت وکړ چی په ابنای فاسفورس کی ور ننوځی او د همدی لاری د « ابنای مارمورا» څخه تیر شی . دڅلورو واړو جهازونو سره یی لس لس کشتۍ هم وتړلی . سلطان زوړ عباس ته هدایت وکړ چی هغه دی دده ترمخه ددی مبارک جهاد دلمړني ډلګۍ په څیر حرکت وکړي . همغه و چی د زوړ عباس اودهغه د ملګرو دجهازونو دتللو له پاره وخت و ټاکل شو او سلطان بیرته خپل تمځای ته چی هملته د بحیری په غاړه ورته جوړ کړل شوی و راستون شو . نن شپه دسلطان او د بحری بیړۍ د عسکرو له پاره د رڼا ګانو شپه وه ، سلطان تلونکی ډلی ته د جشن د جوړولو لار ښوونه وکړه ، ترکی عسکرو نوی کالی واغوستل ، مشالونه یی روښانه کړل ، او ځای ځای یی په رڼاو ښایسته کړ ، یو شمیر سپاهیانو د جنګ ډول راو خست او په هغی یی خپل وخت خوشحاله تیراوو ، د توری دوهلو مقابلی ، غیږی او کبډی ….د ا ټولی مقابلی روانی وی سلطان ددوی د میلمستیا په خاطر بی شمیره میږی او ګډی حلالی کړی اوهغه یی په مکمله توګه وریتی کړي . دخوراک څښاک وروسته سلطان په ټولو باندی انعامات وویشل اوپه دی توګه د عثمانی سلطنت د بحریی لمړنۍ ډلی د خپلو تللو جشن و لمانځه .
بله ورځ سهار دلمر خاته سره سم د عباس جهازونو د توری بحیری ساحل پریښود ، زوړ عباس دخپل جهاز په چت باندی ولاړ و ،په ټولو جهازونو د عثمانی سلطنت بیرغونه رپانده وو . سلطان ، امیرالبحر ، محمود پاشا ، احمد کدک پاشا او اغا حسن ټول ساحل کی ولاړ وو او د عباس بیړۍ ته یی دخدای پامانۍ په خاطر لاسونه خوځول . د ساحل ټول کارکونکي ، ، ټول سپاهیان اوملاحان دخدای پامانۍ په وخت کی حاضر وو . اوپه دی توګه د توری بحیری لکونو کالو ساحل د ۱۴۵۲ کال په سهار کی د «الله اکبر» په نارو کی را و نغښت . دهغه زاړه په رګونو کی یو ځل بیا وینه را ځوانه شوه، په تن کی یی جوش او خروش ډیرښت و مونده او یواځی په څوارلس ورځو کی یی توره بحیره ووهله اوخپل جهازونه یی د فاسفورس د ابنا غاړو ته ورسول .
مصلح الدین اغا د خپلی جوړی شوی کلا په یوه برج باندی ولاړ و او په ابنای فاسفورس کی را ننوتونکی جهازونه یی څارل ، هغه ته دا جهازونه د لری څخه ډیر کوچني کوچني تر سترګو کیدل ، کله چی دا جهازونه د توری بحیری څخه ووتل او په ابنای فاسفورس کی ور داخل شول نو مصلح الدین داسی وانګیرله چی شونی ده چی دا جهازونه به د قسطنطنیی ته دشمالی اروپا څخه کومکونه راوړی . دمصلح الدین اغا عصابو ځواب ورکاوه . ځکه دا جهازونه اوس د رومیلی دکلا تر څنګ نه تیریدل . مصلح الدین اغا سمدلاسه خپل عسکر سره راټول کړل اوهدایت یی ورته وکړ چی د کلا دروازی بندی کړی . په دی وخت کی مصلح الدین اغا د برج په سر ولاړ و و او ددی جهازونو د راتلو انتظار یی کاوه ، خو کله چی مصلح الدین اغا په جهازونو باندی د عثمانی سلطنت بیرغونه وکتل نود تکبیر په ویلو یی دکلا ټول دیوالونه په لړزه شول ، سمدلاسه یی دکلا ټولی دروازی پرانستی اوخپلو سپاهیانو ته یی حکم وکړ چی مخته ورشي او دعثمانی بحری بیړۍ دغی دلی ته ښه راغلاست ووایی .
دعباس جهاز رومیلی ته د رارسیدو سره سم هملته لنګر واچاوو . مصلح الدین اغا د زاړه کپتان عباس ډیره ښه استقبال وکړ ، عباس ورته وویل چی سلطان د بانای فاسفورس د کلابندۍ کولو حکم کړی دی ، په حقیقت کی دا زمونږ له اړخه د جنګ پیلامه ده، اوس زمونږ سره څلور ستر جهازونه او څلویښت کوچنۍ کشتی د یوی بیړۍ په څیر موجود دی او په ځانته ځان دابنای فاسفور محافظ او ساتونکی یو .
د عثمانی سلطنت بحری ځواکونو دغی ډلی د ابنایی فاسفورس په تر ټولو لویی برخی چی د توری بحیری خوله وه خپله حکمرانی جوړه کړه . په پیل کی څو عیسوی جهازونو دی لوری ته مخه کړی وه خو د عباس بهادرو سپاهیانو هغوی ابنا کی داخلیدو ته نه و پری ایښی . او داور په اورولو سره یی هغوی بیرته په شا کړی وو . بیا د ګولډن هارن څو کشتۍ هم دی لوری ته راغلی وی خو دعباس شاهین صفته عسکرو هغوی ونیولی او هغه کشتۍ یی ضبط کړی . اوس نو عثمانی فوځونه په ابنا کی په پوره میړانه ګرزیدل . دغه ابنا چی ددوو سمندرونو د یوځای کیدو ځای او دکشتیو د تلو را تلو لاره وه اوس د جنوب له اړخه د نیمایی څخه زیاته د مسلمانانو په ولکه کی راغلی وه . خو د شمال له لوری په ابنا کی داخلیدونکی د دانیال دره تر اوسه پوری پرانستی وه . او دهمدی دری له لاری به د روم د بحیری عیسوی جهازونو په اسانۍ سره قسطنطنیی ته مال او وسایل ور رسول . وینس ، اسپین ، جینوا ،او د روم له اړخه ټول کومکونه دهمدی دانیال ددری څخه قسطنطنیی ته ور رسیدل .
کله چی د ابنایی فاسفورس د محاصری خبر شهنشاه ته ورسید نو دهغه اوسان وار خطا شول ، سمدلاسه یی خپل خاص وزیر را وباله او په غصه ناکه توګه یی ورڅخه وپوښتل :
خاص وزیره ! د عثمانی سلطنت بحری بیړۍ زمونږ په ابنا کی په سرو سترګو ګرځی راګرځی ، او جان حټینانی تر اوسه پوری نه دی رارسیدلی ……ایا د جینوا د بحری بیړۍ د ملاحانو په مټو کی د کشتیو د بوتلو زور نه شته ؟ دوی خو د ابنای فاسفورس د خوندي ساتلو له پاره راتولونکی وو . خو اوس د ابنا دا برخه د مسلمانانو په ولکه کی راغلی ده …که چیری په ګولډن هارن او دقسطنطنیی په ساحل باندی زمونږ خپل جهازونه موجود نه وای ، نو تر اوسه پوری به د عثمانی امپراطورۍ لمړۍ ډله زمونږ تر دیوالونو پوری را رسیدلی وه . خاص وزیره ! زه ډیر اندیښمن یم ، ماته ووایه چی څه وکړو ؟
د شهنشاه دخبرو په اوریدو سره وزیر را ټیټ شو او دخاص ادب وروسته یی وویل : « زمونږ قاصد خبر راوړی دی چی د جان حسټیمانی بحری جهازونه به په یو دوو ورځو کی ددانیا ددری نه را ووځی اوپه ابنا کی به ور ننوځی . درونده شهنشاه ! ته اندیښنه مه کوه د جان جسټیمانی بحری جهازونه چی زمونږ دبحری بیړۍ سره یو ځای شی نومونږ به و توانیږو چی دعثماني سلطنت بحری ځواکونه د ابنا څخه وشړو .»
خو شهنشاه ډاډمن شوی نه و . هغه سمدلاسه سپه سالار نورټارس ته پيغام ولیږه چی د ښار د ټولو دروازو او دیوالونو مسؤلیت دی نیغ په نیغه په خپله ولکه کی واخلی . ورځ یوه په بله پسی تیریده او دقسطنطین په زړه کی ویره زیاتیده ، هغه ته سمدلاسه خپل خوب په یاد راغی ،او د سسټر میری تعبیر یی هم په ذهن کی انګازی کولی ، هغه د کانفرنس په ورځ هغه دسرو سترګو خاوند دیو شاګال ښه پیژندلی و خو شاګال په ټولی غونډی کی داسی یو کار وکړ چی شهنشاه دهغه په مقابل کی هیڅ نه شوکولی. په دی توګه شاګال شهنشاه په خپله پناه کی اخستی و ، یا په بل عبارت دشهنشاه خوب پوره شوی و . هغه ته سسټر میري ویلی و چی هغه دی د سرو سترګو خاوند دیو بی له ځنډه ووژني خو شهنشاه داسی و نه کړای شول .
قسطنطین به نن سبا ډیر پریشانه وو . دهغه خوب دسترګو څخه الوتی وو . هغه به هره ورځ په یوه نه یوه ځای کی د جنګ په کارونو کی اخته و . خو کله به چی ځانته شو نو شراب به یی څښل .
د جان حسټیمانی بحریه چی د څو جهازونواو سلګونوکشتیو څخه جوړه شوی وه دیوه ستر فوځ سره یو ځای د ابنا په شمالی برخه کی را ننوتل . دبحریی په لمړي جهاز باندی د صلیبیانو بیرغ رپيده . په جهازونو کی سپاره سپاهیان د جهازونو چتونو ته را وختل او دلری څخه یی دقسطنطنیی ننداره کوله ، قسطنطنیه دهغوی څخه یوازی دری میله لری واټن کی پرته وه . دقسطنطنیی یوه برخه ګولډن هارن سره نښتی وه ، خو د ابنای فاسفورس بله یعنی جنوبی برخه دمسلمانانو په ولکه کی وه چی دقسطنطنیی څخه یی پنځه میله واټن درلود. خو عثمانی کشتیو به کله کله ګشت کاوه او ان تر دیوالو پوری به یی ځآنونه را رسول . د جان جسټیمانی جهازونه د دیوال تر څنګ تر ګولډن هارن پوری ورسیدل . د ګولډن هارن اوسپنیز زنځیر یی خوشی کړ او ډیری کشتۍ او جهازونه دننه ور ننوتل . خو یو شمیر نور وجهازونه د د ګولډن هارن څخه بیرون د ابناا په ساحل کی لنګر ونه واچول . هغه ځای چی د جسټیمانی کشتیو د لنګر اچولو له پاره ټاکلی و هغه په حقیقت کی د ماهی نیونکو ځای ځیګی و . هغوی به د ورځی ماهیان نیول اوبیا به یی خپلی کشتۍ هملته په ساحل کی پریښودی ، دماهی نیونکو کوچنیانو به هلته په هغی کی لوی کولی . کله چی کوچنیانو دا ستری ستر کشتۍ و کتلی نو وویریدل او دخپلو جونپړو په لور یی ورمنډی کړی .
ټآرمن چی د عیسوي بیړۍ ددی برخی قومندان و دخپل جهاز د چت څخه یی د ماهی نیونکو دغه کوچنی کلی کوت . ټارمن د جینوا یو ډیر تجربه لورنکی سپاهی او سپه سالار و . په حقیقت کی هغه یو بحری قزاق وو خو جسټیمانی د زیات رشوت په مقابل کی دلته ټاکلی و . دهغه د زوند څلويښت کاله دبحر په اویو کی تیر شوی و . دهغه په مخ باندی دزخمونو د نښو څخه دا ډاګیزه کیده چی ټارمن څو جنګونه تر شا پری ایښی دی، هغه وخت چی هغه بحری قزاق و نو شهرت یی تر لری لری پوری خپور شوی و . څومره چی ټارمن په خپلی میړانی او توری وهلو کی مشهور و نو دهغی نه زیات په وحشت او بربریت کی مشهور شوی و ، دهغه تر ټولو ستر بد عادت داو چی ډیر زیات شراب به یی څښل او هره ورځ به یی یوه نوی ښایسته پیغله په خپله بستره باندی درلوده . ټارمن د ماهی نیونکو کلی وکوت. نوخپل جهازونه یی هملته لنګرګړل او پخپله یی د ساحل په غاړه خیمی ووهلی .
ددی نه اخوا په څلور میله واټن کی مسلمانان پراته وو. او دمسلمانانو کشتۍ په د ورځی څو ځلی راتلی او د ماهی نیونکو تر کلی پوری به یی چکر واهه اوبیرته به ستنیدی . نن چی د ټارمن کشتیو دلته لنګر واچاوو . نو په ګشت باندی ماموری د مسلمانانو دوه کشتۍ په ډیره بیړه خپل سالار ته د اطلاع ورکولو له پاره ورغلی . داګست میاشت وه . او د رومیلی کلا په برجونو باندی د اربان په لاسو ستر توپونه نصب کړل شوی وو . کپتان عباس هملته په رومیلی کلا کی موجود وو . کله چی خبر شو چی د جینوا جهازونه هغوی ته نژدی راغلی دی نو دهغوی د نور پرمختګ د مخنیوي له پاره یی خپلو جهازونو ته دمخکی تلو حکم وکړ . ترڅنګ یی په کلا باندی د نصب توپونو خولی هم دشمال لوری ته راواړولی ، اوس نو دعباس په شریانو کی جوش او جذبه را پاریدلی وه . عباس خپلو ګشتي کشتیو ته حکم وکړچی دعیسویانو دجهازونو په تلو راتلو باندی کلکه څارنه وکړي .
د جسټیمانی د استقبال له پاره شهنشاه په خپله تر ګولډن هارن پوری راغلی و ، دجسټیمانی دکومک په کتلو سره په بندرګاه کی دموجودو عیسوي فوځیانو حوصلی غښتلی شوی او دخوشحالۍ څخه یی چغی وهل پیل کړل . خوپخپله شهنشاه دومره خوشحاله نه و. جسټیمانی خو راغلی و خو دهغه جنګی کومک د شهنشاه دهیلو څخه ډیر کم و . خوبیا هم شهنشاه په ډیره ښه توګه د جینوا د فوځونو استقبال وکړ. اودهغوی دخوشحالیو له پاره یی په شاهی قصر کی د شپی جشن جوړ کړ .
دشپی تر ډیره وخته پوری په شاهی محل کی د شرابو جامونه کړنګیدل ، هلته د ځوانۍ اوکبابو له پاره هم خاص پروګرام جوړ شوی و . د جسټیمانی د فوځ په کتلوسره شهنشاه دومره ویری اخستی و چی په بله ورځ یی د ټولو هیوادونو په لور خپل ګړندی قاصدان و لیږل او د نور کومک غوښتنه یی تر ی وکړه . په دوی کی د اسپین د شمالی ولایت اراګون او فسطله نه علاوه دغربی اروپا نور هیوادونه هم شامل و . دهغه وخته راهیسی چی عثمانی بحریی ځواکونو د توری بحیری لاره بنده کړی وه نو د شهنشاه اړیکی د شمالی اروپا سره پری شوی و و. په شمالی اروپا کی بلغاریه ، یوکرائن ، چیکوسلواکیه او د جرمنی ځینی سیمی شاملی وی . شهنشاه به ډیر دی فکر ځوراوه چی هسی نه چی قسطنطنیه یی دلاسو څخه ووځی .
هغه خپل ځان د قسطنطنیی د ډیرو بدقسمته شهنشاه ګانو څخه ګاڼه . هغه په دی ویره کی و چی د یولس سوو کالو راهیسی دهغه دپلرونو او نیکونو دغه جوړ کړل شوی نظام به پای ته ورسیږی . خو نه یی غوښتل قسطنطنیه له لاسه ورکړی .تر اخری حده یی هڅه کوله د قسطنطنیی څخه دفاع وکړي هغه ته دخپلو نیکونو اوپلرونو تاریخ ډاګیزه و چی په تیرو اوه سوه کلونو کی یی مسلمانان قسطنطنیی ته نژدي هم نه و راپرییښی ….. شهنشاه د جشن په خوشحالیو کی لږ څه مصروف شو خو نن سبا یی زړه په هیڅ شی نه راټولیده . قسطنطین یواځی په یوه فکر کی ډوب و او هغه دا چی څه ډول به وتوانیږی دخپلو پلرونو جوړ کړل شوی دغه سلطنت دسلطان محمد خان د یرغل څخه خوندي وساتي . هغه د عثمانیانو دهوډ څخه ښه خبر و ، همدا څوکاله مخته چی هغه د «موریا» په تخت باندی ناست و نو هغه د سلطان محمد خان د پلار سلطان مرادخان دلاسه دعثمانی تورو خوند څکلی و. هغه وخت چی قسطنطین د موریا حکمران و نو دخپلو ولکه شوو سیمو دخوندي ساتلو له پاره یی د « دکورت سیمه » کلابنده کړی وه اوبیا یی دهغه ځآیه د ډاډ اخستو وروسته د « تهیس » په ښار چی د عثمانی سلطنت تر څنګ د عثمانیانو په ولکه کی و ناڅآپی حمله وکړه او هغه یی و نیوه . قسطنطین ته دا په یاد وو چی دپیښی د خبریدو سره سم سلطان مراد خان سمدلاسه د «موریا» په لور روان شوی و . خو په لاره کی یی د « کورتهـ» مستحکمه کلا خنډ ګرزیدلی و . اوبیا هغه وخت قسطنطین ډیر حیرانه شوی و چی عثماني توپونو په ګولیو ورولو پیل وکړ او دکورتهـ دغه مستحکمه کلا یی دخاور سره خاوری کړه . دا د توپونو د استعمال لمړنۍ تجربه و چی عثمانی فوځونو تر سره کړی وه . هغه وخت قسطنطین ته په ټوله «موریا» کی دپناه او پټیدو ځای نه پیدا کیده په دی خاطر قسطنطین او دهغه ورور تهامس د سلطان مراد خان سره سوله وکړه ، په ځان یی باج کیښود او موریا یی هم د عثمانی سلطنت د باج ورکونکو ریاستونو څخه وګرځوله. قسطنطین به دا هر څه څه ډول هیر کړی وای . دا خو دهغه خپل برخلیک و ، په داسی حال کی چی دهغه دنیکونو برخلیک هم تری پټ نه و پاته .
بازینطینی سلطنت چی یو وخت په اروپا کی د « ډینوب د دریاب » اوپه اسیا کی د « اناطولیه » او « شام» پوری غځیدلی و ، نن یواځی تر قسطنطنیی پوری را نغاړل شوی و . دا سلطنت د بازنطینیانو له پاره د زوال سبب و ګرزید . شهنشاه په دی فکر کی و چی دهغه نیکونو پخپله مسلمانانو ته اجازه ورکړی وه چی په اروپا کی میشت شي، همدا راز هغه ته دا هم څرګنده وه چی په ۱۳۳۸ کال ، ددریم شهنشاه « اینډرو نیکس » د مړینی وروسته چی کله دهغه زوی « جان پلیولوګس » کوچنی ماشوم پاته شو نو ملکی اینا» خپل ستر چانسلر کنټا کوزین د کوچني شهزاده جان پلیولوګس له پاره ساتونکی او دهغه لار ښوود ټاکلی و . خو د شهزاده دغه ساتونکی کنټا کوزین ډیر زر په لالچ کی راغی او هڅه یی وکړه چی د قسطنطنیی تخت په خپله ولکه کی واخلی او شهزاده د مخی څخه لری کړی . د کنټا کوزین همدا خیانت ددی سبب شو چی مسلمانان اروپا ته راننوځی . کنټا کوزین د ساتونکی اولارښود ټاکل کیدو نه څو کاله وروسته یعنی په ۱۲۴۳ کال کی خپل ځان د شهنشاه په نامه اعلان کړ . په دی وخت کی کنټا کوزین په « نیکوټیکا» کی میشت و . ملکی ته داخبره د زغم وړ نه وه او د کنټاکوزین ددی کار مخالفت یی وکړ . پایلی یی داشوی چی ددواړو ترمنځه نښتی پیل شوی ، دواړو د عثمانی فرمانروا د زوی « اورخان» څخه دمرستی غوښتنه وکړه . ددی نه مخته هم عثمانی فرمانروایانو د قسطنطنیی د تخت تر منځ د جنجال کونکو څخه د یوی نه یوی ډلی سره همکاري کوله ږ
کنټا کوزی د اورخان څخه شپږ زره فوځیان وغوښتل او ددی په بدل کی یی خپله لور « تهیوډورا » هغه ته د ژوند د شریکی په څیر وړاندی کړه . اورخان هم دا شرط و مانه . اوپه ۱۳۴۵ کی یی شپږزره فوځیان د کنټا کوزین د مرستی له پاره اروپا ته ور ولیږل. کنټا کوزین دهمدی سپاهیانو په مرسته قسطنطنیه، چی دا وخت دملکی په لاسو کی وه ، کلابنده کړه. ملکه مجبوره شوه سوله وکړی اوسوله هم په دی حیرانونکی خبره وشوه چی کنټا کوزین اوښځه یی اوهمدا راز ملکه اینا او شهزاده جان پلیولوګس ….څلور واړه به په یوه وخت دتخت خاوندان اوسي ، همغه و چی دڅلورو واړو د تخت د کیناستو رسم ادا کړل شو. ددی اتحاد د نور ټینګښت له پاره کنټا کوزین خپله کوچنۍ لور شهزاده جان پلیولوګس ته واده کړه . په همدی وخت کی اورخان هم د شهزادګۍ تهیوډورا سره واده وکړ . اورخان خپلی نوی ناوی ته په خپل پلرنی مذهب د پاته کیدو اجازه ورکړه .
خو دا اتحاد تر ډیره پوری پاته نه شو ځکه کنټاکوزین یو ځل بیا د تخت او اقتدار دنیولو له پاره لیونتوب پیل کړ او دعثماني فوځ څخه یی مرسته وغوښتله . په ۱۳۵۳ کال یی دحکومت ټولی چاری په خپلو لاسو کی واخستی تر دی وخته پوری شهزاده لوګس هم ځوان شوی و ، شهزاده د کنټا کوزین سره مخالفت وکړ اوپه دی توګه کورنۍ شخړی پیل شوی . په دی وخت کی عثمانی سلطان اورخان دکنټا کوزین د مرستی له پاره شل زره عسکر را واستول ، ددی فوځ له پاره یی خپل زوی سلمان سپه سالار ټاکلی و . کنټاکوزین د اورخان له پاره داځل په اروپایی ساحل کی خپله یوه کلا د معاوضی په توګه وړاندی کړه ، دا همغه ورځ ده چی په اروپا کی دمسلمانانو د ولکی او پښی ایښودو له پاره لمړۍ ورځ ګڼل کیدای شي . کنټا کوزین د عثماني فوځونو په مرسته خپل زوم پلیو لوګس ته ماتی ورکړه او د قسطنطنیی په تخت یی ولکه وکړه . سلیمان پاشا د تړون له مخی د اروپایی ساحل یوه کلا د «زنپ » په نامه په خپله ولکه کی راوړه او هلته یی د عثمانی سلطنت فوځونه میشت کړل . ددی کار څخه څو ورځی وروسته په تهریس کی سخته زلزله راغله . او دډیرو ښارونو دیوالونه را پریوتل . په دی کی د «ګیلی پولی» دکلا دیوالونه هم شامل و . دا کلا د دانیال د دری په غربی ساحل کی تر ټولو ستره او مستحکمه کلا ګڼل کیده . دا کلا د زنپ دکلا څخه په ډیر لږ واټن کی پرته وه ، سلیمان پاشا هغه یو غیبي تائید وګاڼه او سمدلاسه یی په دی کلا هم ولکه وکړه . دکلا یونانی عسکرو دا فکر وکړ چی د خدای تقدیر به همداسی وی په دی خاطر یی د عثمانی فوځونو تر مخه کومه ستونزه پیدا نه کړه .
د ګیلی پولی د سوبی وروسته د ترکانو په تاریخ کی یوه نوی دروازه پرانستل شوه ، ددی پیښو وروسته دکنټاکوزین په خلاف په قسطنطنیه کی سخته کرکه راپيدا شوه، اودی کرکی د بغاوت او انقلاب بڼه خپله کړه . هر وګړی به په کنټاکوزین باندی د غدارۍ ټاپه لګوله اوهمغه یی اروپا ته دترکانو په راوستلو باندی تورن کړ. دعوامو دغه تحریکاتو کنټاکوزین مجبور کړ چی دتخت اوتاجه لاس په سر شي اودخپل ژوند پاته دیرش کاله په یوی خانقاه کی په عبادت تیری کړي ، په دی وخت کی کنټاکوزین دخپلی دوری یو تاریخ ولیکه . اودا همغه کتاب و چی قسطنطین په ډیره ښه توګه لوستی و . کله چی جان پلیولوګس په تخت کیناست نوهغه مجبور شو دمسلمانانو سره سوله وکړی او په اروپایی دغو کلاګانو باندی د اورخان ولکه په رسمیت و پيژنی . په دی توګه بازنطینی سلطنت په یوه ډول د مسلمانانو باج ورکونکی وګرزید. تر څه مودی پوری د قسطنطنیی شهنشاه مسلمانانو ته په پټه خوله باج ورکاوه خو وروسته ورته دا کار د زغم وړ نه ښکاریده . هماغه و چی په ۱۳۶۹ کال شهنشاه په خپله روم ته ولاړ اود پوپ په خدمت کی حاضر شو او دهغه څخه یی د مسلمانانو پر خلاف د اروپایی حکومتونو کومک وغوښت . هغه د پوپ د ملاتړ د تر لاسه کولو له پاره داسی دذلت اوسپکاوی نه ډکه لاره خپله کړه او خپل ځآن یی د یونانی کلیسا د ټولو هغو عقیدو څخه منحرف و ښود چی د رومی کلیسا سره یی ټکر درلود. په دی توګه هغه په مذهبی معاملاتو کی دروم دکلیسا علویت و مانه . خو ددی ټولو هڅو سره سره بیا هم هغه خپل مقصد ته و نه رسید. ځکه مسیحی حکومتونو د عثمانی ترکانو په خلاف د جنګ کولو څخه ډډه کوله . هماغه و چی شهنشاه ناکامه اونامراده بیرته قسطنطنیی ته راستون شو، دبیرته راستنیدو په وخت کی ، کله چی هغه د وینس څخه راتیریده نو د «دیان » یو شمیر خلکو ، چی روم ته د تللو په وخت کی یی ورته قرض ورکړی و هغه ونیوه . دهغه سره دومره پیسی هم نه وی چی پور کونکو ته یی ورکړي . دهغه مشر زوی ایډرونیکس چی دخپل ځان نه وروسته یی ولیعهد ټاکلی و د حکومت او واکمنۍ څخه دخوند د اخستو وروسته یی د خپل پلار د راخوشی کولو هیله هم څرګنده نه کړه . او نه یی دخپل پلار د پور د ورکولو هڅه وکړه . خو دهغه کشر زوی مینوئیل خپله شتمنی وپلورله اودخپل پلار پور اخستونکو ته یی دهغوی پورونه ورکړل اوشهنشاه یی ازاد کړ ، قسطنطنیی ته د را رسیدو سره هغه خپل مشر زوی اینډرونیکس د تخت څخه وشړه . اودهغه په ځای یی مینوئیل خپل ولیعهد و ټاکه .
اینډرونیکس هم یو زوی درلود چی دخپل پلار په حق تلفۍ باندی سخت خواشینی شوی و . هغه په یوه ډول د سلطان مراد خان زوی « شهزاده صادو جی » دی خبری ته تیار کړ چی دواړه به یو ځای شهنشاه او « مرادخان » دتختونو څخه کیباسي اودهغوي په ځای به پخپله حکمرانان ګرځیږی . په دی وخت کی مراد خان په کوچنۍ اسیا کی و او صادوجي په اروپا کی د ترکی فوځونو سالار و . هغه د مرادخان په غیرحاضرۍ کی بغاوت اعلان کړ ، دبله اړخه د اینډرونیکس زوی هم د بازنطینی ځوانانو د یوی ډلی سره یو ځای دخپل نیکه شهنشاه په خلاف د جنګ له پاره ځانونه تیارول . ددی شهزادګانو ګډ بغاوت حالات ډیر کړکیچن کړي وو . مرادخان ددی خبر داوریدو سره سم اروپا ته راورسید، شهنشاه هم دخپل لمسی د جرم څخه د برائت اعلان وکړ او ددی فتنی د له منځه وړلو له پاره یی ځان تیار کړ . هغه د مراد خان دا وړاندیز هم ومانه چی د نیولو وروسته به ددواړو شهزادګانو څخه سترګی ویستل کیږی . د صادو جی فوځ چی کله د خپل پادشاه مراد خان دخولی څخه دبښنی خبره واوریده نو سمدلاسه یی خپل سپه سالار پریښود. صادو جی ، داینډرونیکس زوی او نور ځوان بازنطینی امراء ټول ونیول شول ، مرادخان تر ټولو اول دخپل زوی شهزاده صادو جی په سترګو کی ویلی شوی سیسه ور واچوله او ړوند یی کړ . اوبیا یی دهغه د وژلو حکم وکړ . دبازنطین امراء هم د « مارټیزا » په دریاب کی غرق کړل شول ، خو د اینډرونیکس زوی یی د شهنشاه مخی ته ور وست ، شهنشاه هم د ژمنی مطابق دخپل لمسی په سترګو کی ویلی کړی ګرمه سیسه ور واچوله خو ددی سره هم دهغه د سترګو لید د ضایع کیدو څخه خوندي پاته شو .
نن قسطنطین دخپلو پلرونو تاریخ را سپړودی و اودهغوی په کمښتونو باندی یی ژړا کوله . هغه ته دا هم ډاګیزه وه چی د عثمانی سلطان « بایزید یلدرم » په وخت کی هم شهنشاه ته ګواښ شوی و چی هغه به دهغه مشر زوی اینډرونیکس د توری په زور په تخت کینوی. په دی خاطر پلیولوګس د یوه نوي تړون له پاره ځان تیار کړ اوهمدی تړون د بازنطینی سلطنت هغه پاته وقار اوعزت هم دخاورو سره خاوری کړ . جان پلیولوګس اودهغه کشر زوی مینوئیل چی په سلطنت کی دخپل پلار سره شریک و ، ژمنه وکړه چی دیرش زره طلایی سکی به هر کال دخراج په توګه ادا کوي او د شهنشاه له لوری به ددولس زره کسیز فوځ یوه ډله تل دبایزید په خدمت کی حاضره وي، په کوچنۍ اسیا کی د بازینطینی سلطنت په مقبوضاتو کی یوازی یوه کلا د « فلاډلفیا» په نامه پاته شوی وه . خو ددی تړون په وخت کی هغه هم بایزید په خپل نامه ولیکله . خو ددی کلا یونانی افسرانو د شهنشاه دحکم سره سره بیا هم دکلا دخالی کولو څخه ډډه وکړه . همغه و چی د بازنطینی سلطنت د سخت زوال وخت هم راورسید ، ځکه یونانی فوځیانو په خپله په فلادلفیا باندی یرغل وروست ، هغه یی فتحه کړه او بایزید ته یی ورحواله کړه . همدی کار دقسطنطنیی د پای نښی نښانی ښوولی .
د جان بلیولوګس د مړینی وروسته دهغه کشر زوی مینوئیل په تخت کیناست . اوهغه د شهنشاه له اړخه دبایزید په دربار کی دحاضریدو پابند ګرزیدلی و . په دی توګه هغه تر څارنی لاندی و ، دپلار د وفات نه وروسته هغه د سلطاني دربار څخه و تښتید او قسطنطنیی ته ورسید او په تخت کیناست ، بایزید ته دهغه دا حرکت د زغم وړ ښکاره نه شو . هماغه و چی سمدلاسه یی قسطنطنیه کلابنده کړه ، نژدی اوه میاشتی دا کلابندي روانه وه اوبیا هغه د لسو کالو له پاره یو ژمن لیک لاسلیک کړ او کلابندی یی پای ته ورسوله . ددی کلابندۍ د سولی شرایط هم ډیر سخت وو. د خراج رقم یی دیرش زره طلایی کراون و ټاکل ، په قسطنطنیه کی یی دمسلمانانو له پاره د یوه شرعی عدالت د جوړولو کار ترسره کړ ، بایزید ددی کار له پاره یوترک قاضی و ټآکه او شرق د کلیسا په دی مرکز یعنی قسطنطنیه کی یو ډیر ستر او علیشان جومات جوړ کړ چی د منارو څخه به یی هر وخت د توحید اعلان کیده .(ګبن څلورم ټوک ، ۳۹۲مخ )
د تړون له مخی مینوئیل اوه سوه کورونه مسلمانانو ته ورکړل ، د «غلطی » نیمایی برخه یی بایزید ته ورکړه چی هغه په کی شپږ زره عثماني فوځونه ځای په ځای کړل ، دښار نه بیرون د انګورو باغونه اوفصلونه وو ، ددی پیدا وارو عشر هم عثمانی خزانی ته ورکول کیده،دهمغه وخته راهیسی عثمانیانو قسطنطنیی ته د «اسلام بول » نوم ورکړی و .
د قسطنطین شهنشاه دخپلو دوو ورونو وروسته د ددی هیواد شهنشاه ګرزیدلی و ، دقسطنطین نه مخته جان پلیولوګس نومی شهنشاه تیر شوی و اودهمدی دویم پلیو لوګس د مړینی وروسته دا قسطنطین د دولسم شهنشاه په څیر په دی هیواد واکمن شوی و ، که څه هم قسطنطین دخپلو اسلافو پرخلاف ډیر د میړانی ، بهادرۍ او جنګی تجربو خاوند ګڼل کیده او غوښتل یی ددواړو کلیساګانو تر منځ اتحاد او یووالی راوړی خو دهغه دا ټولی هڅی هسی خوشی تللی . هغه په دی هم پوهیده چی د سلطان محمد مقابله نه شي کولی خو بیا یی هم هوډ کړی چی دخپلی وینی د اخری څاڅکی پوری به د قسطنطین څخه دفاع وکړي .
د جان جسټیمانی د جشن څخه د خلاصیدو سمدستی شهنشاه دښار د دیوالونو دکتلو له پاره ولاړ او ددیوالونو د خرابو شوو برخو د سمدستی جوړښت له پاره یی خلک په کار واچول .
که څه هم روم یو ځانګړی ښار و خو مسلمانانو به د پخوانیو اړیکو په اساس د قسطنطنیی شهنشاه ته د روم قیصر ویلی . ددی قیصرانو دغه سلطنت په څوارلسمه پیړۍ کی جوړ شوی و، داسی وخت هم راغلی چی د روم دقیصر واکمنی دشرق او غرب تر لری لری ځایو پوری خپره وه . د قسطنطین شهنشاه هم دروم قیصر و …. کیدی شی چی د روم اخری قیصر به و .
که څه هم قیصر د کلیسا ګانو تر منځ اتحاد راوست خو هغه ډیر ناکامه اتحاد و . درومی او یونانی کلیساګانو تر منځ دومره اختلافات و چی هغه په داسی معمولی اتحادونو له منځه نو شو تللای . دغونډی په ورځ ددواړو کلیساګانو پادریانو په خپلو منځو کی خپړی لګولی وی ، سپه سالار نورټاس خو تر دی ځایه ویل چی د کارډینال د خولۍ په ځای راته د ترکانو لونګۍ او عمامی ښه ښکاري . د غونډی په ورځ پخپله د یونانی کلیسا مذهبی مشران په دوو ډلو باندی ویشل شوی و ، یوه ډله یی د شهنشاه خواخوږی و چی د کلیسا ګانو تر منځ یی یووالی غوښت .او هیله یی درلوده چی پوپ ورته مرسته ورکړی . خو بله ډله هغه خلک وو چی په دغسی نازکو حالاتو کی یی هم نه غوښتل چی دکلیساګانو تر منځه اتحاد اویووالی راشي . دا دویمه ډله د لمړۍ ډلی څخه ستره وه په دی اساس ددی ډلی ګرجا ګانو شهنشاه ته خپلی مالی بسپنی و درولی . او ددوی د ډلی څخه چی کومو خلکو غوښتل په جنګ کی ګډون وکړی هغه هم په ډیر لږ شمیر کی یواځی ددیوالونو دخوندي ساتلو له پاره حاضر شول ، قسطنطینه د ډیر ګڼ شمیر خلکو میشت ځای و خو دمتعصبی یونانی کلیسا له اړخه ورته یواځی شپږزره عسکر ،هغه هم په ډیره ناخوالی توګه تیار کړل شوی و . سپه سالار نورټاس هم په همدی ډول خلکو کی ورګډ و . قیصر کتل چی قسطنطنیه یی دلاسو څخه وځی . خو حوصله او همت یی له لاسه نه ورکاوه .
هغه ته ډیر ژر یو ښه خبر تر لاسه شو اوهغه دا چی د سپین او ایټالیا ځواکونه د قسطنطنیی څخه ددفاع له پاره را روان دی . اوبیا چی کومه ورځ د «کټالونیا» او « اراګن» فوځی ډلی دګولډن هارن سره را یوځای شوی نو دروم قیصر ته یی نوی همت ورکړ . دهغه په وجود کی وینه و چلیده او دسلطان محمد خان په خلاف یی د جنګ له پاره پلانونه جوړول پیل کړل . دشرق او غرب عیسوی ځوانان په پوره شوق او ذوق سره د قسطنطنیی د دفاع له پاره په دی ښار کی سره راټول شول خو عیسوی حکومتونو اوپه ځانګړی توګه فرانسی ، جرمنی ، هنګری او پولینډ د قیصر سره هیڅ ډول کومک ته زړه ښه نه کړ . نه یوازی کومک یی ونه کړ بلکه دداسی بی حسۍ او بی پرواهۍ څرګندونه یی وکړه چی د مسیحیت تاریخ ورته حیران پاته دی . په حقیقت کی په تیرو څلورو پیړیو کی مسلمانانو د عیسویانو داسی ستر او ځواکمن اتحادونه مات کړی او د جنګ په میدان کی یی ځغلولی و چی اوس دغو اروپایی هیوادونو دمسلمانانو په مقابل کی د بل اتحاد دکولو جرئت له لاسه ورکړی و . د تیرو پنځه شپیتو کالو راهیسی عیسوی اروپایانو داروپا څخه د مسلمانانو د ویستلو له پاره څلور ځلی مذهبی اتحاد کړی و ،،( کسوده ۱۳۸۹، هائکولس ۱۳۹۶، وارنه ۱۴۴۴، او بیا کسوده ۱۴۴۸) خو په دی ټولو اتحادونو کی هغوی ملا ماتونکی ماتی خوړلی وه ، هغوی به هر ځل اتحاد وکړ او دستر لښکر سره به راغلل خو بیرته به د سختی ماتی او شکست څخه په تیښته و تښتیدل . په دی اساس اوس نو دغه اروپایی حکومتونه د بل کوم اتحاد له پاره تیار نه و . قیصر د کلیساګانو تر منځ اتحاد هم وکوت خوبیا هم هغه د تیرو وختو په څیر د یوه صلیبی اتحاد په راوستلو کی بریالی نه شو .
وخت په بیړه بیړه تیریده . د ۱۴۵۲ کال د اپریل دمیاشتی ۲۴ مه ورځ وه . رومیلی کلا د ۱۴۵۲ کال د اګست په ۲۸ مه مکمله شوی وه . کله چی د شهنشاه جاسوسانو هغه ته د رومیلی کلا د تکمیلیدو خبر ورکړ نو هغه د مسلمانانو معمارانو دغه ډول ګړندی کار حیران کړی و . اوس نو جنګ پیل شوی و و . د «ټارمن » جنګی جهازونه دفاسفورس د ابنا په شمالی برخی کی او عثمانی بحری ځواکونه په جنوبی برخو کی ګرزیدل . کله کله به یی یو دبله سره مخامخ ټکر هم کاوه . په یوه بل به یی غشي ورول ، په توپونو به یی یو بل ویشتل . پخپل ټارمن هملته دماهی نیونکو په کلی کی پروت و ، دغه ماهی نیونکی چی پخپله هم یونانی عیسویان و دخپلو لښکرو په خدمت کی یی یوه لحظه هم نه ضایع کوله . « باقو» خو به ټوله ورځ هملته د فوځونو په قومندانۍ کی پروت و و . دهغه اوږده اوږده ویښتان به تل دهغه په تندی باندی راڅړیدلی وو . هغه په پښه ګوډ و خو د رومی سپاهیانو له پاره به یی د ښه شرابو دراپیداکولو دنده تر سره کوله . هغه دټارمن سره هم نژدی دوست ګرزیدلی و و .
دوه میاشتی په همدی توګه تیری شوی ، کله چی یخنی پیل شوه نو د ټارمن په فوځی کړچار کی کمښت راغی ، دا غرنۍ سیمه وه او دبلقان تیزی هوا به د رومی عسکرو وینه یخوله . دروم په بحیره کی شپه او ورځ اوسیدونکی دغه سپاهیان د توری بحیری د یخو هوا ګانو سره نا اشنا وو . ټارمن به خپل ډیر وخت همدلته په ساحل کی تیروو . یو ماښام د لمر پریوتو څخه دمخه په ساحل باندی دتورو وریځو لړۍ راغلی ، اسمان د تورو وریځو څخه ډک شوی و ، کله چی د باران څاڅکی پیل شول نو ټارمن د خپلی خیمی په لور ورغی . نن دهغه له پاره ډیر غوره موسم وو او شراب یی هم په خیمه کی پراته وو . سر یی راپورته کړ او کله یی چی په اسمان کی غوړیدونکی وریځی وکتلی نو په ډیره مکروه توګه یی و خندل اوبیا یی فکر وکړ چی ډیر وخت وشو چی د ځوانۍ څخه یی خوند نه دی اخستی ، خیمی کی پروت د شرابو یو بوتل یی را واخست او ټول یی خولی ته ونیوه . لږه شیبه سخت باران وریدل پیل شول. دټارمن ذهن په پرلپسی توګه د کوم ځوان جسم په لمسولو کی مصروف وو. دهغه یوه عسکر ورته د پسه د پښی وریته کړی غوښه راوړه نو ټارمن ورته وویل :
اوهو……دا باقو ماهی نیونکی چیری ورک شوی …… دا وریت کړی ورون همدلته کیږده اوباقو زما مخی ته حاضر کړه .»
ټارمن دشرابیانو په لهجی خبری کولی ، سپاهی بیرته دخیمی څخه ووت اوپه یوه منډه ولاړ . په دی وخت کی ټارمن هغه وریت کړل شوی ورون راواخست ، دخولی څخه یی دشرابو څاڅکی را څڅیدل ، بیرون د ژمی سخته هوا او د فاسفورس په ابنا کی د سخت باران وریدو دغه چاپيریال ډیر هیبت ناکه ګرځولی و .ځکه شپه پیل شوی وه اودهغو مشالونو نه پرته چی په خیمو کی روښانه کړل شوی وو نوره ټوله سیمه تیاره تیاره وه . باقو هم ډیر ژر بیرته خپل کور ته ستون شوی و خو د ټارمن فوځونو هغه دخپلی تیاری کوټی څخه په دغه سخته یخنۍ کی را وویست اوپه شرابو کی بدمست ټارمن ته یی راوست.، باقو د یخنۍ څخه لړزیده ، کله چی ټارمن باقو وکوت نو په خپل څنګ کی بوتل په لور یی اشاره وکړه او ورته یی وویل :
« واخله …. ویی څښه ، او خوند تری واخله . سمدلاسه به دی یخنی ورکه شي خو یاد ساته چی ستا په څیر چټل انسان ته ټارمن خپل بوتل ور وړاندی کوی .ځنډ مه کوه او که نه زه په غضب کیږم .»
د ټارمن ګواښ په خپل ځای و خو د باقو له پاره دداسی شرابو یو بوتل موندل پخپله ستره خزانه ده ، باقو د وږی کارغه په څیر پری ور پریوت او په جرمنی کی جوړ شوی دغه شراب یی دخپل ستونی څخه تیر کړل ، دسترګو په رپ کی د باقو سترګی درنی شوی ، ټولی اندیښنی یی له یاده ووتلی اودموسم اوهوا څخه یی خوند اخستل پیل کړل. په همدی وخت کی ورته ټارمن ور غږ کړ :
نوربيا…..