کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ترهګري ضدجګړه که دترهګرو دتکثیرجګړه

ترهګري ضدجګړه که دترهګرو دتکثیرجګړه

لس کاله  مخکې  داکتوبر  په اوومه نېټه  زموږ  په  پلرني هېواد (ګران افغانستان ) دداسې چا لخوا یرغل وشو ، چې له  موږ څخه  د زرګونو کیلومترو واټن  په لرلو سره سره موږ  ورته  دیو وېښته  په اندازه  زیان نه ورسولی .


په حقیقت کې خوغم دداسې چاپه سر راولاړ شو، چې نه افغان و اونه  دافغانانوګټوته ژمن و دا داسې یو څوک و ، چې نننیو یرغلګرو دهمدې ورځې لپاره وروسته  له  درنې  پانګونې داسیاتر زړه(افغانستان)پورې راورساوه .


داسړی تاسو ښه پېژنئ چې نوم یې اسامه او دپلارنوم یې لادین  و.


اسامه  دیوعرب  پانګوال زوی و هغه  د ځانګړوموخولپاره داستخباراتي  شبکو لخواوهڅول  شوتر څود روسي اشغال  ضد جګړه کې  د افغان مجاهدینوملاتړ وکړي .


لادین  او زوی  ته یې دکړېدلي فلسطین  ناورین  بې  ارزښته  و دفلسطینیانودحقه حقونولپاره  یې کوم  خاص  څه نه دي کړي .


پوښتنه له همدې ځایه  را پورته کیږي کله، چې یو څوک دخپل  توکم  دملاتړ  روحیه  په  ځان کې نه لري نو هغه به بیا دکوم  اخلاص  په بنا د پردیو غم  وخوري؟


داسامه بن  لادین   په  هراړخیزونازولو سره  دالقاعده ګوندبنسټ  دراتلونکې اوږدې او بیا هم اوږدې ستراتیژي لپاره کښېښودل شو.


اسامه  پخپل لاس جوړه  شوې لومه کې ونیښت او داسې برمته شو، چې له (چاده )ترجلال آباد پورې دخپل واک نه و سرخوړلي  برهان الدین  رباني خو آن  دافغانستان  تابعیت  هم ورکړ ی و.


د حوادثو توپان  د روسانو کوږ  بار تر منزله  پرې  نښود هغوی  وتښتېدل  ډاکتر نجیب الله  د وخت  مجاهدینو ته دملګرو ملتونو له  لارې  دسولې پلان  وړاندې کړ خو له بده مرغه  هغه  پلان دملګرو ملتونو دبېغوري  اویاخو د مخکې پلان شوې ستراتیژي  له مخې سبوتاژ شو.


 داسبوتاژ د روسانوپه لمسون  دکارملیانو او احمدشاه مسعودلخوا ترسره  شو، چې بیا یې په نتېجه کې د کابل تاریخي ښار وران او د ۷۰۰۰۰ اویا زرو بې ګناهوکابلیانودداسې وژنې سبب شو، چې  مړي یې تر هدیرو هم ونه رسول  شول  څوک په  حوېلیو او څوک په کوڅوکې خښ شول دکابل هره کوڅه  هدیره  هدیره شوه .


دسېلاب سېلاب وینوله بهېدوسره سره دافغانستان دنجات  اواسلام مقدس دین دژغورنې په نوم  راولاړ شويو افغان مجاهدینو؟؟  له خدای (ج) څخه یوه زره هم  وېره ونه کړه کابل یې لکه  داختر قرباني په  څوبرخو ووېشه هر یو په  چوکۍ  چو شو چا خو بیا وروسته  آن لا ترکولابه  پورې  چوکۍ ورسره ځغلولې .


هغوی  د خپلو حریفانودځپلولپاره په لمړیوکې طالبان  اسماني ملائیک بلل خوکله یې، چې حریفان وځپل شول او دطالب دبرچې څوکه  په  دوی  ور برابره شوه بیا یې طالبان  فتنه اچوونکي بلل .


دطالبانودجوړښت اوظهور په  انګېزې  اود اوږدې خطرناکې  ستراتیژي   ددې اوموموادوپه  اړوند زیات  څه  نه لیکم یوازې  دومره یادونه کوم، چې داووکلونو په  موده کې  له ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۱ زکال پورې نړۍ خور امپریالیزم  د طالبانو  په  وړاندې  له دوه مخي سیاست  څخه کاراخیست  هم یې نازول  هم یې لمسول او هم یې ټکول  تر څود تیلو کمپنیو(یونوکال  او بریداس) لانجه له یوې خوا او له  بلې خوادنیویارک دبرجونو مرموزه ډرامه  ددې سبب شوه ، چې طالبان زوال ومومي .


دیادولو ده، چې  دنیویارک له  پېښې  څخه  لا څومیاشتې  د مخه  په جرمني کې دمشرف او شرودیر  له خوا البته  دنورو زورورو په امر دطالبانو دنظام  نړول منظور شوي و ځکه  خودریم هېواد ته  دطالبانو لخواداسامه  سپارل


امریکا نه  منل  مانا چل  یې  دافغانستان  اشغال  ته  جوړ کړی ونو هغه و چې په  ډېر ظالمانه  ډول  یې زموږ  کنډر کنډرهېوادتر سختوبموریولاندې  ونیوغبرګ  عبدالله به لا نارې ورته وهلې ، چې غتې غتې بمونه  پرې واچوئ .


لنډه دا چې بمونه که غت غت و او که واړه واړه خو دطالبانو دماتې   او دافغانستان  دلا کړاو سبب  شول .


داکتوبر توره اوومه او دجدې  توره شپږمه  دواړه هغې  دردوونکې نېټې دي ، چې  دبشري  تاریخ  په لمن یې تور  تور داغونه ایښي دي .


دترهګري ضد جګړه کومه، چې دسپینې ماڼۍ واکمنانوپیل اوګڼ  شمېر لویدیځ  هېوادونه یې هم  په خپله لکۍ پسې مهار کړل  نه یوازې  دترهګري دمخنیوي سبب  نه  شوه بلکې ترهګر یې  وزېږول  داسي ترهګر یې  وزېږول، چې هم یې پخپله تمویلوي او هم یې په وروستي مورچل کې وژني .


په یادوکسانوکې قراردادي قاتلان، ځانمرګي، دښوونځیواوعامه  شتمنیودورانوونکو ډلې، دقومي مشرانو ، ښوونکواومنورینو ضد قاتل ګروپونه همداراز ګڼ  شمېر نور لاروهونکي ګروپونه هم  راځي .


دپورتنیو ډلو کمیت اوس لسګونو زرو ته  رسیږي ددې لسګونو زرو اباطه ، اعاشه  او تنظیم څه ساده خبره نه ده او نه پورتني ګروپونه  پخپله دخپل ځان دسمبالښت وس لري .


که زما پورتنی منطق په  ځای وي نو باید ټول افسوس وکړو او ووېرېږو، چې  دامریکا جګړه دبشریت دتباهي او پخپله دامریکا دزوال لپاره روانه ده داځکه، چې دامریکا اقتصاد دنزول او بحران په لوري  روان دی امریکایان  دانننۍ جګړه دپور په پیسو په مخ وړي او پورتني  بې سره او پښو ګروپونه دپور په پیسو تمویلوي .


اوس نو قضاوت تاسو وکړئ، چې روانې جګړې ته ترهګري ضدجګړه که دترهګرو دتکثیرجګړه ووایو؟