د امريكي د 2001( ع ) كال د سپتمبر د يولسمي نيـټي د يوه سهار څو ساعته خو د افغانستان د خلكو 3650 ورځي او 60 ساعته
د۲۰۱۱ کال د اکتوبر ۷
به هغه سهار ښاغلي بوش د مرګ او وراني مزه د خپل كور په دسترخوان وڅكله – د نړي د ولسونو نظر دا ووچی امريكي د خپل بهرني سياست کرلی ګلان وء ریبل او په دی توګه د نړی د یوه رښتینی پوځی طاقت د مار لکی غوڅه شوه
د۲۰۰۱ کال د دسپتمبر د میاشتی په لومړی اونی کی د امریکی د دموکراسی لومړی نښه دا وه چي لویدیځو مطبوعاتو د هغو کسانو په خوله د مطبوعاتی بندیز پټی ولګولی چی د سپتمبر ۱۱ یی د امریکی د بهرنی سیاست نتیجه بلله او پدی توګه امریکی د سپتمبر له یولسمی څخه د ښی ګټی د اخستو په نیت لا له پخوانه د خپل نړیوال پوځی طرح شوی پلان په عملی کولو لاس پوری کړ
تر کمونیزم وروسته د تروریزم پرضد دجګړی پیل بوش د یو ویشتمی پیړی جنګی پلان ووباله او پدی توګه بوش د یوه نړیوال اُییتلاف لپاره لستوڼی را بډ وهل چی په سرکی یی برطانیه او بیا فرانسه ناتو اسراییل استرالیا او کانادا په اییتلاف کی ورګډ شول او جګړه له افغانستان څخه را پیل شوه
دا ځل بوش له یوی نوی طرح سره را څرګند شو چی ( یا له موږسره یاست او یا هم زموږ پر ضد ) – د بوش له دغه پلان سره اسلامی نړی هم په دوو برخو وویشل شوه او یو شمیر ډارن او ګوډاګی تش په نامه اسلامی هیوادونه د امریکی او برطانیه په اییتلاف کی ورګډ شول او هغه اسلامی هیوادونه یواځی پاتی شول چی تر نن پوری یو پر بل پسی د تروریزم د شعار قربانی کیږی چی لمن یی تر ټولی اسلامی نړی وغځیده او دا دی د هری ورځی په تیریدو سره په سل ګونو مسلمانان وژل کیږی – په سلګونو ټپیان کیږی – کورونه یی ورانیږی له ښونی او روزنی پاتی کیږی او په ۲۱ پیړی کی حتی د بشری حقونو له لومړنیو ضرورتونو هم بی برخی کیږی –
د تروریزم پرضد په دغه جګړه کی چی امریکا او برطانیه یی رهبری پر غاړه لری په اسلامی هیوادونو کی مترقی شخصیتونه – مترقی نهضتونه او سپیڅلی انسانان تر سخت فشار لاندی راوستی دی چی له کبله یی حتی پخپله په لویدیځو هیوادونو کی هم غیر اسلامی مترقی شخصیتونه لا خوندی پاتی ندی – تر ټولو جالبه خبره خو داده کله چی لویدیځو مطبوعاتو ته غوږ شی تر ځپیدل شویو نه د ځپونکو ناری سوری اوچتی دی
یواځی په افغانستان کی لا تر اوسه ۳۸۲ برطانویان ۲۷۵۰ تنه د ناتو پوځیان نامعلومه شمیره امریکایان خو په لس ګونو زره افغان ماشومان –ښځی اوملکی ځوانان وژل شوی دی .
د بوش اداره چی په دی ترڅ کی د نړی تر ټولو بد نامه اداره بلل کیده په دی هیله بیرته شوه چی د اوباما په راتګ سره به د امریکی خیرنه څیره پاکه شی خو له بده مرغه چی امریکی لکه چی دا ظرفیت له لاسه ورکړی چی له خپلی تګ لاری څخه به په شا شی – امریکا به ښایی لا تراوسه هم دخپلی ړنګی بیړی د سر منزل ته رسولو بی ځایه هڅی کوی چی اوس هم غواړی په افغانستان کی خپل زاړه خوبونه تازه وساتی –
په افغانستان کی د امریکی او برطانیه د تیری د لسم کال په نمانځنه کی امریکی اعلان وکړ چی په افغانستان کی یی په تیرو لسو کلونو کی پنځوس په سلوکی پلان لا نیمګړی پاتی دی – ښایی د امریکی هدف هم هغه زوړ پوځی برطانوی خوب وی چی امریکا په مزارشریف کی د روسیه – په شینډنډ کی د ایران او په کندهار کی د چین یا پاکستان پر ضد د پوځی ستراتیژیکو اډو کار بشپړ کړی- خو دریغه چی امریکا دومره په خپل غرور کی ډوب دی چی فکر کوی چی چین او روسیه هم افغانستان – عراق یا لیبیا ده .