کور / علمي / دسوشلیزم اوکمونیزم ترمنځ توپیر

دسوشلیزم اوکمونیزم ترمنځ توپیر

The Difference between Socialism and Communism


کمونیزم اوسوشلیزم عموماًدواړه یودبل پرځای استعمالیږي ځکه دغه دواړه مکتبونه دکپیټلزم خلاف دي. ددغودوو مکتبونو ترمنځ ډېرورته والی او هم ډېرتوپیر وجودلري خوپه توپیرپوهیدل یې ځکه ستونزمن دي چي مختلفو ټولنو (هیوادونو) ددواړو اقتصادي مکتبونو ګڼ شمېر ډولونه عملي کړي اودا دواړه مکتبونه یې دتعصب ،یواړخیزه قضاوت په رڼا کي اودخپلي خوښي سره سم تعریف ، ورته اوسره بېل کړی دي.


لیبرالان هغه افراددي چي دخپلي غلطي مفکورې ترتاثیر لاندي دخلګواومنابعودکنترول ترټولو غوره لاره یوازي دحکومت دجوړښت په بدلون کي ویني . محافظه کاران(Conservative) بیا هغه څوک دي چي دخپلي غلطي مفکورې له مخي دنورو خلګو اودهغوی دکلتوردکنترول ترټولوښه لاره دهغوافرادوپه تغیرکي ویني چي دحکومت واګی یې په لاس کي وي.


یا په بل عبارت: لیبرالان غواړي چي پریکړي دټولوافرادوسره شریکي سي البته دافرادو په ترجیح مګر محافظ کاران غواړي اووايي چي پریکړي باید دڅومحدودونفروتر منځ سره شریکي سي البته دیوه فرد په ترجیح. نوسوشلیزم لیبرال اوسوشلیستان لیبرالان دي ځکه چي ډېر خلګ وايي چي(ددوی) اقتصادڅرنګه کارکوي. دیموکراسي لیبرال ده ځکه چي په ډیموکراسي کي ډېرخلګ وايی چي(ددوی) دولت کار څرنګه کوي، دلته دمارکس هغه نظریې ته موپام راوړي چي ((دیموکراسي دسوشلیزم لارده)).


کمونیزم محافظه کار اوکمونیسټان محافظه کاران دي ځکه چي ډېرلږ افرادوايي چي(ددوی) اقتصاد څرنګه کار کوي. جمهوریت غوښتوونکي(Republicans) محافظه کاران دي ځکه چي یوازي ډېر لږخلګ (هغه چي ددولت واګی یې په لاس کي وي) وايي چي دولت کار څرنګه کوي.


سوشلیزم عموماً اقتصادي نظام یامکتب ته راجع کیږي خو کمونیزم بیا هم پر اقتصادي او هم پرسیاسي مکتب دلالت کوي.


دکمونیزم له مخي دخدماتواواجناسوتوزیع دافرادودضرورتونوپراساس رامنځ ته کیږي خو سوشلیزم بیا استدلال کوي چي د خدماتواواجناسوتوزیع دافرادو دهلوځلوپر بسنټ رامنځ ته کیږي.


په کمونیسټي اقتصاد کي دکپیټلیزم له پاره ځای نه سته خو سوشلیزم بيا وايي، څرنګه چي ثروت دخلګوترمنځ توزیع کیږي نو کېدای سي د کپټلیزم ځیني اړخونه په سوشلیستي اقتصاد کي ځاي ولري.


سوشلیزم هغه مکتب دﺉ چي وايي کارګره طبقه باید منابع په ټولیزه اوډیموکراتیکه توګه ترلاسه کړي چي وکولای سي دټولني داکثریت دبهبود له پاره اجناس تولید کړي. کمونیزم هغه مکتب ته وايي چي په ټولنه کي باید نه دطبقې استحصالوونکي، استحصالېدونکي اونه تېری کوونکي اوتېری کېدونکي باید وجود و لري .