زیری دا ډول وو چی …..یوه ورځ به ترکان قسطنطنیی ته را ننوځی او درومیانو د تعقیبولو پسی به د(سینټ صوفیا ) د عبادتځای تر مخه دغی ستنی پوری چی د پادشاه قسطنطین په نامه یی شهرت موندلی دی رارسیږی . خو دهمدی ځایه به دهغوی زوال پیلیږی ، ځکه په دی وخت کی به د اسمان څخه یوه فرشته توره په لاس راکیوځی او د همدی اسمانی وسلی په واسطه به دقسطنطنی سلطنت داسی یو غریب انسان ته ورسپاري چی په هغه وخت کی به دهمدی ستنی سره ناست وي، فرشته به دغه کس ته ووایی…..دا توره در واخله او دهمدی په واسطه د خداوند یسوع مسیح بدله واخله . بس دهمدغی یوی پریکنده جملی د ویلو سره سم به ترکان په تیښته پیل وکړي او رومیان به د فاتحینو په څیر ترکان د غرب او اناطولیه څخه ان د ایران تر پولو پوری و ځغلوي ….. (The Decline and fell of the Roman Empire)
دهمدی زیری په اساس دبطریق اعظم څخه پوښتنه کوم چی ایا دا غریب انسان چی د ستنی تر څنګ به ناست وی د قسطنطین د کورنۍ څخه به وی ؟ زه پوښتنه کوم چی خدای مه کړه زمونږ شهنشاه به هغه وخت موجود نه وی ؟ بطریق اعظم دی دخپلی وینا په اړه وضاحت وکړي . هغه د شهنشاه په شتون کی د خپلو پخوانیو مشرانو یو ډیر کمزوری حکایت وړاندی کاوه او په دی توګه یی د شهنشاه سپکاوی کاوه .تر دی وروسته یی سپه سالار ډیوک نوټاراس هم ګواښه …. هغه دی په دی پوه شي که مسلمانان په قسطنطنیه باندی ولکه وکړی نوبیا به ستا وطن ته هیڅوک هم دعیسویانو مرکز و نه وایی . مسلمانان به زمونږ په کلیساګانو کی خپل عربی نسله اسونه تړی او په دی توګه به زمونږ د عبادتځایو سپکاوی کوی ، هغوی به د قسطنطنیی هیڅ عیسوی ژوندی پری نه ږدی او زمونږ ښځی به بی ابرو کړي ، خو ددی برعکس د کارډینل هغه خولۍ چی ته تری نفرت او کرکه کوی د عیسویانو له پاره د پناه ځآی و ګرځی . اوبیا به هغه وخت د یوناني کلیسا پادریان پښیمانی کوی چی ولی یی په خپلو رومی ورونو باندی باور نه دی کړی .
قاسم هم په دغی غونډه کی ناست و ، دهغه کرسۍ د ایاصوفیا دراهبانو او بطریقانو سره یو ځآی ایښوول شوی وه . هغه دغونډی جریانات په ډیر غور اودقت سره تعقیبول ، په هغه ځآی کی چی قاسم ناست و هغه ځای د غونډی د ګډونکونکو ددایری دښی لوری اخری برخه وه . دهغه تر مخه د ایاصوفیا راهبانی اوشهزادګۍ ناستی وی . یعنی د قاسم د ناستی ځایو دښځو د ناست ځای سره بلکل مخامخ و ددوی تر منځ څو قدمه واټن و اوهغه هم د چوتری غاړه وه . د چوتری دپاسه شهنشاه ، بطریق اعظم او کارډینل ناست وو. قاسم د خپل ناست ځای څخه په ډیره ناقرارۍ سره یوه راهبه تر سترګو لاندی نیولی وه هغه فکر کاوه چی شونی ده چی دا به مارسي وی خو مارسي په دی غونډه کی دګډون له پاره نه وه راغلی، هلته مخامخ په چو کیو باندی دشاهی کورنۍ پیغلی اونوری مقدسی راهبانی ناستی وی . خو کله چی کارډینل د مسلمانانو د مظالمو یادونه کول نو دقاسم وینه په جوش کی راتله .
ددی غونډی ناظم یو ځوان بطریق و،چی د قاسم ښی اړخ ته ناست و او د غونډی کاغذونه یی په لاسو کی اړول را اړول او دغونډی څارنه یی کوله . په دی وخت کی یو ناڅاپه هغه پورته شو او کوم ضروری اعلان کولو ته یی ځآن جوړ کړ.
«د غونډی درنو ګډون کونکو ! نن زمونږ په دی غونډه کی د یسوع مسیح خدای د پیدایښت د ځای (یورشلم ) یو مقدس بشپ شتون لری ، هغه د تیری شپی پوری د معظم شهنشاه میلمه و . زه دهغه څخه غوښتنه کوم چی دمسیح د تعلیماتو په رڼا کی د قسطنطنیی ددغونازکو حالاتو او ددواړو کلیساو تر منځه د اتحاد او یووالی له پاره خپل آند وړاندی کړی .»
ددی اعلان سره قاسم ټکان وخوړ ځکه هغه ته تر اوسه پوری ددی میلمه د شتون په اړه کوم معلومات نه و . داسی معلومیده چی بطریق اعظم هم د بیت المقدس ددی بشپ د راتلو څخه بی خبره پاته شوی و . په داسی حال کی چی بیت المقدس هم د عثمانی سلطنت یوه برخه وه خو دهغه ځای پادریان اوبشپان تر اوسه پوری په عیسوی نړۍ کی د ډیر عزت خاوندان ګڼل کیدل . دا د شهنشاه یو چال و چی د غونډی په جریان کی یی را مخته کړ . د بیت المقدس بشپ پورته شو ا و ددواړو کلیساګانو ترمنځه د اتحاد په اړه یی ډیر اغیزمن تقریر وکړ . نژدی و چی ډیر مخلص عیسوی راهبان هم دغه اتحاد ته تیار شي … چی په همدی وخت کی یو درویشي کړی دروازه چی د شهنشاه څنګ ته راغی او په غوږ کی یی ورته څه وویل: دهغه په خبرو باندی شهنشاه حیران شانته شو ، شهنشاه تر ډیره پوری د دروازه چی خبری اوریدلی ، او په اخر کی شهنشاه څه داسی سر وخوځوو لکه دکوم کار دکولو اجازه چی ورکوی . لږه شیبه وروسته همدغه دروازه چی د قاسم تر څنګ ناست د غونډی د ناظم خواته راغی او څّ یی ورته وویل ، په همدی وخت کی دغونډی ناظم د خپله ځایه پورته شو او د لږی شیبی له پاره یی د غونډی د جریان د ځنډولو اعلان وکړ . دقاسم تندی تریو شو ، ځکه دغونډی دغسی ناڅاپی ځنډیدل دهغه د هیلی پرخلاف کار و. قاسم په فکرونو کی ډوب شو، داعلان نه وروسته شهنشاه دخپله ځایه پورته شو او د لږشیبی له پاره چیری ولاړ . دغونډی دګډون کونکو څخه هم څه خلک چی ډیری یی دشاهی کورنئ ښځی وی پورته شوی او ولاړی . خوهغوی چی شاته پاته شول هغوی هم په خپلو خپلو کرسیو کی ناست په خپلو منځو کی په خبرو اترو بوخت شول . خو دا خبری اتری وروسته په یوه اوږده بحث باندی بدلی شوی ، او ددواړو کلیساو پادریانو یو بل ته په لوړ اواز ویل پیل کړل ، په دی وخت کی د قسطنطنیی یو عام پادری په خپل ځای کی ودرید او ویی ویل :
« تاسی خلک ….. د شرابو سره پتیره ډوډۍ استعمالوئ ، دا په کوم کتاب کی راغلی دی ؟ مونږ خو دشرابو سره د پتیري ډوډۍ خوړونکی حرام خوړونکی او د عیسوی دین څخه بیرون ګڼو . مونږ د شرابو سره دخمبیره شوی ډوډۍ په خوړولو قایل یو، څوک چی خمبیره شوی ډوډۍ نه خوری او پتیره ډوډۍ خوري ، دهغه خوراک حرام ګڼل کیږی . تاسو بدعتونه راویستلی دی ، تاسی حرام کارونه کوی او حرام خورئ ، دعیسوی دین څخه خارج او کافر یاست .»
په همدی وخت کی د ایاصوفیا یو پادری پورته شو او ویی ویل : « شرم وکړئ شرم !….که دخمبیره شوی ډوډۍ څخه کرکه کوئ نوبیا خمبیره شوی شراب ولی څښئ ؟ تاسی خو لا دپخوا څخه کافر واست .»
د تاریخ پاڼو د « ډوډۍ » دغه اختلاف په خپلو زرینو کرښو کی ځای کړی دی . په همدی وخت کی دایا صوفیا ماڼۍ د پادریانو د خپل منځی چغو په واسطه په لړزه کی راغله . څومره راهبان چی هلته د غونډي په خونه کی ناست و ټولو دغه جګړه په پوره غور سره کتله . او څه نورو دغه کار د شرم نه ډک ګاڼه . په دی وخت کی بطریق اعظم او کارډینال هم د غونډی په سالون کی نه و موجود . نوټاراس او یو شمیر نور مشران هم دغونډی د ځای څخه بیرون تللی وو. د تللو په وخت کی بطریق اعظم قاسم هم له ځانه سره وړی و ، کله چی قاسم د بطریق اعظم سره د نیم ساعت وخت دتیرولو وروسته بیرته راستون شو او بیرته دغونډی ځآی ته را ننوت نو د عجیب اوحیرانونکی حال سره مخ وو، ځکه په هال کی ددواړو خواوو پادریانو یوبل ته پوره سپکی سپوری ویلی . نژدی دوو سوو پادریانو د ایاصوفیا دغه سالون د سوک اوڅپیړو ځای ګرځولی و . قاسم ددی حالت په کتلوسره په زړه کی خندل ، لږه شیبه وروسته غونډه بیا پیلیدونکی وه قاسم راغی اوپه خپل ځای کی کیناست اود غونډی دغه بدنظمی یی کتله . خو دا اله ګوله هغه وخت یو ناڅاپه پای ته ورسیده چی اعلان کونکی د شهنشاه د راتلو اعلان وکړ . پادریانو په بیړه بیړه خپلی خپلی کرسۍ را سمی کړی. د شهنشاه دراتلو ترمخه بطریق اعظم اوکارډینل هم په خپلو خپلو ځایو کی کیناستل .
دلږ ځنډ وروسته شهنشاه سالون ته راننوت . هغه خپل ناست ځای ته راورسید خو دکیناستو په ځای همداسی ولاړ پاته شو . هغه ډیر قهریدلی معلومیده . اوبیا یی په ډیره تنده لهجه وویل : « بدبخته ولسه ! زه ستاسی تباهی اوهلاکت په خپلو سترګو باندی وینم ، دښمن مو سر ته رارسیدلی دی خو تاسی تر اوسه هم په پتیره او خمبیره شوی ډوډۍ باندی جنګ یاست …. یوه خبره چی ما تر اوسه نه غوښتل تاسی ته یی وکړم ، اوس غواړم تاسی ته یی ووایم :
ای تفرقه اچونکو مذهبی مشرانو ! په غور سره یی واورئ ! ما تیره شپه ډیر خطرناکه خوب کتلی دی ، ما په یوه ستر دیوال باندی په زرګونو کارغان په چغار کتلی دی ، هغوی دومر ه په زوره ټاغ ټاغ کوی چی ټول اسمان یی په سر راخستی دی . بیا ګورم چی د غرب له لوری د غوښی خوړونکو مرغانو یوه ډیره ستره ډله را الوتلی اوپه همدی دیوال باندی کینی . بیا زه وینم چی دغه کارغان او دغه نور مرغان یو دبل سره په جنګ کی ولویږی اوپه همدی وخت کی هغه دیوال په لړزه راشی . اوبیا زه وینم چی د اسمان څخه ګڼ شمیر بازان په دیوال باندی ناستو مرغانو باندی را ولویږی او دسترګو په رپ کی یی سره وخوري . بیا یوه کشتۍ په دریاب کی وینم چی سوری په کی شوی وی او د اوبو څخه ډکه شوی وی ،اوپه اخر کی یو ډیر بد شکله دیو وینم چی سترګی یی داور دبڅرکو په څیر سری وی ، دا دیو غواړي ما دخپلی لمنی لاندی پټ کړی خو زه دهغه سره دپټیدو په ځای خپله توره را وکاږم اودهغه دیو سر له تنی بیل کړم …..
مادغه ډول خوب کتلی خو هیچا ته می نه دی ویلی . ای بدبخته مذهبی مشرانو ! زه نه پوهیږم چی ددی خوب تعبیر به څه ډول وي ،خو دومره حتما پوهیږم چی د قسطنطنیی په اړه ددی خوب تعبیر ښه نه راوزي . زه تاسی ته د اخری ځل له پاره نصیحت کوم چی په خپلو منځو کی متحد شئ او که نه مسلمانان به ستاسی نوم اونښان ورک کړي .
د شهنشاه قسطنطین وینا ډیره اغیزمنه او د جوش نه ډکه وه . ټول ناست خلک چپ چاپ ناست و . بیا د ایاصوفیا یوی زړی راهبی جرئت وکړ او پورته شوه ،د خبرو کولو اجازه یی واخسته ، ویی ویل : « درونده شهنشاه ! ددی خوب هسی غورزول به د عقل نه لری خبره وي . تر هر څه دمخه ددی خوب سهی تعبیر تر لاسه کړئ تر څو دهمدي خوب په رڼا کی د قسطنطنیی د راتلونکی له پاره پلان جوړ کړل شي .»
زوړ فادر بروس هم د دی راهبی دخبرو سره خبره یوه کړه ، نورو څو کسو هم شهنشاه ته سلا ورکړه چی تر هر څه لمړۍ ددی خوب د تعبیر په اړه باید معلومات تر لاسه کړل شي. شهنشاه دخلکو دسلا له مخی بطریق اعظم او کارډینل ته ددی خوب د تعبیرولو په اړه وویل . خو دواړو خپل څټونه وګرول ، په همدی وخت کی یوی ځوانی راهبی دخبرو کولو اجازه وغوښته. او ویی ویل :
« درونده شهنشاه ! دخوبونو دتعبیرولو په لړ کی دلته په ایاصوفیا کی یوه همداسی معتبره او باوری هستی شتون لری او هغه عبادت کونکی سسټر میری…. غوره به وی چی سسټر میری دی غونډی ته را وبلل شي او ددی خوب د تعبیر په اړه تری وپوښتل شی .»
د شهنشاه دحکم سره سم بطریق اعظم سسټر میری ته په دی غونډی کی دحاضریدو امر وکړ . د سسټر میری دنوم د اوریدو سره سم د قاسم غړی بی ترتیبه شول اوبیا یی چی کله واوریدل چی سسټر میري په غونډه کی ګډون کوی نوبیا یی دخوشحالۍ نه زړه ټوپونه وهل . هغه دکوچنیانوپه څیر تر جذباتو لاندی راغلی و . دهغه په سترګو کی دبیلتون زخم و او داوو کالو څخه ددی کتلو له پاره تږی ناست و . دهغه بی تابه سترګی په همغه دروازه باندی نښتی وی په کومه چی سسټر میری را ننوتله . په کلیسا کی موجود هر کس ددغی پیغلی کتلو ته بی تابه و . شهنشاه هم دخپل خوب دتعبیرولو له پاره ناقراره و. بیا هغه وخت هم راغی چی مارسي د غونډی سالون ته راننوتله . کله چی دقاسم سترګی په دغه سپینه فرشته باندی ولګیدی نو هملته په چوکۍ کی وچ کلک شو .
مارسی په ډیره کراره توګه قدم اخست او د راهبانو څوکیو ته ور روانه وه . هغی ته یی هملته په لمړي کتار کی یوه څوکۍ خالی کړی وه ، کله چی خپل ناست ځآی ته ورسیده نو یوځل د شهنشاه او بیا دحاضرینو تر مخ لږ څه ټیټه شوه …..او کیناسته .
شهنشاه مارسی ته وویل : سسټر میري ! ایا تاته ددی دواړو کلیساو د اتحاد دغونډی په اړه بلنه نه وه درکړل شوی ؟ ته خو د ایاصوفیا ډیره پخوانۍ راهبه یی . تاته په کار نه و چی د ننۍ غونډی څخه غیرحاضره پاته شوی وای .
د قسطنطین ددی پوښتنی په اړه مارسي په ډیره ارامه توګه ځواب ووایه .« دورنده شهنشاه ! ددی اختلافی غونډو له پاره زمونږ بشپ او بطریق بسنه کوی . زه خو دیسوع یوه معمولی خادمه یم . اود کلیسا ګانو د اختلافی مسایلو څخه ځان لری ساتم . خوبیا هم زه دخپلی غیر حاضرۍ په اړه بښنه غواړم »
دخپلو خبرو په وخت کی د مارسی سترګی په قاسم ور ونښتی . او نژدی و چی د زړه حالت یی بدلون ومومی . قاسم هم دمارسي په مخ سترګی ورکلکی کړی وی . ددواړو سترګی یو دبل سره په ټکر کی وی او ددواړو په وجودونو کی په زرګونو برقی موجونو څپی وهلی . د اوو کالو بیلتون مارسی له هر څه غورځولی وه . کله چی دهغی سترګو د قاسم مخ وکوت نو دهغی په مات وجود کی یو نوی ځواک راتازه شو ، تر لږه ځنډه پوری دمارسی څخه دا هیر شوی و چی چیری ولاړه ده ځکه دهغی دسترګو ترمخ تیرشوی یادونه لکه دتاریخ د پاڼو په څیر تیریدل اوپه همدی خیالونو کی ډوبه اوځان یی د سالون څخه غیر حاضر کوت.، هغی ته اورنه را په زړه شوه چی د کوچنیوالی خوږی شپی یی په کی تیری کړی وی ،هغی ته د سلطانی قصر یو دهیلیز په یاد راغی ، د ملکی سروین د مینی اومحبت نه ډک مخ ، د شهزاده محمد مهربانه کړچار ، دسلطان مرادخان پلرنی شفقت …. او خپله مور مارتها یی هم تر سترګو شوه ، او بیا هغی هغه یادګاره ورځ کله د زړه ویستلی شوه په کومه کی یی چی قاسم بن هشام دخلکو نه په ډک لوبغاړی کی د لمړي ځل له پاره کتلی و . نن یوځل بیا قاسم د هغی تر مخه ناست و …. په یوه ډک سالون کی .. خو نن حالات څه بلمنګه وو، نن قاسم د ګواښونو لاندی و . دهغی ورځی نه چی هغه دلته راغلی و د مارسي وجود په دار ځړول شوی معلومیده . هغه ډیره حیرانه وه چی دهغی قاسم دهغی سره ددومره نژدی والی سره هم د هغی څخه لری و . هغی د شهنشاه د پوښتنی ځواب و وایه خو بیا یی ځان کنترول نه شو کړای . ځکه دهغی د سترګو مخی ته قاسم ناست و ، معلوم نه شوه چی د هغی په وجود کی کومه برقی بریښنا څپانده شوه چی یو ناڅاپه یی د سترګو څخه دمرغلرو په څیر اوښکی راغلی . خو پخوا تر دی چی د مارسي اوښکی لاندی را توی شي شهنشاه ور باندی غږ کړ:
« مونږ ستا بښنه منو . او غواړم چی ته زما دخوب تعبیر ماته ووایی .»
ددی نه وروسته شهنشاه خپل خوب ووایه . چی په اوریدو سره یی مارسي تر ډیره ځنډه پوری د بی هوشۍ په حالت کی ولاړه وه . دټولو خلکو سترګی د ایا صوفیا په دغی پخوانۍ عبادت کونکي سسټر میري باندی نښتی وی ، هیچاته ډاګیزه نه وه چی دمارسي دسترګو څخه دغه د مرغلرو قطری دکومه ځایه راغلی . په سالون کی ناست خلک د مارسي ددغو اوښکو په کتلو سره بی روحه شوی و . په خپله شهنشاه هم ډیر وارخطا شوی و او فکر یی کاوه چی دخوب تعبیر یی ډیر ګواښمن او خطرناکه دی. په دی خاطر سسټر میری ژاړی . خو یوازي قاسم په دی پوهیده چی دمارسی دسترګو څخه د مرغلرو را تویدل او د کلیسا په فرش باندی دهغی پریوتل دڅومره ستر ارزښت لرونکی دی. اوبیا ….د قاسم په سترګو کی را ټوکیدلی نم د هیچا په لید کی نه راته .
کله چی شهنشاه ددویم ځل له پاره مارسی مخاطب کړه نو هغه داسی شوه لکه څوک چی نوی دخوبه رابیدار شی، هغی ناستو خلکو ته خپلی سترګی ور واړولی اوبیا یی ډک اواز باندی وویل :
«دورنده شهنشاه ! تا چی کوم خوب کتلی دهغی تعبیر ډیر خطرناکه دی. زه وینم چی قدرت د قسطنطین تقدیر لیکلی دی . په دیوال ناست کارغان دقسطنطنیی مذهبی مشران او پخپلو منځو کی اختلاف اچونکی عوام دی. ، دغرب نه راغلی غوښی خوړونکی مرغان دغه کارډینل او دهغه ملګری دی . اوپه هغه دیوال چی دوی ناست دی هغه د قسطنطنیی دیوال دی ، د اسمان څخه را تلونکی بازان د عثمانی سلطنت ترکی عسکر دی ، او لکه څنګه چی تا وویل چی شاهین یا بازان په دیوال ناست مرغان خوري نو ددی څخه دا مطلب اخستل کیږی چی فتحه به د مسلمانانو په برخه وی .
تا چی په دریاب کی تلونکی کومه کشتۍ کتلی ، دا دسمندر په اوبو کی لاهو شوی قسطنطنیه ده او په کشتۍ کی د سوری دپیدا کیدو نه مقصد کورنی اختلافات دي …. اودا چی په اخر کی تا کتلی چی د سرو سترګو دیو صفته انسان تاته پناه درکوي….نو په حقیقت کی دغه دیو ستا دښمن دی چی غواړی تا د ماتی سره مخ کړی او عیسوی دین رسوا اوسپک کړی …
درونده شهنشاه ! دا ټول خوب زمونږ له پاره ښه شګون نه لري ، خو دهغی په اخر کی یواځی یو ښه شګون کتل کیږی اوهغه هم ستاسی د ذات پوری تړلی دی اوهمغه زه د خپلو هیلو اخری تمځای ګڼم . څرنګه چی تا دخوب په اخر کی د دیو سر له تنی پری کړی په دی اساس ته په یوه صورت د شاهین صفته مسلمانانو مقابله کولی شی »
ددی خبری دکولو وروسته مارسي خاموشه شوه . شهنشاه چی دمارسي دګستاخانه تعبیر څخه تک سور شوی و….دتعبیر داخری برخی په اوریدو سره را نرم شو اوپه ډیره بی صبرۍ سره یی تری وپوښتل .
« مقدسی راهبی !…..تا ماته زما د خوب دتعبیر په ویلوسره، که څه زه او ددی غونډی حاضرین دی لږ څه ناهیلی کړل خو مونږ غواړو وپوهیږو چی د شاهین صفته مسلمانانو د مقابلی له پاره لاری پیدا کړو . مونږ ته یی ژر ووایه چی څه باید وکړو ؟ ….
مارسي دداسی لاری څه تدبیرونه جوړ کړی و چی لمړۍ خو دشهنشاه په ګډون ټول خلک دغصی او قهر د حالته راووتل او یخ شول ، قاسم په خپل زړه کی مارسی ډیره وستایله . اوس نو مارسی وویل : درونده شهنشاه ! د سرو سترګو هغه منحوس دیو همدلته ستا ترڅنګ په کوم ځآی کی موجود دی ، هغه راپیدا کړئ اوپه خپلو لاسو یی ووژنئ ، بیا به د جنګ په ډګر کی حتمی بری ستا په برخه شي .»
دشهنشاه په تندی باندی کرښی را ښکاره شوی ،هغه به دسرو سترګو بد مخه دیو چیری لټوو . ډیر پریشانه شو او سمدلاسه یی مارسي ته وویل : « مقدسی راهبی ! مونږ به دسرو سترګو دغه منحوس دیو چیری و لټوو ؟ مونږ ته په دی لړ کی څه لارښوونه وکړئ .
« نه درونده شهنشاه ! زما سترګی ددومره ژور نظر څخه معذوره دی … خو زه په ډاډمنه توګه ویلای شم چی دا شخص به همدلته ستا ترڅنګ کوم ځای موجود وی .»
مارسی دا ځل خپله خبره په داسی بڼه وکړه چی قسطنطین په ډیره ناکرارۍ سره خپلی سترګی د غونډی په ګډون کی ګرځولی را ګرځولی . مارسي بیرته په خپله چوکۍ کیناسته . د غونډی ټول ګډون کونکی ګونګ صم په خپلو ځایو کی ناست و و . بطریق اعظم هم په خپله کرسۍ کی ځان تاوو را تاوو . خو کارډینل اسټډ د شونډو لاندی خندل . د رومی کلیسا نور پادریان هم وارخطا نه وو . خو د یونانی کلیسا راهبان داسی شوی وو لکه مار چی خوړلی وی . دشهنشاه خوب هم ډیر خطرناک و او تعبیر یی دهغی څخه زیات خطرناک ښکاریده . خو یو ناڅاپه قسطنطین دغونډی د پاته برخی دپیلیدو حکم وکړ .
دمارسی تعبیر شهنشاه ته ډیره ګټه ور ورسوله .او د قاسم په ټول فعالیت یی اوبه ور وشیندلی ځکه قاسم نه غوښتل ددواړو کلیساو تر منځه یووالی او اتحاد رامنځته شي . خو مارسی د قاسم د عزایمو څخه بی خبره وه . هغی تر اوسه پوری همدا یو فکر کاوه چی قاسم دهغی د اخستلو له پاره دلته راغلی دی . حقیقت دادی چی مارسی د خپل علم په مطابق د شهنشاه دخوب تعبیر کړی و اوپه هغی کی یی کومه بددیانتي نه وه کړی . دمارسی دخوب د تعبیر ګټه شهنشاه ته دا شوه چی تر اوسه پوری چی د یونانی کلیسا کوم پادریان ویریدلی وو هغوی ددواړو کلیساو تر منځه په اتحاد او یووالی باندی راضی شول. کله چی شهنشاه ته دخپل خوب د تعبیر څخه ددغی ګټی داخستو احساس پیدا شو نو ویی ویل:….ډیر ښه شول ، هغه خو یو خوب و . خو دهغی د ویری څخه ټول پادریان په لړزه شول ، اوس هیله پیدا شوی ده چی د روم د کلیسا سره به ټول پادریان توافق وکړي ….شهنشاه د غونډی د پیلیدو حکم و کړ اوبیا یی سپه سالار نورټاس ته مخ کړ او ورته یی وویل :
« نورټاسه ! دا وخت په خپلو منځو کی د جنګ جګړو له پاره مناسب نه دی . زه د یوه شهنشاه په څیر تاته حکم نه کوم خو د قسطنطنیی دیوه سپاهی په څیر تاته په دغه مقدس اتحاد کی د ګډون کولو بلنه درکوم.»
نورټاس لا تر اوسه هم په خپله خبره کلک ولاړ و . خو اوس یی د شرابو نیشه را کمه شوی وه . په ډیره مودبانه توګه یی شهنشاه ته وویل : « درونده شهنشاه ! نورټاس به په هر قیمت د مسلمانانو پر خلاف جنګیږی . او د خپلی وینی داخری څاڅکی پوری به جنګیږی . که څه هم کلیسا ګانو ترمنځ یووالی راشی او یا رانه شي . زه دمعظم شهنشاه په لښکر کی دیوه عسکر په څیر په جنګ کی ګډون کول دخپل ځان له پاره فخر او ویاړ ګڼم .» سپه سالار دغسی ګول مول خبری وکړی او نور بیرته خاموشه شو .
قاسم او مارسی یو بل ته د سترګو په کونجو کی کتل…. غونډه هم په پوره ځواک سره روانه وه . شهنشاه ، دسلطنت وزیران ، د ایا صوفیا بطریق ، کارډینل او بشپانو ټولو خپلی خپلی خبر ی کولی …. په سالون کی هر ډول اوازونو انګازی کولی خو دقاسم او مارسي له پاره غونډه لا پخوا پای ته رسیدلی وه . په سالون کی ناست هر کس د سټیج په لور متوجه و . خو مارسی او قاسم یود بل په لور متوجه وو . معلومه نه ده چی څومره وخت به تیر شوی و …. د ایا صوفیا تر ټولو ستره تاریخی غونډه جاری وه ، قاسم خپله دنده له یاده ویستلی وه ، هغه راپاڅید او غوښتل یی چی دمارسي په لور ولاړ شي خو داسی یی نه شوای کولی ، اومارسی هم دداسی کولو جوګه نه وه .
غونډه روانه وه . ان تر دی چی د ایاصوفیا د شلو څخه څلور بطریقان او د سلو څخه دیارلس پادریان د روم دکلیسا برلاسئ منلو ته تیار شوی و و . په دی ډله کی زوړ فادر بروس هم ورګډ شوی و . خو بطریق اعظم لا تر اوسه پوری کومه پریکړه نه وه کړی . اوبیا هغه وخت هم راغی چی شهنشاه د سولی دتړون د تیارولو حکم هم وکړ. چی په هغی کی د قسطنطنیی په کلیسا باندی د روم د کلیسا برلاسی منل شوی وه . اوشهنشاه په خپله په رومی کلیسا کی د یونانی کلیسا د مدغم کیدو اعلان کړی و . داسی معلومیده چی یو ډول اتحاد منځته راغلی و خو په سهی معنی ورته اتحاد نه ویل کیده . ځکه چی ګڼ شمیر پادریان په دی خبرو باندی سخت په غصه اوپه غضب وو .
د شهنشاه داعلان نه وروسته دکوم اړخ نه کوم راهب دبطریق اعظم ثانی ډیمونان د وژلو خبره رایاده کړه . دی خبری قاسم سخت متوجه کړ او دلمړي ځل له پاره یی د غونډی په لور مخ واړاوو . په غونډی کی د ډیمونان د وژلو دخبری د یادولو سره دا هم وویل شول چی لا تراوسه یی وژنکی نه دی نیول شوی . په داسی حال کی چی ددی خبری څرګندثبوتونه تر لاسه شوی و چی په دی وژلو کی د روم د کلیسا دپادریانو لاس وو.
د تړون نه وروسته په قسطنطین باندی دا خبره ښه و نه لګیده . په دی خاطر یی د دربار حاضرینو ته سختی سپکی سپوری وویلی . خو په همدی وخت کی چی دډیمونان د قاتل د نه پیدا کیدو خبری کیدی هغه د اسرارو او رازونو ډک شاګال دغونډی ځای ته راننوت . خپله امصا یی په فرش ټکوله او مخته را روان وو . دهغه د امصا په ټکار د غونډی ټول ګډون کونکی دهغه لوری ته متوجه شول ، قاسم چی کله شاګال وکوت نو سمدلاسه یی په زړه وخوړه . د قاسم شپږم حس د خطر زنګ احساساوو. د شاګال په کتلوسره قاسم په خپلی چوکۍ کی دورندوالی احساسوو . زړه یی غوښتل چی سمدلاسه ورپاڅی او د شاګال کار ورختم کړي اویا هم ددی ځایه و تښتی . خو شاګال د خپلی امصا په کوم سره د غونډ له منځه را ووت ، که څه هم هغه یو بطریق و خو دهغه کړچار د مصر د پخوانیو جادوګرانو په څیر و . هغه دخلکو له منځه راووت او دشهنشاه مخی ته راغی او ودرید ، سترګی یی په شهنشاه باندی نښتی وی او دخپلو سرو سترګو له لاری یی شهنشاه ته په غور سره کتل .
په دی وخت کی یو ناڅاپه شهنشاه ته هغه د سرو سترګو دیو په فکر کی راغی . اوکله چی شهنشاه د شاګال شکل و صورت ته وکتل نو داسی ورته څرګنده شوه چی دا به په حقیقت کی همغه دیو وی چی تیره شپه یی په خوب کی کتلی و، شهنشاه ته د سسټرمیری له اړخه ویل شوی دخوب تعبیر په یاد و . سمدلاسه یی د ټولی نړۍ دپروا کولو پرته دخپلی توری په لاستی باندی لا س کیښود ، غوښتل یی مخته راشی او دغه د سرو سترګو دیو له منځه یوسی . هغه لا تر اوسه د راپورته کیدو اراده کوله چی شاګال په مخ یی مکروه خندا وکتله ، ودرید . کله چی شاګال د شهنشاه په لور خپله ګوته راپورته کړه او خبری یی پیل کړی نو دهغه داواز په اوریدو سره قاسم داسی وبریښیده لکه دهغه د ستونی څخه چی په یوه وخت کی دوه انسانان خبری کوی . شاګال وویل :
« درونده شهنشاه ! دخپلی توری څخه دی لاس لری کړه . اوس خو زه تاته په خپله لمن کی پناه درکونکی یم . او که نه زمونږ د اسلافو دغه تاریخی ښار به د نابودۍ سره مخ شي .
شهشناه دشپی په خوب کی کتلی و چی هغه د سرو سترګو خاوند دیو به هغه ته په خپلی لمن کی دپناه ورکولو خبره کوی ، او اوس شاګال هم شهنشاه ته په خپله لمن کی دپنا دورکولو خبره وکړه . شهنشاه فکر وکړ چی دا همغه شخص دی چی په وژلو سره به یی قسطنطین د تباهۍ نه خوندي شی او سوبه به یی په برخه شي . خو دشاګال په سترګو کی داسی ځواک و چی شهنشاه دخپله ځایه یو قدم هم وانه خست . شاګال ورته یو ځل بیا وویل :
« درونده شهنشاه ! زه تاته دداسی یو خبر په اړه معلومات درکوم چی دهغی په اوریدو سره به ته ما بی اختیاره د قسطنطنیی خوندي پاته کونکی و ګڼی »
خو د شهنشاه په ذهن کی همغه یوه خبره ګرزیده او هغه دا چی یوازی دسرو سترګو خاوند شاګال همغه دیو د ی. شاګال خپله خبره جاری و ساتله او ویی ویل :
« درونده شهنشاه ! ما دډیمونان بطریق قاتل پیدا کړی دی. »
د شاګال دخولی څخه ددی خبرو د راوتلو سره سم قاسم په خپله چوکۍ کی هک پک شو ، یواځی قاسم نه بلکه مارسی هم د ویری احساس وکړ . ځکه چی هغی هم دا ګمان کاوه چی ډیمونان به قاسم وژلی وی. خو شهنشاه په ډیره حیرانتیا سره خپلی سترګی را وویستلی او تری ویی پوښتل :
» درونده بطریقه ! هغه کوم بدبخته قاتل دی چی ددواړو کلیساګانو اتحاد ته یی دزیان رسولو هڅی کړی دی . او داسس مذموم حرکت یی کړی دی ؟
دشهنشاه دخبری د تکمیل سره سم د بطریق سر و ګرزید او د قاتل په لور یی ور واړاوه . اوس نو دهغی سری سترګی د قاسم په سترګو ورنښتی وی . ناڅاپه یی خپل ښی لاس پورته کړ اود قاسم په لور یی اشاره وکړه او شهنشاه ته یی وویل :
« دا دبطریق اعظم ثانی قاتل دی . چی همدا اوس ستا تر مخه ناست دی ، دهمدی توری د ډیمونان سر دهغه له تنی څخه جدا کړی دی . »
مارسی داسی وپوهیده چی دهغی دنیا چی یوازی دوه ورځی ترمخه روښانه شوی وه بیرته تیاره شوه . قاسم هم په خپل زړه کی د شهادت کلیمه و لوسته او ځای یی د مرګ سزا ته تیار کړ . په دی وخت کی یو ناڅاپه دقاسم د زړه څخه ټوله ویره ووتله او یو ډول ډاډ ورته پیدا شو . څه داسی ډاډ چی مسافر یی منزل ته درسیدو په وخت کی تر لاسه کوی. ټول سالون داسی وو لکه مار چی خوړلی وی . هغه بطریق اعظم چی قاسم یی خپل سلاکار ټاکلی و په لړزه کی راغلی و . شهنشاه هم قاسم ته په سختو سترګو کتل . په دی وخت شهنشاه د برق په څیر و ګړزید. « دا شخص څوک دی ؟ …. او له تاسره کوم ثبوت دی چی هغه به د ډیمونان قاتل وی ؟ «
« زما سره ثبوت شته …. » شاګال وویل : شاګال په خپلو لاسو کی څه کاغذونه را واخستل او د شهنشاه مخی کی یی کیښوول . او ویی ویل : « درونده شهنشاه ! دغه دری لیکنی دی ، ددی څخه یو هغه جعلی لیک دی چی د ډیمونان د جسد څخه تر لاسه شوی دی. دا په نیلا رنګ شاهی لفافه کی پټ کړل شوی و . اوکوم الفاظ چی په کی لیکل شوی دی هغه ټول ستا تر مخه دي . دویم لیک د تریس دبشپ لیمارک له اړخه لیکل شوی دی او هغه هم جعلی دی چی دی ځوان بطریق اعظم ته ورکړی ، خو کله چی ماته معلومه شوه نو زما تندی و سوزید ځکه چی زه دتریس چرچ ته ډیر ځم راځم . ما هیڅکله هم دا وګړی هلته نه دی کتلی . او دریم لیک ما دهغه د کمری څخه په هغو کاغذونو کی تر لاسه کړی دی چی هغه همدا اوس پخپل لاس لیکلی وو .
درونده شهنشاه ! په دغو دری واړو لیکونو باندی یو نظر واچوئ نوکیدای شی تاسی ته هم معلومه شی چی دا دری واړه د یوه لاس لیکل شوی خطونه د ی . زه په ډاډمنه توګه ویلی شم چی دا شخص مسلمان دی او دسلطان محمد خان جاسوس دی . »
د حاضرینو دمخونو څخه رنګونه الوتی وو . بطریق اعظم د حیرانتیا په سمندر کی غوټی خوړی . اود شهنشاه مخ دغصی اوقهر څخه تک سور ګرزیدلی و . شهنشاه په ډیر لوړ اواز سره په کرکجنه توګه وویل : « جلاده ! ددی بداخلاقه سر پری کړه او زمونږ په پښو کی یی واچوه »
قاسم ددی حکم د اوریدو سره سم دخپله ځایه راپورته شو ، هغه په ظاهری توګه یو راهب ښکاریده ، نو په دی اساس هیڅ ډول وسله یی نه درلوده خو په زړه کی یی دا هوډ کړی و چی د شهید کیدو نه مخته به د څو عیسویانو روح دخپله ځانه مخته باسی . شهنشاه خو جلاد ته ورغږ کړ اوحکم یی ورته صادر کړ خو هیڅ جلاد مخی ته را نه غی . ځکه چی د امقدس چرچ و اودلته هیڅ جلاد نه و موجود . یو ناڅاپه شهنشاه ته دخپلی بی عقلۍ احساس وشو اوسمدلاسه یی وویل :
«سپاهیانو!…. دغه مسلمان ونیسئ ، مونږ به دا د عامو خلکو تر منځه په سخته سزا باندی محکوم کړو.»
کله چی قاسم د شهنشاه دویم حکم واورید نو دجنګیدو اراده یی پریښوده . له ځانه سره یی وویل چی نیول و بندی کول یی په ګټه دی . ځکه هغه یو جاسوس دی او دزندانه د تیښتی لاری ورته معلومی دی . د ساتونکی ډلی کسان را مخته شول او دقاسم په لاسو اوپښو کی یی زنځیرونه ور واچول .
غونډه د لمر د پریوتو نه مخته پای ته ورسیده . او د قاسم د نیولو نه وروسته څه نور خلک هم په خلاص زړه دکلیساګانو په یووالی کی را ګډ شول . شهنشاه غوښتل شاګال ته انعامونه ورکړي خو شاګال د څه اخستلو څخه انکار وکړ . اولکه څنګه چی ر اغلی وو همغسی بیرته ستون شو او دایا صوفیا د سالون څخه ووت . غونډه پای ته رسیدلی وه او خلکو ددننۍ پیښی اغیز هم له ځانه سر یو ځای یوړ ، خو په دی وخت کی دبطریق اعظم او نورټارس حالت د کتلو وړ وو . ځکه دوی دواړه د قاسم په دام کی را نښتی وو . په دی خاطر یی خپل سرونه د شرم نه ښکته اچولی وو . د ټولو نه زیات دمارسی حالت و. هغی خو خپلی کمری په لور قدم اخست خو داسی معلومیده چی دهغه هر قدم یو یو من ګرزیدلی دی . هغه په خپل قسمت باندی حیرانه پاته وه ، هغه چی دایی د قاسم سره اوه کاله وروسته یوځای کړه خو دهغی سره یی دوه خبرو ته هم وخت ور نه کړ . مارسی په خپل ژوند کی ددی نه زیاته نه وه غمګینه شوی ،اوس نو هغی ته د قاسم د ژوند نه زیات نور څه مخکی نه و . هغی سر ښکته کړ او په ډیره درنه درنه توګه دخپلی کمری په لوری ولاړه .
****** ‘
نور بيا …..