کور / تازه خبرونه / طالبان : له هند سره ستراتيژيک تړون قانوني ارزښت نه لري

طالبان : له هند سره ستراتيژيک تړون قانوني ارزښت نه لري

يادښت:
له طالب وياند ذبيح الله مجاهد سره افغان اسلامي اژانس دهنددستراتيژيک تړون په اړه مرکه خپره کړې ترې په مننه يې را اخلو
1- د امريکا ،هندوستان او ناتو سره د حامد”کرزي” دستراتيژيکو اړيکو په هکله خبري څه ډول وينئ؟
ځواب :په دي اړه مو ږ په ډا ګه وايو چي دکر زي داداري دا ډول خبري او تړونونه هيځ کوم قانوني ارزښت اوملي بڼه نه لري دملي او بين المللي اصولو په رڼاکي داشغال په صورت کي که يو ګو ډا ګي نظام دهيواد په سر هر ډول معامله وکړي هغه دملت اوقانون له لوري مر دوده او دمنلو وړ نه ده
2- د افغانستان حکومت وايي چې نور د طالبانو سره د سولي خبري نکوو او په دي هکله بايد خبري د پاکستان سره وشي په دي اړه ستاسو تبصره څه ده؟
ځواب : اصلا دکابل ښار په حدودوکې يوه محصوره اومحدوده ادارګي چې هغه هم دامريکا دسفارت ،بګرام له هوايې اډې اوپه لوي سر کې له پنتاګان نه مخامخ اداره اوکنتروليږي له دغسي يوې بې اختياره اوشړيدلي اداري سره تفاهم اومذاکرات کومه مثبته نتيجه نشي درلودلاي، داچې دغه اداره وايي چې مذاکرات نور له طالبانو سره نکوي اوپاکستان سره به خبري پيلوي په داسې حال کې چې دغه اداره عملا دامريکايانو ددايمي اډو او دوامداره شتون
په هڅو لګياده اوددي نا ولي پلان منلو ته اسلامي امارت هيڅ کله هم تيار نه دي اونه هم په داسي ډول مذاکرات او سوله کومه منطقي لار ده نو اوس مقابل لوري هسي په يو ډول نه يو ډول دا مو ضوع په مطبو عاتو کې ګرمه سا تي کله يو رنګ ورکړي کله بل ،نوره هيڅ لاس ته را وړنه به ونلري .
3- که تاسي د سولي اوسنۍ خبري ردوئ نو د افغانستان د مسئلي حل په څه کي وينئ
ځواب : زمونږ هيواد امريکااوناټو اشغال کړي اوامريکايان ددي پرځاي چې ددغه اشغال دپاي ته رسيداپه لور کوم عملي ګام پورته کړي ، مزيد بوخت دي چې افغانانو ته تل پاتي ستونزي اوکړاوونه رامنځته کړي دمتحدافغانستان ډانچي ته زيان واړوي اودمصنوعي اوفرمايشي جرګوله لاري ځانته ددايمي اډو زمينه سازي وکړي ، په دغسي يوه ځورونکي حالت اودامريکا دوچي بدمعاشي په اړودوړکې مذاکرات او خبري کومه نتيجه نشي ورکولي ، دمسئلي حل دخارجي قواوو په وتو اودامريکايانو له لوري دافغانانو دملي خپلواکي اوديني ارزښتونو په درناوي اومنلوکې نغښت .
4- ايا په را تلوونکي کې نيت لرئ چې د اوسني حکومت او د هغوي د سولي د شورى سره خبري وکړئ ؟.
ځواب : دغه په اصطلاح حکومت اوشورا ، هيڅ ډول واک اوصلاحيت ددغسي مهمي موضوع لپاره نلري ، تاسي وګوري ! کله چې دامريکا لوي درستيز جنرال مايک مولن ، دخپلو بې بنسټه ادعاوو له مخي په پاکستان تورونه پيل کړل، دکابل رژيم چارواکو هم ديوه پلان له مخي دجنرال مولن خبرو ته هوا ورکړه اوداوس چې وايي دطالبانو په ځاي له پاکستان سره دسولي شروع کول غواړي ، داکټ مټ دجنرال مولن دتورونو تسلسل اوغزول دي له دي نه هم دا معلو ميږي چي دا اداره خپله ارا ده نلري بلکي يو داواز لاوډسپيکر دي چي خبره دبل چاوي خو را وزي ددوي له خولو.
5- ستاسي په نظر په افغانستان کې جګړه څه وخت ختميدلاي شې ؟
ځواب : هغه وخت چې جګړه اواوربلونکي خارجي لښکري وغواړي څو دافغانستان خاوره ترک اودلته دافغانانو په خوښه ديوه واقعاً اسلامي اوملي حکومت جوړيدو موقع افغانانوته ورکړي .