کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغانستان جګړه پېچلي ده

د افغانستان جګړه پېچلي ده

له هغې ورځې نه، چې کله په افغانستان کې جنګ، جګړې، غربت، بې کوره کېدلو، غمونو او دردونو خپله کمپله غوړولي ده، نو ورسره په څنګ کې خلک او ولس ورو، ورو د ناهيلۍ او نا اميدۍ خواته روان دي، دوى اوس هم په دې نه پوهيږي، چې د روانې جګړې پاى چېرته دى او دا جګړه به له کومه اړخه پاى ته ورسيږي، ځکه ددغې روانې جګړې لپاره تر ډېره بريده پورې هر اړخ لټول شوى او هرې خواته منډې ترړې شوې دي، څو دغې روانې جګړې ته د درېدو لارې چارې پيدا کړي، خو تر اوسه پورې يې مثبتې پايلې نه دي لرلي او موږ ته هم دغه جګړه ډېره پچلي او مبهمه ښکاري. نو ددې لپاره بايد موږ افغانان داسې يوه لار ولټوو، چې په هغه کې د بهرنيو لاسونه نه وي، ځکه موږ وينو، چې دا جګړه او پر افغانانو راغلي کړاوونه ټول د همدې بهرنيو کړيو له خوا دي او په بهرنيو کړيو کې په خاص ډول د بهرنيو هېوادونو استخباراتو ډېره ونډه اخيسته ده، څو د خپل هېواد لپاره د افغانستان په ورانولو، د افغانانو د وينو په تويولو او ددوى په بربادۍ کې ګټې وکړي.


دوى دا کارونه هم د يو شمېر افغانانو په مټ تر سره کړي دي، نو موږ که ټول افغانان هغه که هر څوک وي، په دې فکر وکړو، چې اخر به دا هېواد چاته پرېږدو او څوک به دا هېواد بغير له موږ نه د سرېښو له ډنډ څخه راباسي، نو په حقيقت کې به هغه موږ وو، چې دا کار مو له لاسه پوره دى او که چېرې موږ دا کار ونه کړو، نو راتلونکې نسل ته به دا مسله ډېره پيچلي او هېڅ د حل نه وي.


په دې برخه کې موږ وينو، چې د زياتو افغانانو په ذهنونو کې ناهيلۍ دومره وده کړې، چې هېڅ کله دې ته تيار نه دي، چې دا هېواد به يو وخت له جګړې څخه راوتلى وي او د اوږدې جګړې له امله دا نه مني، چې په هېواد کې سوله راتللى شي، خو زموږ په نظر ناهيلي او نا اميدي د حل لاره نه ده، په ناهيلۍ او نا اميدۍ باندې خداى ج هم ناراضه کيږي او دا يوه ګناه ده.نو پوتني ټکي ته په پام سره موږ بايد ددې پر ځاى، چې ناهيلي شو، بلکې راپورته شو د جګړې له لمبو څخه خپل هېواد، خپل ځورېدلى ولس او دا غريبه ټولنه وژغورو. تر څو، چې په دې برخه کې موږ صادقانه قرباني ورنه کړو، تر هغو پورې به دا هېواد او دا بې وزله خلک همداسې د جنګ، جګړو، غربت او د بل چا تر ستم لاندې به د ژوند شپې او ورځې تيروي. هغه افغان د جنګونو له لاسه دومره کمزورى شوى، چې اوس د هغو خلکو د لاس لاندې ژوند کوي، چې څو کاله وړاندې همدې افغان ورباندې پاچاهي کوله او ده ته يې د ژوند لارې چارې ورښودلې، نن هغه څوک پر افغان باندې ځان لوړ محصوصوي، نن هغه په سوله او امنيت کې خپل علم بشپړ کړى او افغان د جګړې له لاسه په تيارو او ناپوهيو کې ساتل شوى دى، چې له همدې کبله زيات د ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان دى، خو که چېرې په راتلونکې کې د خپل ځان په اړه ژور فکر ونه کړي، نو له دې نه به يې نور هم حال خراب وي او په يوه برخه کې به هم بريالى نه وي.له دې ناوړه حالت څخه موږ يوازې او يوازې کلک هوډ او ملي يو والى را ايستلى شي او بس.موږ بايد د خلکو د شعور په لوړولو کې پوره ونډه واخلو او دوى په دې باندې پوه کړو، چې د خپلو ملي ګټو او ملي نواميسو څخه څه ډول ساتنه او پالنه وکړو.موږ بايد يوه داسې تګلاره ولرو، چې خلک خاص د هېواد سره مينې ته وهڅوو، تر څو له دې حالت څخه راووځي، چې په يوه باندې بده ورځ وي او هغه بل وايي، چې زه يې څه کوم، نه موږ بايد د هر افغان درد او غم د خپل ځان غم او درد وبلو او په دوى باندې موږ بايد زړه سوى وکړو او د دوى سره بايد د امکان تر حده مرسته او همکاري وکړو، نو که چېرې د پخوا په څېر دا ډول يوه مفکوره د خلکو په منځ کې له سره راژوندۍ شي، نو دا په پوره ډاډ سره ويلى شو، چې په ډېر لنډ وخت کې به هېواد ډېر پرمختګ وکړي او ددې ناپايه جګړې لپاره په هم يوه د حل لاره پيدا شي.خو که چېرې داسې يو کار ونه شي، نو دا لېرې نه ده، چې زموږ له هېواد نه دې د بهرنيو لاسونه لنډ شي او يا دې دا پېچلي جګړه پاى ته ورسيږي. په پاى کې موږ نور نه غواړو، چې افغانستان او د افغانستان خلک د نړيوالو جګړو ښکار وګرځي او يا دا هېواد د دوى جنګ ډګر شي، ځکه تر اوسه پورې، چې موږ ګورو په افغانستان کې له کلونو راهيسې د ګوتو په شمار هېوادونه دلته د جګړو له لارې خپل زور ازمايي او قربانې يې ټول افغانان او افغان خاوره ده.