د اروپا ویی یا کلمه د سامي ژبې د (اېروب) یا (غروب) له کلمې نه زېږېدلې بلله کیږي چې هغه بیا پخپل وار د اکدي ژبې له (اېرېبو) نه رغاول شوې او ویل کیږي چې له همدې لارې یې اروپایي ژبو ته لار موندلې ده. پخپله اروپایان دغه کلمه د لرغونې یوناني ژبې د (اېوریس) یانې لیرې یا څېره او (اوپس) یا لید له توکو نه رغاول شوې بولي چې مانا یې لرلید او یا «د لیرې لید (لرونکې) ښځه» راخېژي. ـ
ځینې ریښه پېژندونکې اروپا د سامي او په تېره فینیقي ژبې د اېروب له ویی نه رغاول شوې بولي چې مانا یې له تېاره، ماښام یا هماغه غروب سره اړخ لګوي. فینیقیان یو سامي توکمه ولس و چې د مدیترانې په غاړه او د کرمل د غره او کلب سیند یا نهرالکلب ترمنځ په پرته سیمه کې میشت و. د کرمل غر د اسراییلو په شمال کې پروت دی او پخپله اسراییلیان یې (هارها کارمل) بولي چې مانا یې «د خدای تاکونه» دي. نهر الکلب ته په الماني تاریخونو کې د «سپي سین» نوم هم کارول شوی دی. ژبپوهان فنیقي لیک د ختیځې اسیا له ژبو پرته د نورو ټولو ژبو د لیک مور بولي. د لرغونو فینیقیانو د استوګنې سیمه د اوسني لبنان او سوریې د ځینو سیمو له ټاټوبي سره اړخ لګوي. ـ
فینیقیان د یوناني ژبې د (فوینیکې) ویی عربي بڼه بلله کیږي او ویل کیږي چې آر بڼه یې بنی کنعان یا د کنعان زامن وه چې په لرغوني پېر یا عصر کې په همدې نامه یادېدل. صیدا، صور، ارواد او جبل یې د نامتو ښارونو په کتار شمېرل کیږي. په زړه پورې ده چې یونانیانو د لبنان بندري ښار جبل د بیبلوس په نامه یاداوه او د بایبل (بیبل) یا کتاب نوم هم له همدې ښار سره تړاو لري. ـ
خوپه رښتیا اروپا څوک وه؟ د چا زړه ته لویږي چې اروپایان دې د دې نامه له کبله له یوې لبنانۍ پېغلوټې نه منندویه وي؟ په یوناني اسطورو کې راغلي چې اروپا نومې لبنانۍ پېغلوټې د اوبو پر غاړه لوبې کولې چې د یونانیانو افسانوي خدای زیوس ولیده او سمدلاسه یې پرې زړه بایلود. نوموړي له ځانه یو څاروی جوړ کړ او اروپا یې په چل ول د لبنان له سیندغاړې یا کڅ نه د یونان کرېتا ټاپو ته وتښتوله. ـ
له ډېرو لرغونو پېړیو راهیسې فیلسوفان او تاریخپوهان د دې خبرې پر سپینولو بوخت وو چې ښکلې لبنانۍ شهزادګۍ څنګه یوې بشپړې سترې وچې ته دغه نوم وروباښه؟
د ساري په توګه لرغوني تاریخ لیکونکي هیرودت (۴۸۴ ـ ۴۲۵ مخزېږدې پېړۍ) په دې اړه داسې کښلي دي: «هغه څه چې په اروپا پورې اړه لري، نو هیڅوک نه پوهیږي چې ایا له هغې نه سمندرګی راچاپېره
دی؟ که نه، نو دا نوم یې له کومه ځایه ترلاسه کړی او چا دې لویې وچې ته دا نوم ورکړی دی؟
له دې پرته موږ [اړ یو] په دې باب په یوه خوله شو چې هغه د یوې اروپا نومې صوري ښځې نوم و او له هغې مخکې دا ستره وچه هم لکه د نورو هغو په څېر بې نومه وه». ـ
له دې سره سره هیرودت له دې شک سره پاتې کیږي چې «اروپا یوه اسیایۍ وه او هیڅکله یې هغې سیمې ته چې اوس یې موږ اروپا نوموو، سفر نه و کړی، بلکې یوازې له فینیقیې نه کرېتا او له هغه ځایه لیکیا ته تللې وه». لیکیا د کوچنۍ اسیا یا اوسنۍ تورکیې د اناتولیې په سوېل لویدیځ کې د پرتې سیمې نوم و. هیرودت خپله لیکنه په بې ځوابه او زړه وهونکې توګه په دې ټکو سره پای ته رسوي: «نور نو دا موضوع پر همدې ځای بس ده. زه به پخپل وار په هر حال په راتلونکې کې هم، هماغه نومونه کاروم چې د عادت له مخې ورسره روږدي شوي یو». ـ
په دې توګه د اروپا نوم له ټولو پوښتنو، شکونو او بحثونو سره سره په هماغه لرغونې بڼه پاتې دی، خو سیمه یې د پېړیو په اوږدو کې له یونان نه بهر لاپسې پراخه شوې ده. ـ
اخځ: ـ
یورولینګووا، ډویچ ـ ۳، ۱۶۴ مخ او په انترنت کې بېلابېلې لیکنې