کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / داسي بې خونده او بې ننګه مهاجر خو نه يم

داسي بې خونده او بې ننګه مهاجر خو نه يم

مرحوم ننګ په هجرت کي خاورو ته وسپارل شو


بسم الله الرحمن الرحيم


نـــــــــه يوازي لــــه دې غمه سترګي ژاړي
زړه مــــي هم ټوټې ټوټې شو هيواد غواړي
شمعــــه نـــــه يم چـــې د شپې زه وسېـزمه
شپه او ورځ په ما يو شان دی سوزم سوزم


دا شعر د هغه چا د احساس او آواز نمونه ده چي نن د 2011 مېلادي کال د اکتوبر په 5 مه نېټه د المان په بوخوم ښار کې خاورو ته وسپارل شو.


د چهار شنبې په ورځ د ده وطنوال په بوخوم کي راغونډ شوي وه چې د افغانستان د مطبوعاتو او ژورناليزم په ډګر کي يو بل تکړه ليکوال، ملي شاعر او په هيواد مين انسان سره د خدای په اماني وکړي.


دا غښتلی مطبوعاتي شخصيت حبيب الرحمن ننګ «داؤدزی» د حاجي جان محمدخان زوی ؤ چي په 1936 مېلادي کال د مارچ په شلمه د کابل د ولايت د قره باغ په کوهدامن کي ږېږېدلی ؤ.
د دې سوچه او پاک افغان د ځلانده ژوند ډېوه چي کابو پنځه څلوېښت کاله عمر يې د هيواد او خلکو ته د خدمت په لار کي تېر شوی ؤ د 2011 مېلادي کال د اکتوبر د مياشتي په دوهمه نېټه يعني د يکشنبې په ورځ د تل لپاره مړاوی او خاموشه شوه.


انا للله و انا اليه راجعون


ننګ چي د وخت د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په بېلابيلو څانګو کې لکه د افغانستان د دايره المعارف علمي غړی، د پکتيا د ولايت د اطلاعاتو او کلتور د ادارې آمر، د پښتو انکشاف د تدقيق او څېړنې مدير او د پکتيا او ننګرهار د مجلو د مسؤل مدير په صفت کار کړی. په افغاني مطبوعاتي ټولنه کې له خاص محبوبيت څخه برخه مند ؤ.


له ارواښاد ننګ څخه پنځه تحصيل کرده زامن او درې لوڼې پاتي دي.


ارواښاد ننګ نه يوازي خپلو بچو ته ښه پلار، مېرمني ته ښه ملګری ؤ بلکه ملګرو او يارانو ته هم صادق او باوفا يار ؤ.
د ننګ ژوند هم لکه د نورو خپلواکو ليکوالانو او ژورنالستانو په څېر د کړاوونو او ستونزو څخه خالي نه ؤ. دی د آزاد فکر څښتن ؤ او د ښې طبعې خاوند ؤ او همدا ده د آزاد منشي او استقلاليت احساس د ده پر ليکنو او شعرونو هم اغېزه درلوده او د همدې خپلواک فکري دزيځ په جرم سره لدې چي ده د هيڅ حزب يا سياسي ډلې ټپلې غړيتوب نه درلود په 1987 مېلادي کال کي د څرخي پول زندان ته ولېږدول شو.


د ننګ د وطنپرستۍ او خپل فکري احساس هغه وخت ښه څرګنديږي چي د ده آثار په دقت سره ولوستل شي او د احساس ژوري رښې يې په غور سره وڅېړل شي. ده به حتی کله کله خپل نفس هم پخپل وجود کي زنداني بوله او ويله به يې:


ځــــــوانــــــــــــــي لاړه يـــاران لاړل هيواد لاړ
نيــــم نفسه تــــــــــا بـــــــه څه کړم هر څه لاړ
تـــه هم ځـــــــــه پخپـــــــله مخه زه نه غواړم
د دې وروستــه ته بندي د تش کالبود شې


د ننګ د ژوند تګلاره داوه چي هيڅکله يې تور ته سپين او سپن ته تور نه ويلی ښه يې ښه او بدو ته يې بد ويلی او د هيڅ چا مداحي او بې ځايه ستاينه يې ندی کړی. ده به ويل:


زه د سورخـــــــــــــــي او د پوډرو سوداګر خو نه يم
د تورو سترګـــــو ښـکلي مخ مداح شاعر خو نه يم
چاودلې پونـــــدي وچي شونډي د غازيانو ستايم
غازي افغان يــم هســـــي خوشي جوارګر خو نه يم
د دُښمن زړه بــــــــــه کړم سوری زه د قلم په څوکـه
واورئ دوستانو هسي بـــې تورې شاعر خو نه يم
چي خپل پت عزت قدرتمنو ته پښو کي شينـــدي
داسي بې خونده او بې ننګه مهاجر خو نــــــــــه يم


 لنډه دا چي د ارواښاد د آثارو زياته برخه ملي حماسي او وطني بڼه لري خو نازک خيالۍ او تصوف هم له ياده نه باسي او کله کله هم سپين يا آزاد شعرونه د ده په شعرونو کي ځای لري.


ننګ متعصب انسان نه ؤ خو په اسلامي عقيده کلک ولاړ او قران عظيم الشان يې په آسانۍ سره ښه لوستلی او تفسيرولی شو.


ده زياتې مقالې د هيواد په دننه او له هيواد څخه بهر ته افغاني مطبوعاتو کي چاپ شوي خو د شعري آثارو يې تر اوسه درې مجموعې ټولنې ته وړاندي شوي دي او يوه بله هم تر کار لاندي وه چي عمر وخت ورنکړ. روح دي يې ښاد او د فردوس جنت دي يې په نصيب شي.
آمين