کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / لس کلني خونړۍ جګړې د قدرت او خاوری عاشقان رسواکړل

لس کلني خونړۍ جګړې د قدرت او خاوری عاشقان رسواکړل

د جګړی څپلی افغانستان  د دوهم وار اشغال چه د شنو  اسلامی بیرغو ، د امنیت شورای  د پریکړی او د نجات او دموکراسی تر عنوان لاندی تر سره شو ، او د صلیبی جګړی د میراث خور او د نړی د امنیت د ټیکه دار اود اسامه جان بن لادن شریک  دوهم بوش چه اوس د ؛ موش ؛ پشان په غار کی ننوتی دی ، تر قوماندی لاندی چه د تکبر او غرور په ډیره لوړه درجه یی د تروریستانو له غارو د را ایستلو په اعلان سره شروع کړه، لسمه غمیزه پوره شوه.


لیکن جګړه لا تر هر بل وخت ډیره ګرمه او هراړخیزه او د  یوه نامعلوم لوری پرخوا په حرکت کی ده او د جګړی شروع کونکی، د نجات ، دموکراسی او د تروریزم د نابود کولو ټیکه دار هم اوس د داسی غار په لټه کی دی چه که احیانآ څوک ور پسی اور بل نکړی نو دوی به پخپل غار کی ډیر خوښ وی ، نظر و دی ته چه په یوه ازادی خوښونکی هیواد کی  پاته شی چه نه تپلی دموکراسی او نه هم تپلی کمونیزم منلی شی.


رشتیا اصلی موضوع  ته به راشو چه:


ولی افغانستان په ډیره عجله سره اشغال شی او بیا  په ډیره عجله سره بیرته پریښودل  کیږی؟


اشغال هر واری دوه  اړخه لرل چه اول یی داخلی او د  قدرت غوشتنی عاشقان او دوهم یی خارجی  اړخ چه هغوی د خاوری د نیولو  او د ابدی استعمار او دایمی زبیښاک عاشقان  دی یو د بل سره نژدی او بلاخره د مشترک ارمان لپاره یوه بهانه او لاره جوړه کړی تر څو خپل ناولی ارمان تر سره کړی.


د جګړی څپلی افغانستان  نژدی تاریخ چه زما د سترګو لیدلی  حال دی او پدی تاریخ کی دواړه  اشغاله د شغالی قوتونو په ذریعه  ترسره شوه ،ګرچه نقشه یی پخوانی وه خو عملیات یی د ډیری عجلی او د ډیری ناولی او احمقانه بهانی په اساس تر سره شوه.


د اولی اشغال مبتکر  ببرک کارمل د انترناسیو نالیزم تر ډیر ښکلی او انسانی شعار لاندی  پداسی حال کی د شوروی اتحاد  قوتونه داخل کړل چه  په حاکم ګوند کی د حفیظ الله امین پر ضد یو طبعی وحدت د حزبیانو تر منځ راغلی وه او بیله کومه مشکل څخه د هغه چپه  کول د تاریخ یو ضرورت وه،مګر شوروی اشغالګرو او ببرک کارمل دا مطلب تر لاسه کړی وه چه که د امین ځای ناستی د دوی اجنت نه وی نو هدف ته نشی رسیدلای، نو هغه وه چه د امین پر ضد یی داسی تبلیغات وکړل چه نن یی یو ساده بیسواده هم نسی منلای، هیواد اشغال شو او ببرک کارمل هم د څو محدودو کالو په موده کی د سوسیالیزم جوړیدل وعده ورکړه.


کله چه دی په ازدی مین  هیواد ته بیګانه را داخل شول نو د  جګړی حالت دسوسیالیزم د جوړیدو په عوض د امپریالیزم سره د مقابلی  حالت غوره کړ او د هغه لپاره یو اصلی علت داوه چه حتی د سردار محمد داودخان په زمانه کی لا هغه افغانی په تاج او تخت مین اشخاص چه د اسلام تر مقدس بیرغ لاندی یی مبارزه شروع کړی وه خو د جمهوری رژیم په راتګ سره له خپل وطن څخه وتیشتیدل او د پاکستان اسلامی جمهوریت ته یی پناه و ړی وه او ذ ‌ولفقار علی بوټو هم دوی ته نوی او د اوسپنی بوټونه ور پشو کړل تر څو ددی د تاج او تخت پر عاشقانو باندی دا خاوره ورانه نه کړی ، هغه هم یو وار نه بلکه باید تر اخیری افغان پوری باید دوی او د دوی اولادونه باید د پاکستان اجنتان وی ، او د وطن دشمنان تر څو چه د پاکستان ستراتیژیک هدف یعنی د اشغالی خاوری دایمی پاته کیدل دوی ته ترسره شی.


د اولی اشغال په لعنتی  نتیجه کی د پاکستان یو ستر ارمان  ترسره شوه چه د غرب  او عربی نړی په بی توله کمکونو سره دا  هیواد  د اټومی وسلی خاوند شوه او جګړه هم د ببرک کارمل د تاریخی بی کفایتی په نتیجه کی دی حال ته ورسیده چه کارمل  غوشتل چه د هیواد پایتخت له کابل نه مزارشریف ته انتقال کړی او ددی  ارمان لپاره یی هرڅه تر سره کړل.


هغه متل دی چه وایی:


باز خانه نه بی بازه کیږی.


د هیواد د حاکم ګوند استازو له اشغال او جګړی نه د  خلاصون لپاره د ملی روغی جوړی پلان چه د ملل متحد تر څارنی لاندی  وه را منځته کړ، خو بدبختانه لدی  انسانی پلان سره هم د انترناسیو  نالیزم درواغجن رهبر ببرک کارمل ،  او د هغه ناولی بانډ او هم د  افغانستان( د نجات )تنظیمونو چه اختیار یی د پاکستان په ناولو لاسو کی وه ، پداسی حال کی مخالفت وکړ  چه د وطن  هر شرافتمند انسان د  سولی ناری سوری وهلی.


د افغانستان د  خونړی تاریخ تر ټولو ډیره نه هیریدونکی  پاڼه داده چه د ملی روغی جوړی د انسانی پلان پر ضد له ۱۴ کالو جګړی نه وروسته همدا دواړه د تاج او تخت عاشقان یعنی د ببرک کارمل بانډ او د جهادی سوداګرو تر منځ د ۱۳۷۱ د حمل په میاشت کی د همدی انسانی ملی روغی جوړی د پلان پر ضد داسی خونړی او ستمی کودتا له حیراتانو له ښار ګوټی نه شروع شوه چه کله دا ناولی پدیده تر کابل پوری را ورسیده هغه ته د مقدس اسلامی انقلاب نام ورکړ شو، چه  نه یی قومندان اسلام پیژاند او نه یی هم  قوتونه د اسلامی تنظیمو سره اړیکی لری، بلکه دا ټول قوتونه د یوه ګډ پلان پر اساس داسی ناولی دښمن ته تسلیم شول چه نه یی افغانیت درلود او نه هم اسلامیت، ځکه په اسلام او افغانیت کی د وسلی تسلیمی د ناموس د تسلیمی په معنی ده.


په حقیقت کی اسلامی انقلاب د دواړو خواوو،یعنی د کمونیستانو او د جهادیانو د مشترک پلان عملیات ول چه د هغه له مخی باید افغانستان  په شمال او جنوب تجزیه شوی وای،خو ډیرو وطن پرستو سرونه ورکړل  خو د وطن د مور ویشل یی قبول نکړ.


ددی عملیاتو پلان که څه هم د ماسکو – تهران او اسلام آباد په مرکزونو کی جوړ شوی وه خو عملی کونکی رهبران یی نه روسان – نه ایرانیان او نه هم پاکستانیان ول ، بلکه ببرک کارمل – احمد شا مسعود – بحران الدین ربانی – مزاری اونور ول.


دی ناولی او لعنتی  پلان د هیواد تاریخی جوړښت ته هم بدلون ورکړ،دښمن ماتونکی ملی  اردو د غلو تر منځ داسی تقسیم  شوه لکه د جنرال حسین خان  او ډګروال دوست پټی، ملی حاکمیت هم د  وطن پرستو قوتونو پر ځای د غلو  لاس ته ورغی او د ځمکنی بشپړتیا  خبره خو اصلآ له یوه غله سره هم مطرح نوه او نه هم ده.


د طن ټوله هستی داسی چور شوه لکه غنیمت،کله چه د  ځمکی پرسر څشی د چور لپاره پاته نشول نو د وطن پر هدیرو باندی  شروع وشوه او د غازیانو او شهیدانو  هډوکی له قبرو را وکیښل شول او هغه لا هم پر پاکستان کی خرڅ شول  اود تاریخ د میړنیو ازادی غوښتونکو پر هډوکو یی د پنجابیانو میچنی وګرزولی.


له همدی اسلامی انقلاب سره د مورنی وطن د ځمکنی  بشپړ تیا موضوع هم له منځه ولاړه  ځکه د ځمکی د ساتنی موضوع  خو د وطن پرستانو کاروی نه د  وطنفروشانو او جاسوسانو.


د اسلامی انقلاب په نتیجه  کی مو د وطن مور د پاکستان تر ولکی لاندی راغله اود ملی حاکمیت واکداران مو هم پنجابیان شول ، د اسلامی انقلاب او اسلامی رژیم واکداران د کابل په عوض په اسلام آباد کی ټاکل کیدل.


د اسلامی انقلاب رهبران ګرچه په ظاهره پرو فیسران ول ، خو په عمل کی تر اوسه لا پنجابی دګروال ته داسی په غیرتی ملا ټیټ  شی لکه هغه یی چه پیر وی او دوی  یی مُریدان. سره لدی چه دوی د  کابل پر تخت د ماسکو د پلان او ببرک کارمل د ابتکار په اساس کیناستل  ، نه د انقلاب پر اساس، ځکه دوی  د شوروی د قواوو له وتلو وروسته پوره دری کاله او دری میاشتی د خپلو بادارانو سره چه له امریکا شروع تر انګلستان، له عربستان نه تر چین او له ناټو له نوروغړو هیوادو تر اخوندی ایران ، د افغانانو د تاریخی او ستر دښمن پاکستان( نه ورور هیواد لکه جهادی غله چه هغه تبلیغ کوی)، د جهان د ټولو هیوادو تروریستان، د شوروی اتحاد تر دوو کودتا ګانو، چه اولی د حسن شرق چه اوس په غرب کی اوسی، اوبله یی د سولی د ستر دښمن غلام دستګیر پنجشیری او شهنواز تڼی چه اوس د سولی د غورڅنګ رهبران دی تر سره شوی، خو لدی ټول تلاشونو سره دوی هغه ارمان ته چه د سردار محمد داودخان د قدرت په وخت کی د جهاد تر مقدس نامه لاندی جګړه شروع کری وه تر لاسه نکړ، مګر کله چه د ماسکو دربار ته د عذر لپاره ورغلل او دی نتیجی ته ورسیدل چه جهادیان به هم د دوی بندیان خوشی کړی او هم به د جګړی د تاوان چه ۸۰۰ میلیارده ډالره وه تیر شی. او هم به د ملی روغی پلان چه د هغه پر اساس به د آینده افغانستان د اوسنی جرمنی په شان د ترقی او پرمختګ درجی ته ورسیږی، له منځه وړی.


اوس وضعه څنګه ده؟


امریکا او ناټو کومه وعده چه کړی وه چه:


د تروریستانو له غارو د را ایستلو او یا هم د محاکمه کولو او نابودی تر وخته پوری به دوی د دنیا په هر ګوټ کی خپلی د تروریزم پر ضد جګړی ته دوام ورکړی ، په عمل کی  دلعنتی بورژاوزی یوه د کبر او غرور لافه وه نه عمل او  دوی اوس د ستر اقتصادی بحران سره مخ دی او حتی د ځان د ساتنی په چورت کی.


ډیره دلچسپه خو لا داده چه دوی تر پرون پوری لا د جهانی  تروریزم د مرکز یعنی پاکستان سره  د تروریزم د جګړی د یوه ملګری  په نامه په میلیاردو ډالره کمکونه وکړل او هغه هیواد یی نور هم د تروریزم  د اصلی محور او عملی مرکز باندی بدل  کړ .


د اسلامی انقلاب رهبران لدی سره سره چه د اسلامی انقلاب په دوهمه او تکاملی مرحله کی د  جهانی امپریالیزم په اسلامی ټانکونو باندی بیا قدرت ته ورسیدل ، خو په عمل کی


تر اوسه لا پنجابی دګروال ته داسی په غیرتی ملا  ټیټ شی لکه هغه یی چه پیر وی او دوی یی مُریدان. سره لدی چه دوی  د کابل پر تخت د ماسکو د پلان او ببرک کارمل د ابتکار په اساس کیناستل  .


په عمل  کی داسی معلومیږی چه افغانستان د  پاکستان یو ولایت وی او حامد جان  یی مستقل ګورنر وی چه کله کله  به د نر پشان نری خبری او غټی خبری چه له خولی سره یی نه ښایی باید وکړی.که چیری داسی نوای نو حامد جان ،صبغت جان ، بحرا الدین جان،سیاف جان او نورو خو به پدی لس کاله کی حد اقل د درواغو هم یو وار د ملل متحد د امنیت شورا ته چه اوس له هغه هم بی مالګی شوروا جوړه شوی ده ، د پاکستان د ۴۰ کلن تجاوز او مستقیمی مداخلی یوه سپینه نازنینه او د ګل غوندی رنګینه خبره کړی وای تر څو اوس ناټو دی ته مجبوره شوی وای چه که ( ینکی او پنکی دا پټی باید شین کړی)، خو دوی بیچاره ګان به خپلی کورنی چیرته باسی؟!


ځکه د کابل هوا  د ډیرو په کورنیو بده لګیږی!


او اضافی معاشونه  خو هم د خدای نعمت دی او د خدای نعمت هم چه بیځایه د هغه وطن په سر  چه دوی یی دځان نه بولی ، له لاسه ورکول  هم بیځایه موضوع ده،دوی په خوله مجاهدین  او د ازادی فرشتی دی، خو بدبختانه په عمل کی د وطن د بربادی او د وطن بی غیرتی وثیقی دی.


هغه ځکه چه پرون دتاریخ یوه پاڼه داسی ده چه :


درین  مورد محترم سیستانی در صفحه 161 کتاب  پر محتوای کودتای ثور و پیامدهای ان مینگارند که:


با  خروج قوای شوروی از کشور دولت نجیب الله می بایستی از حاکمیت رژیم انقلابی مستقلانه دفاع نماید. بنابرین دولت به تحکیم  شهر ها پرداخت و کمربندهای دفاعی  مستحکمی در اطراف شهرها ایجاد  کرد. …. 20 روز پس از خـــــــــــــــــروج  قشون سرخ شوروی ، دقیقاً بتاریخ 7 ماچ شهر جلال آباد مورد هجوم شدید  مجاهــــــــــــــد ین مسلح قرار گرفت(18) و  بنا بر راپور خاص وزارت  امنیت دولتی بر روایت جلال بایانی  52  هزارمجاهد مسلح که از طرف فرقه های 11 و 18 نظامی پاکستان حمایت  و اکمال میگردید بشمول عدهء اعراب سودانی-الجزایری و مصری و  ملیشای پاکستانی واقع شد….جنگ بیش  از دو ماه درین شهر دوام یافت. اما  شدت جنگ بعد از یکماه کاهش یافت و در ماه دوم نیروهای دولتی بر مجاهدین غلبه حاصل کردند و مجاهدین مجبور به عقب نشینی تا مواضع قبل از جنگ شدند.


عدم موفقیت مجاهدین درفتح جلال آباد ،نیرومندی  دولت و اردوی افغانستان را در میان مردم برجستــــــــــــــــــــــــــه ساخت.و حل نظامی را نفی کرد.”


محترم سیستانی  در صفحه 147 کتاب مقدمه بر کودتای ثور و پیامد های آن مینویسند که:
“بخش دفاعی وزارت امنیت دولتی در عهد نجیب الله سهم عمده در دفاع از شهر جلال آباد و سایر شهر ها گرفت و حتی مایه تشویش بزرگ برای پاکستان شده بود”.


پرون زما پر جګړه وهلی وطن د دنیا ټول قدرتونه  له ټولو جهادی تنظیمونو سره چه له لعنتی پاکستان یی جګړه شروع کړی  وه ، هغه یی یو ژوندی مثال دی چه هیڅوک یی له حقیقته سترګی نشی پټولای.


مګر نن زما پدی  همدی وران ویجاړ وطن کی بیاهم همهغه  د پرون ټول قدرتونه چه پرون د  باندی وه او نن په داخل کی د وطن  د نجات او د دموکراسی په نامه یو ځای  شوی دی، خو هغه څوک چه لدی  جهانی قدرتونو سره په جګړه کی مصروف  دی هغه څوزره لغړ طالبان او څو زره ببر پنجابیان دی او بس. ولی دا جهانی عظیم قدرتونه ددی توان او طاقت نلری چه داجګړه ختمه کړی؟


ولی په جهادی رهبرانو  او د هغوی د پرون په تنظیمونو کی ددی  توان او طاقت نسته چه لدی څو زرو طالبانو او پنجابیانو سره په زغرده او نره لاس او پنجه نرمه کړی. او جګړه ختمه کړی؟


معنی داده چه نه  دوی (جهادیان) وطن پرستان دی او نه هم ناټو نجاتګران دی.دوی په ګډه سره  د غلو حاکمیت جوړ کړی او ددی  غلو د حاکمیت په نتیجه کی ده چه پاکستان په رڼا ورځ او دادی اوس  دوهم وار دی چه د افغانستان په وران ویجاړ وطن مستقیمه جګړه شروع کړی، خو ټول جهادی غله او د ناټو نجاتګران پټه خوله دی، د پاکستان  قواوی له پخوانی لعنتی سرحد  نه لا پخوا را تیر شوی او اوس نور  هم  پرمختګ ته  ادامه ورکوی ،  او دوی هم د قدرت او چور د دوام لپاره پټی خولی ته ادامه ورکوی. دا ژوندی حقیقت دی.


دی لس کلنی خونړی  جګړی دا حقیقت ثابت کړ چه:


جهادیانو جهاد د  قدرت د نیولو لپاره شروع کړی  و ، نه د وطن د ازادولو  لپاره، ځکه کله چه له وطن څخه  شورویان ووتل دی غلو د شورویانو له وتلو وروسته سخته جګړه شروع کړه.


او کله یی چه ماته وخوړه نو بیا له ببرک کارمل سره  د قدرت د تقسیم موافقه وکړه او د ملی روغی جوړی پلان یی وران کړ او وطن یی ویجاړ او بالاخره د پاکستان  مستعمره کړ، دی ، او چه تر څو دا دغلو حاکمیت وی دا وطن به د پنجابیانو  تر اداری او ارادی لاندی وی او بس.


دی لس کلنی خونړی  جګړی دا حقیقت  هم ثابت کړ چه:


پاکستان له ۴۰ کلونو  راپدی خوا زموږ د ګران هیواد  پر ضد د جهادی غلو په وجود کی جګړه شروع وه ، او چه ترڅو دا غله وی او پنجاب دا مداخله به موجوده وی او دا خاوره  به د پشتونستان د اشغالی خاوری  د ابدی تر لاسه کولو پخاطر دپنجاب تر دایمی داسی ګوزارونو لاندی وی چه دا جګړه به تر اخیری افغان پوری دوام وکړی.


یعنی  ترڅو چه جهادی  د تاج او تخت عاشقان موجود وی او چه ترڅو پنجابی اشغالګر موجود  وی دا جګړه به دوامداره وی او د دوی  دواړو د ګډ پلان پر اساس به دا خاوره  د دوی د ګټو پر بنیاد ټکول کیږی.


پای